افغانستان د څلورو خواو په وچې پورې تړلی او د اقتصادي پلوه يو صنعتي هېواد هم دی. له دې کبله زموږ د هېواد د صادراتو ډېره برخه کرنيز او خام معدني مواد دي. ددې وضعيت په پام کې نيولو سره، د هېواد صادرات د وارداتو په پرتله ډېر کم دي.  سره له دې، چې په دې وروستيو څو کلونو کې د هېواد صادراتو د وارداتو په نسبت وده کړې او ډېر شوي دي.  د افغانستان ډېری صادرات د لومړنيو توکو او له پروسس پرته هغه هم د ګاونډيو هېوادونو له لارې صادرېږي. په پای ددې صادراتو ډېره ګټه ګاونډيو هېوادونو ته رسېږي او په ځينو مواردو کې دې صادراتو ته ځني خنډونه هم را ولاړېږي.

بهرنيو هېوادونو ته د افغانستان صادراتي توکي عمدتاَ وچه  او تازه ميوه، طبي بوټي، غالۍ، پوستکی، لاسي صنايع، قيمتي او نيمه قيمتي ډبرې او يو شمېر نور توکي دي، چې د هېواد د وارداتو په پرتله ډېر کم او د مقايسې وړ نه دي.

تر هغې، چې سوداګر او داخلي توليدوونکي نړيوال بازارونه ښه ونه پېژني،  د نړېوالو معيارونو سره سم د صادراتي توکو بسته بندي ونه شي او د دولت له خوا د صادروونکو لپاره د مالياتو په برخه کې د پام وړ  اسانتياوې برابرې نه شي، افغانستان نه شي کولی  د سوداګرۍ په برخه کې په نړيواله او سيمه ييزه کچه کوم خاص ځای تر لاسه کړي.


اوسمهال د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق صنعتکارانو او خصوصي پانګوالو ته د خدماتو د وړاندې کولو تر څنګ هغوی سره د مبدأ د سند ( د آف اوريجن سرټيفيکيټ) د A فورمې  او  بېجک (Invoice)، د لازمو سلا مشورو ورکولو او  د سوداګرو ټولو ستونزو ته د رسېدنې لپاره په هېواد کې دننه او له هېواده بهر د افغانستان د صنايعو او صادراتو څانګې سره مرسته کوي. دا اداره توانېدلې، چې د هېواد د صادراتي توکو د ترويج په برخه کې هم د پام وړ ګټور ګامونه پورته کړي. له دې کبله تر هغه وخته، چې لاندې مواردو د دولت له خوا په پام کې  ونه نيول شي د افغانستان صادرات به نړېوال نه شي.