د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق، د بانکي سکتور د اسانتیاوو برابرولو او د افغانستان او د سیمې او نړۍ هیوادونو ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې د چټکولو په موخه په کابل سرینا هوټل کې یوه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق لومړی مرستیال؛ د ښاغلو: خان جان الکوزی، ضیاالدین اچکزی او محمد داود یوسفزی د اتاق د مشرتابه پلاوي غړي؛ میر زمان پوپل، د اتاق د عامل پلاوي د مالي او اداري معاونیت سرپرست؛ احمد شاه حکیمی، د کابل د سوداګرۍ او پانګونې د اتاق لومړی مرستیال؛ عبدالجبار صافي، د افغانستان د صنایعو د اتحادیې مشر؛ سردار ولي پښتون، د اتاق سلاکار؛ د وچو میوو د اتحادیې رئیس عبدالقاسم امرخیل او یو شمېر افغان سوداګر او پانګوال په شتون کې له ښاغلي فریس هداد زیروس، په افغانستان کې د نړیوال بانک مشر، او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
 
ښاغلي مهمند، ښاغلي زیروس او د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د خصوصي سکتور ستونزو د شریکولو په برخه کې د نړیوال بانک له همکارۍ چې د بانکي ستونزو د حل په موخه یې ترسره کړي، مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د څو کلونو جګړو په افغانستان کې خصوصي سکتور ته زیان اړولی او د نړیوال بانک ملاتړ د اقتصادي وضعیت د بېرته عادي کولو او د افغانستان د خصوصي سکتور د ودې لپاره مهم دی.
د اتاق لومړي مرستیال، د سرتاسري امنیت، اداري فساد له منځه وړل او د کوکنارو کر د منع کولو هڅې د پانګونې لپاره ښه زمینه وبلله او له نړیوال بانک څخه یې وغوښتل چې د کوکنارو د بدیل کښت، د نیمه ترسره شوو پروژو بیا پیل، د زراعت میکانیزه کول، د لمر د انرژۍ په کارولو سره د سړو خونو جوړولو، د قوش تپې کانال د اوبو وېش او نورو مهمو ملي پروژو ته جدي پاملرنه وکړي.
ښاغلي مهمند، ښاغلي زیروس ته د امام ابو حنیفه (رح) په ملي او نړیوال ستر نندارتون کې د سوداګرو او ښځینه سوداګرو د ګډون په اړه معلومات وړاندې کړل، چې څه موده وړاندې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لخوا د اړوندو ادارو په همکارۍ په کابل ښار کې د اوو ورځو لپاره جوړ شوی و. هغه له زیروس څخه وغوښتل چې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره په ټولو نړیوال بانک غونډو کې د افغانستان له زراعتي محصولاتو څخه استفاده وکړي.
همدارنګه، لومړي مرستیال، په هېواد کې د سوداګرو رول د پرمختګ لپاره مهم وګاڼه او په خوست ولایت کې د سرطاني روغتون د جوړېدو یادونه هم وکړه.
محترم الکوزي، د خصوصي سکتور، په ځانګړې توګه د بانکي سکتور او د افغانانو د کاري فرصتونو د برابرولو په برخه کې د نړیوال بانک رول مهم وباله او ویې ویل چې د نوي دولت په راتګ او د نړیوال بانک او نړیوالو هیوادونو د پالیسۍ بدلون د متوسط او کوچني متشبثینو ۹۵٪ زیان اړولی دی. هغه، له نړیوال بانک څخه وغوښتل چې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو، د سوداګرو مېرمنو د ملاتړ، او د افغانستان د هوایي دهلیز د پراختیا لپاره ځانګړې پاملرنه وکړي.
محترم عبدالجبار صافی، د هېواد د تولیدي فابریکو د فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او د بریښنا کمښت یې د هېواد د فابریکو له لویو ستونزو څخه وګاڼه. هغه د افغانستان لپاره د نړیوال بانک له رئیس څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د لمریزې او اوبو انرژۍ په تولید کې توجه وکړي.
ښاغلي فریس هداد زیروس، د دې ناستې د ترسره کولو له امله د اتاق له مشرتابه پلاوي څخه مننه وکړه، همدا راز د خصوصی سکتور فعالیت یې د دری کلونو په موده ښه و ارزول‌، زیاته یې کړه دغه ناسته د اتاق له رهبری او د افغانستان د خصوصی سره د پیژندگلوی په موخه ترتیب شوی او نورو ناستو کې به کوښښ وکړو چې د خصوصی سکتور ستونزو او د نړیوال بانک په همکاری ژوره توګه پرې خبری اترې وشې.
 
