د ډله ایزو ادارو ثبت کول

هغه ادارې چې ثبت کیدی شي:

۱. د متشبثینو اتحادیې او فدراسیونونه چې په مرکز او ولایتونو کې فعالیت کوي.

۲. هغه کوپراتیفونه چې په مرکز او ولایتونو کې فعالیت کوي.

۳. د سوداګرۍ او صنایعو ګډ اتاقونه یا د سوداګرۍ ګډې شورا ګانې.

۴. د سوداګرۍ او صنایعو اتاقونو استازولۍ، د سوداګرۍ شوراګانو، اتحادیو او د بهرنیو هېوادونو د سوداګریزو اتحادیو استازیتوب چې په افغانستان کې فعالیت کوي.

وړ کسان:

  • حقیقي او حقوقي شخصیتونه چې د افغانستان تابعیت ولري.
  • هغه بهرني اتباع چې د افغانستان د کار جواز، د سوداګرۍ اجازه، یا د پانګونې اجازه لري.

اړین اسناد:

۱. د راجسټریشن سند ترلاسه کولو او یا نوي کولو لپاره د غوښتنلیک ډکول (د فعالیت جواز).

۲. د بنسټ ایښودونکو غړو په تصویب سره د اتحادیې اساسنامه.

۳. د ضمیمه شوي جدول سره سم د بنسټ ایښودونکو غړو لیست وړاندې کول، چې لږترلږه ۱۰ کسان وي.

۴. د ضمیمه جدول سره سم د بورډ غړو لیست وړاندې کول، چې لږترلږه ۳ کسان وي.

۵. د ضمیمه جدول سره سم د اجرایوي بورډ د غړو لیست وړاندې کول (که شونی وي).

۶. د بنسټ ایښودونکو او مدیره پلاوي غړیو د تذکرو یا پاسپورټ کاپي.

۷. د بنسټ ایښودونکو غړو، بورډ غړو او د ادارې نورو غړو د سوداګرۍ، پانګونې یا صنفي فعالیت جواز کاپي.

۸. د پاسپورت کاپي او د عامل پلاوي د غړو د کار جواز کاپي (که دوی بهرنيان وي).

۹. د عامل پلاوي د غړو د تذکرې یا پاسپورټ کاپي (که دوی کورنيان وي).

۱۰. د ادارې د ټولو غړو لیست وړاندې کول (د راجیسټریشن یا ثبت سند نوي کولو پرمهال).

۱۱. د مالي راپور په ګډون د کلنيو فعالیتونو او دندو د راپور وړاندې کول (د راجیسټریشن یا ثبت سند نوي کولو پرمهال).

۱۲. د ادارې نښان یا لوګو او تعریف يې.

۱۳. د ادارې د ټاپې نمونه.

یادونه:

- پورتني ټول اسناد له نهايي کېدو مخکې په الکترونیکي بڼه باید اتاق واستول شي، ترڅو د تېروتنو په صورت کې اصلاح شي.

- د بزګرانو کوپراتیفونه او د مسلکي ښځو سوداګریزې اتحادیې له پورتنیو اسنادو څخه مستثنی دي او یوازې د اسنادو چمتو کول (د تذکرې کاپي) بسنه کوي.

د اسنادو طی مراحل او د ثبت/راجسټریشن مراحل

  • د بشپړو اسنادو له وړاندې کولو وروسته، د اتاق مسؤلین به د ادارې دفتر ته مراجعه کوي او خپل راپور به د اتاق مسؤل کمیسیون ته وړاندې کوي (که چیرې اداره په ولایتونو کې موقعیت ولري، نو ولایتي اتاق مکلف دی چې دا کار ترسره کړي.)
  • ټول هغه اسناد چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لخوا چمتو شوي دي په ټاکلي وخت کې د کره کیدو وروسته، نهايي کیږي.

د نوم لیکنې د بهیر موده:

  • د وروستيو او نهايي اسنادو له سپارلو وروسته له 3 څخه تر 5 رسمي ورځو پورې.

د راجسټریشن سند ترلاسه کولو لپاره د غوښتنلیک وخت:

  • په ټاکل شوې ورځ یا رسمي ورځو کې.

د راجسټریشن کلنې فیس:

د راجسټریشن فیس باید هر کال تادیه کړی شي او دا د نوي تاسیس شويو او پخوانیو ادارو لپاره یو شان دی چې په لاندی ډول دی.

شمیره

د ډله ایزو یا غړیو ادارو

د راجسټریشن کلنی فیس په افغانیو

۱

  سوداګریزې اتحاديې (متشبثین) او کوپراتیفونه

۵۰۰۰

۲

  اتحاديې او سوداګریز فدراسینونه (متشبثین)

۱۰۰۰۰

۳

  ګډ سوداګریز اتاقونه او یا ګډې سوداګریزې (تشبثاتي) شوراګانې

۲۰۰۰۰

۴

  بهرنۍ استازولۍ (د سوداګرۍ اتاق، د سوداګرۍ شورا، اتحادیه او داسی نور)

۲۵۰۰۰۰

 

تاسو کولی شئ د نوم لیکنې فورمه له دې ځایه ډاونلوډ کړئ، یا د نورو معلوماتو لپاره، 0781225456 ته زنګ ووهئ یا بریښنالیک: membership.director@acci.org.af