دولت سره د اړیکو او حقوقي خدمتونو آمریت

دغه آمریت د ښو او حسنه اړیکو له لارې چې له دولتي ارګانونو سره یې ساتلي دي، تل هڅه کوي چې د ګټورو اقتصادي پالېسیو په وړاندې کولو او په دولتي اقتصادي کمېټو، له ولسمشر سره د کلنۍ غونډې په تدویر او د اتاق د غړو د اداري چارو د چټکتیا په موخه دولتي ادارو ته د مکتوبونو د صدور سره د هېواد د سوداګرو او صنعتکارانو د چارو په وړاندې شته ستونزې حل کړي.


 له دې سربیره دغه آمریت د اتاق د تخصصي کمېټو چې د خصوصي سکتور له فعالانو تشکیل شوي دي، د خصوصي سکتور د فعالیتونو پر مخ پرتې ستونزې مشخص کوي او وړاندیزونه یې دولتي مراجع ته انعکاس کوي.
د اتاق تخصصي کمېټې په لاندې ډول دي:

  1. د صنایعو کمېټه
  2. د صادراتو کمېټه
  3. د وارداتو کمېټه
  4. د کسبګرو کمېټه
  5. کانونو کمېټه
  6. د ښځینه کسبګرو کمېټه
  7. د زراعت، مالدارۍ او حیواني محصولاتو کمېټه
  8. د ټرانزیټ، ټرانسپورټ او بار چلونې کمېټه
  9. ساختماني او سرک جوړولو کمېټه
  10. د درملو او طبي تجهیزاتو کمېټه
  11. د بانکي خدمتونو کمېټه
  12. د صرافۍ خدمتونو کمېټه
  13. د هوایي ټرانسپورټ خدمتونو کمېټه
  14. د نفت او گازو کمېټه
  15. د رسنیو کمېټه
  16. د معدني موادو او منرالونو (مرمر ډبرو) کمېټه
  17. ټوریسټي (ګرځندوی)، حج او زیارت کمېټه
  18. د روغتیایي خدمتونو کمېټه
  19. د ښوونې او روزنې کمېټه
  20. د غالیو د تولید او صادراتو کمېټه
  21. د نړیوالو اړیکو کمېټه
  22. د سوداګرۍ د خدمتونو د پراختیا کمېټه
  23. د لوړو زده کړو کمېټه
  24. له مستهلکینو ملاتړ کمېټه
  25. نورم او سټنډرډ کمېټه