 
 
 
چهارشنبه، لړم ۱۶مه، ۱۴۰۳
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د «افغان ولت» شرکت د برېښنايي موټرو او موټرسایکلونو د واردولو او بسته بندۍ د یاد شرکت رئیس ښاغلي عبدالباري بلوچ او یو شمېر سوداګرو او خبریالانو په حضور کې پرانیسته وکړه.
 
د «افغان ولت» اجرائیوي رئیس ښاغلي شیرشاه بلوچ، د برېښنايي موټرو او موټرسایکلونو د وارداتو او په هیواد کې د بسته بندۍ په اړه معلومات وړاندې کړل وویل، چې دا مهال د برېښنايي موټرسایکلونو پرزې له چین څخه واردېږي، او د افغان کارګرو لخوا تړل کېږي او بیا بازار ته وړاندې کېږي. هغه زیاته کړه چې په راتلونکي کې به د برېښنايي موټرو پرزې هم د بسته بندۍ وروسته بازار ته وړاندې شي. دغه موټرسایکلونه په چارج سره حرکت کوي او په یو ځل چارج کولو سره ۷۰ کیلومتره فاصله وهلی شي.
ښاغلي محمد یونس مهمند، د «افغان ولت» رئیس او کارکوونکو ته مبارکي وویله او د برېښنايي موټرو او موټرسایکلونو کارول د اقتصاد او د ښارونو د ککړتیا کمولو لپاره مهم وګڼل. هغه،د یاد شرکت له مسؤولینو وغوښتل چې هڅه وکړي ترڅو له داخلي امکاناتو څخه په استفادې سره د دغو وسایلو پرزې په معیاري ډول په هیواد کې تولید کړي، ترڅو له یوې خوا د دغسې موټرسایکلونو په تولید کې ځان بسیا شو او له بلې خوا خپلو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.
 
 
 
سه شنبه، د لړم ۱۵مه، ۱۴۰۳
 

د افغان سوداګرو لپاره د سوداګریزو او ترانزیټي اسانتیاوو د رامنځته کولو او ستونزو د حل په موخه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په افغانستان کې د چین د سوداګریز اتشه ښاغلي چینګ وانګ او د هغه له ټیم سره ناسته وکړه. په یاده ناسته کې ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق لومړی مرستیال؛ سید جاوید برهان، د مشرتابه پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس؛ خانجان الکوزی، محمد گردیزی، ضیاءالدین اچکزی، او داود یوسفزی د اتاق د مشرتابه پلاوي غړي؛ میرزمان پوپل، د عامل پلاوي د مالي او اداري معاونیت سرپرست؛ احمد شاه حکیمی، د کابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال؛ شرف الدین او سردار ولی پښتون د اتاق لوړپوړي مشاورین؛ او د وچو میوو، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو، الیکترونیک اتحادیو مشران او یو شمېر مطرح سوداګر او پانګوال شامل وو.
 
