غړيتوب

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونی اتاق سره په یو ځاې کېدو، تاسو کولای شۍ چې د افغانستان ټرټولو لویو سوداګریزو شبکو ته لاسرسۍ ومومۍ. موږ د سوداګرۍ او خصوصي سکتور د ملاتړي  یو له ځواکمنو او فعالو بنسټونو څخه شمېرل کېږو. موږ د خپلو غړو د کاروبار د ودې او غښتلتیا ته ژمن یو، موږ کولای شو چې تاسو سره مرسته وکړو ترڅو خپلې سوداګرۍ ته وده ورکړئ، تاسو له قانون جوړونکو سره و نښلوو. زموږ د کټو او خدمتونو څخه په کار اخیستنې تاسو کولای شۍ چې له کټورو صرفه جویی ګانو څخه برخمن شئ. موږ په زغرده ویلی شو چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونی اتاق د خصوصي سکتور اوچت غږ دي.

کورنۍ غړیتوب (افغان شرکتونو لپاره):
ټول هغه شرکتونه چې د فعالیت رسمی جواز درلودونکي وی، کولای شی چې په داوطلبانه توګه له ولایتی اتاقونو سره په اړیکه کې شي او خپل غړيتوب ترلاسه کړي او دې خدمتونو څخه ګټه پورته کړي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونی اتاق سره یو ځای کېدل یوه ګټوره پانګه اچونه ده. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونی اتاق د غړیتوب د ډلو او ګټو په اړه د لا ډېرو مالوماتو د ترلاسه کولو لپاره دلته کلیک وکړئ، او د غړیتوب بېلابېلو ډلو د هر اړخیز څېړنو وروسته د خپلې سوداګرۍ لپاره مناسبه ډله غوره کړئ.

د غړیتوب د ترلاسه کولو لپاره، غوښتونکی باید د لاندې ذکر شویو جوازونو څخه د یوه لرونکۍ وي:
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونی وزارت څخه سوداګریز جواز؛
د افغانستان بانک جواز؛
هغه اتحادیی چی د عدلیی وزارت سره جواز لری


د کورني غړیتوب د ترلاسه کولو لپاره اړین سندونه (د افغان شرکتونو لپاره)
د سوداګریز جواز کاپي
د پېژندپاڼې یا پاسپورت کاپي
د پاسپورت په سایز دو قطعې انځورونه

نړیوال غړیتوب (د بهرنیو شرکتونو لپاره):
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونی اتاق د نړیوال غړیتوب د ترلاسه کولو لګښت ۱۰۰۰ امریکايي ډالره دی او له افغانستان څخه بهر مېشتو شرکتونو لپاره، چې سیمه یز ثبت شوی دفتر نه لري، د دې زمینه برابروي ترڅو د افغانستان تر ټولو لوی سوداګریز سازمان یوه برخه ووسي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونی اتاق سره یو ځای کېدل یوه ګټوره پانګه اچونه ده. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونی اتاق د نړیوال غړیتوب په تر لاسه کولو سره ستاسو شرکت کولای شي چې له لاندینو ګټو حخه برخمن شي:

د سوداګریز تواصل کنفرانسونو، نندارتونو او د پېژندګلوی محفلونو په اړه مالوماتو ته لاسرسۍ، چې له دې لارې تاسو کولای شئ چې له افغان سوداګرو سره ګډې پانګې اچونې ولرئ؛
د سروې ګانو راپورونو، د پلورونکو او پېردونکو لست او د افغانستان بېلابېلو صنعتونو په اړه د مالوماتو  په شمول د سوداګریزو مالوماتو مرکز ته لاسرسۍ؛
دولتي ادارو او اړوند اداروته  د مکتوبونو د استولو له لارې د اداري ستونزو اوارول؛
د حکمیت او منځګړیتوب له لارې د سوداګریزو شخړو اوارول؛
د بازارموندنې لپاره وړیا فرصتونه او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونی د اتاق ویب پانې سره ستاسو د شرکت نښلول؛

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونی اتاق د مجلې ترلاسه کول په آنلاین او وړیا ټوګه چې د اتاق د سوداګریز بهیر هم پکښې رانغښتل شوی دی.
د برېښنالیک له لارې د مزایدو سندونو ته په وړیا توګه لاسرسۍ او همدارنګه د مزایدو ویب پاڼې ته www.kabul-tenders.org د شخصي کارونکي نوم په درلودلو سره لاسرسۍ.
په نورو بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان د ویزې د ترلاسه کولو لپاره ستاسو د شرکت له رئیس او مرستیال سره مرسته؛
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونی د اتاق په میاشتنۍ مجله کې د سوداګریزو اعلانونو د خپرولو په برخه کې د ۵۰٪ کمښت ترلاسه کول؛

نوت: بهرني وګړي د هېواد نورو وګړو په شان کولای شي چې پرته له دې چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونی اتاق په ټاکنو کې د ګډون له حق څخه  د پورته یاد شویو ټولو ګټو څخه برخمن شي.

د نړیوال غړیتوب د ترلاسه کولو لپاره اړین سندونه (بهرنیو شرکتونو لپاره):
- د سوداګریز جواز سکن شوی کاپي
- د پاسپورت سکن شوی کاپي
- د اړتیا په صورت کې اړوند سندونه

څرنګه د اتاق غړیتوب تر لاسه کولای شم؟
تاسې کولای شئ چې د غړیتوب د اخیستلو فورم په آنلاین بڼه ډک کړی او یا د خپل غړیتوب فورم کولای شئ پرنټ او membership.director@acci.org.af ته یې و استوئ، موږ به په درې وځو کې له تاسو سره اړیکه ټینګه کړو.
د هر ډول پوښتنې د رامنځته کېدو په صورت کې کولای شې چې زموږ د غړیتوب له مسؤل ټیم سره په 0781225456 شمیره په اړیکه کې شئ.