ښاغلي محمد یونس مهمند، په افغانستان کې د چین سوداګریز اتشه او د دې ناستې ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست وینا وکړه، او د چین له سفارت او حکومت څخه یې په تیرو کلونو کې د طبیعي پیښو له امله زیانمنو افغانانو سره د مرستو او په افغانستان کې د عامه ګټو پروژو کې د دوی پانګونې له امله مننه وکړه. هغه، له ښاغلي وانګ څخه وغوښتل چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ لا زیاتې پراختیا ته هڅه وکړي.
ښاغلي مهمند، د افغانستان د صادراتي توکو لپاره د چین لخوا د ګمرکي معافیت د راوړلو له امله خوشالي څرګنده کړه او د دغو معافیتونو رول یې د اقتصاد په وده او د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په پراختیا کې مهم وباله. نوموړي جلغوزه د افغانستان له مهمو زراعتي توکو څخه وګڼله او په افغانستان کې د چین د سوداګریز اتشه څخه یې وغوښتل چې افغان سوداګرو ته د ویزې د صدور په برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي ترڅو د دواړو هیوادونو ترمنځ صادرات او واردات زیات شي.
د اتاق لومړي مرستیال، د چین کلني صادرات افغانستان ته تر ۹۰۰ میلیونه امریکایي ډالرو زیات یاد کړل، د واخان دهلېز یې د سوداګرۍ د زیاتوالي او افغانستان او چین ترمنځ د مستقیمې اړیکې نقطه وبلله او همدارنګه یاد دهلیز یې د چین د ایران او اروپایي هیوادونو سره د وصل نقطه په توګه یاده کړه. هغه د چین سفارت او اتاق ترمنځ د یوه ګډې ناستې غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې پانګونه او کاروبار کوونکي چینایي سوداګر پکې ګډون وکړي.
محترم مهمند د کونړ په ولایت کې د یوه ستر قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو سوداګریز مارکیټ جوړولو باندې ټینګار وکړ او له ټولو سوداګرو ګډونوالو یې وغوښتل چې په کتبي توګه خپلې نظریې او وړاندیزونه اتاق ته وسپاري.
ښاغلي مهمند په پاکستان کې د افغان سوداګرو ترانزیټي ستونزې له ښاغلي وانګ سره شریکه کړه او له هغه څخه یې وغوښتل چې د افغان سوداګرو د ستونزو په حل کې او په افغانستان کې د انرژۍ د تولید په برخه کې د چینایي سوداګرو د پانګونې د هڅولو لپاره همکاري وکړي.
ګډون کوونکو سوداګرو خپلې ستونزې، لکه د چین د تولیدي فابریکو لخوا د سوداګریزو تفاهمنامو نه عملي کول، د پیسو د انتقال په برخه کې بانکي اسانتیاوو نشتوالی، او د پاکستان لخوا د چینایي وارداتي توکو په تعرفو کې زیاتوالی، د اتاق مشرتابه پلاوي او په افغانستان کې د چین د سوداګریز اتشه سره شریکې کړې او له دوی څخه یې وغوښتل چې د دوی ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.
ښاغلي الکوزي د پاکستان لخوا په کراچۍ بندر کې د ځینو افغان سوداګریزو توکو بندول او د ګمرکي تعرفو لوړول د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اپټا هوکړه او د سوداګرۍ کنوانسیون خلاف وبلل او له ښاغلي وانګ څخه یې وغوښتل چې له خپلو سوداګریزو اړیکو څخه په استفادې د افغان سوداګرو د ستونزو لپاره مناسبې حل لارې ومومي. هغه د کنړ ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو له طبیعي سرچینو څخه بډای وباله، په دغه ولایت کې د قیمتي ډبرو د سوداګریز مرکز جوړول یوه اساسي اړتیا وبلله او له ښاغلي وانګ څخه یې وغوښتل چې چینایي سوداګر دې د کنر د سیند د اوبو څخه د هایدرو انرژۍ تولید په سکتور کې پانګونې ته وهڅوي.
ښاغلي میرزمان پوپل د افغانستان د صادراتي توکو د طی مراحلو په محدودیت چې یواځې یو بندر چین ته ځانګړی دی، ستونزمن وګڼه او د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریز تفاهمنامې لاسلیک کول یې د افغانستان د صادراتي زراعتي محصولاتو، په ځانګړې توګه شکرپاره، انار، زعفران او شیرین بویه د بسته بندۍ او ضد عفوني کولو په برخه کې اړین وبلل.
ښاغلي چینګ وانګ، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي څخه د دې ناستې د ترسره کولو او د افغانستان د خصوصي سکتور ستونزو د شریکولو له امله مننه وکړه او دا ډول ناستې یې د افغان او چینایي سوداګرو د ستونزو د حل لپاره مهمې وبللې. هغه په سوداګریزو-اقتصادي اړیکو کې د پرمختګ او د سوداګرو ستونزو په حل کې د خپل ملاتړ ډاډ ورکړ.
 
 
 
دوشنبه، د لړم ۷مه ۱۴۰۳
 
 


ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، د ښاغلو: خان جان الکوزي او داوود یوسفزي د اتاق مدیره پلاوي غړي، محمد انورعارفي د عامل پلاوي پالیسی او تخنیکی مرستیال د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال میرزمان پوپل، او حقوقي سلاکار عبدالسلام کوهي په حضور کې، د یو شمیر موټر واردونکو سره ناسته وکړه. په دې ناسته کې د ترانسپورت او هوانوردۍ وزارت له خوا د سوداګریزو او ترانسپورتي اسانتیاوو د برابرولو لپاره د یوې پالیسۍ د جوړېدو په تړاو خبرې اترې وشوې.

ښاغلي مهمند، د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، په تیرو کلونو کې د هېواد د سوداګرۍ او ترانسپورت د معیاري کولو په برخه کې د اتاق هڅې یادې کړې. نوموړي، واردونکو ته د هغه پالیسۍ په اړه معلومات ورکړل چې د ترانسپورت او هوانوردۍ وزارت لخوا د سوداګریزو توکو د لیږد بهیر د چټکتیا او د ترافیکي پیښو د کمولو په موخه به جوړه شي. هغه، له واردونکو وغوښتل چې خپلې لیکلې نظریې او کتنې، د وارداتي موټرو د نیمګړتیاوو او د خلکو او هېواد په اقتصاد کې د ګټورو موټرو په اړه، اتاق ته وسپاري ترڅو په راتلونکو غونډو کې دا نظریې د پالیسۍ په جوړولو کې له مسؤلینو سره شریکې کړي.

ښاغلي الکوزي، په اوسنیو شرایطو کې د دغسې پالیسیو جوړېدل اړین وګڼل او د ښي لاس موټرو د پرزه کولو لپاره وخت ټاکل د ترافیکي پېښو د کمولو، د ترافیکي قوانینو د معیاري کولو او د ترانسپورتي اسانتیاوو د برابرولو لپاره مهم وباله. هغه، له ټولو واردونکو وغوښتل چې خپلې لیکلې نظریې او تحلیلونه اتاق ته وسپاري.

موټر واردونکو، د حکومت له خوا د دې ډول پالیسیو جوړېدل د وارداتي موټرو د معیاري کولو په لور مثبت ګام وباله او خپل نظریات او ستونزې یې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه ته وړاندې کړې.
 
 
 
یکشنبه، د لړم ۱۳مه، ۱۴۰۳

د ازبیکستان په ترمز ښار کې په بېلابېلو سکتورونو لکه زراعت، کیمیاوي صنعت، درمل، ساختماني، کوچني او منځني صنایعو کې دوه ورځنی نندارتون (د اکتوبر ۲۴-۲۵) جوړ شو.
 
د دې نندارتون د پرانېستې په مراسمو کې د سرخان دریا والي، د بلخ د تجارت او پانګونې اتاق رئیس اسدالله اسدي، د دې اتاق اجرائیه امر احمد شکیب اکبري، د صنعت او تجارت د ادارې رئیس قاري امیر محمد متقي، د جوزجان اتاق رئیس یولبرس عطايي، د بلخ اتاق د نړیوالو چارو مشاور قلندر رحیمي او یو شمېر ملي سوداګرو ګډون کړی و.
د سرخان دریا والي د نندارتون په پیل کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او افغان سوداګرو ته ښه راغلاست وویلو، او د دواړو هیوادونو ترمنځ تاریخي اقتصادي اړیکو ته اشاره وکړه، او نندارتون یې د دواړو هیوادونو د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا لپاره یو ارزښتناک فرصت وګاڼه.
وروسته، ښاغلي اسدي د اتاق له خوا د سرخان دریا والي او د ازبیکستان سوداګرو ته د افغانستان د خصوصي سکتور د نیکو هیلو پیغام وړاندې کړ او د دواړو هیوادونو ترمنځ د تاریخي اړیکو یادونه یې وکړه.
په پای کې، د سرخان دریا والي او مېلمنو د نندارتون له غرفو لیدنه وکړه او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د سرخان دریا ولایت ترمنځ ګډ هوکړه لیکونه لاسلیک شول.د ازبیکستان په ترمز ښار کې د صنعت او سوداګرۍ نندارتون
شنبه، د عقرب ۵مه ۱۴۰۳
د ازبیکستان په ترمز ښار کې په بېلابېلو سکتورونو لکه زراعت، کیمیاوي صنعت، درمل، ساختماني، کوچني او منځني صنایعو کې دوه ورځنی نندارتون (د اکتوبر ۲۴-۲۵) جوړ شو.
د دې نندارتون د پرانېستې په مراسمو کې د سرخان دریا والي، د بلخ د تجارت او پانګونې اتاق رئیس اسدالله اسدي، د دې اتاق اجرائیه امر احمد شکیب اکبري، د صنعت او تجارت د ادارې رئیس قاري امیر محمد متقي، د جوزجان اتاق رئیس یولبرس عطايي، د بلخ اتاق د نړیوالو چارو مشاور قلندر رحیمي او یو شمېر ملي سوداګرو ګډون کړی و.
د سرخان دریا والي د نندارتون په پیل کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او افغان سوداګرو ته ښه راغلاست وویلو، او د دواړو هیوادونو ترمنځ تاریخي اقتصادي اړیکو ته اشاره وکړه، او نندارتون یې د دواړو هیوادونو د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا لپاره یو ارزښتناک فرصت وګاڼه.
وروسته، ښاغلي اسدي د اتاق له خوا د سرخان دریا والي او د ازبیکستان سوداګرو ته د افغانستان د خصوصي سکتور د نیکو هیلو پیغام وړاندې کړ او د دواړو هیوادونو ترمنځ د تاریخي اړیکو یادونه یې وکړه.
په پای کې، د سرخان دریا والي او مېلمنو د نندارتون له غرفو لیدنه وکړه او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د سرخان دریا ولایت ترمنځ ګډ هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
 
 
 
شنبه، د عقرب ۵مه ۱۴۰۳
 

ښاغلي محمد یونس مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، د هېواد د یو شمېر مخکښو سوداګرو په حضور کې د فرید ګروپ د تولیدي فابریکې د ماشینري او تاسیساتو له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه، د دغې فابریکې د مشرتابه پلاوي فعالیتونه، ننګونې او لاسته راوړنې یې واورېدلې.
 
د فرید ګروپ مسوولینو، د اتاق لومړي مرستیال ته د فابریکې د فعالیتونو او تولید په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: فرید ګروپ چې نوی یې کار پیل کړی د پنبې له دانو څخه د غوړیو او د حیواناتو د خوړو تولید په برخه کې فعالیت لري، چې د نوي حکومت په راتګ او د خصوصي سکتور په ملاتړ سره یې تولید ډېر شوی. یادو مسوولینو، د اتاق لومړي مرستیال څخه وغوښتل چې د یادې فابریکې د ستونزو په حل کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
ښاغلي مهمند، د افغانستان په اقتصادي وده، د کار زمینې په برابرولو، او هېواد ته د حیواناتو د خوړو او غوړیو په وارداتو کې د کموالي په برخه کې د دې ډول فابریکو رول مهم وګاڼه او له نورو فابریکه دارانو یې وغوښتل چې په تولیداتو کې له داخلي زراعتي محصولاتو ګټه واخلي. نوموړي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له لوري د فابریکې د ستونزو په حل او په هېواد کې د سوداګرو او پانګوالو د پانګونو په ملاتړ کې د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړ.
 
 
 
 
شنبه، لړم ۱۲مه، ۱۴۰۳
 
 

مقالات دیگر...