د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د اجرائیه کمیټې فوق العاده ناسته، د اتاق د عمومي رئیس ښاغلي الحاج سیدکریم هاشمي په مشرۍ، او د پانګونې مرستیال، د پالیسي او د دولت سره د اړیکو مرستیال، د ولایاتو چارو مرستیال او مالي رئیس، په ګډون د اتاق په مرکزي دفتر کې ترسره شوه.
 
دغه ناسته چې د نن ورځې ماسپښین کې ترسره شوه، د هېواد د خصوصي سکتور اړوند بېلابېلو موضوعاتو په هکله هر اړخیز بحث وشو، او په پای کې د یادو موضوعاتو د رفع کولو په موخه لازم اقدامات وشول.
 
 
چهارشنبه، د تلې ۹مه، ۱۴۰۴
 
 

ښاغلي محمد ولي امیني، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي رئیس، د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو له ګڼ شمېر صادرونکو سره د اتاق د کنفرانسونو په تالار کې وکتل او د دوی ستونزې یې واورېدې.
صادرونکو د خپلو ستونزو په اړه وویل چې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو صادرات بهر ته بند شوي او همدارنګه د مارکېټ لیږد د کابل ښار حومو ته د دوی کاروبار اغېزمن کړی دی.
هغوی له ښاغلي امیني څخه وغوښتل چې اتاق دې د اړوندو دولتي ادارو سره په همغږۍ کې د دغو ستونزو د حل لپاره جدي هڅې وکړي.
ښاغلي امیني، د صادرونکو د ستونزو تر اورېدو وروسته، اړین وړاندیزونه د یاد سکتور د سوداګرو د منسجم کولو او د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د صادراتو د زیاتوالي لپاره نړیوالو مارکېټونو ته وړاندې کړل او د اتاق له لوري یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ هم ورکړ.
 
شنبه، د تلې ۱۲مه، ۱۴۰۴

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د رهبري پلاوي غړي، ښاغلي: آرين زلګی عظیمي د پانګونې مرستيال، عنايت الله صدیق‌زي د خدماتو مرستيال، ميرا جان سليمان خيل د پالیسي او د حکومت سره د اړیکو مرستيال، او ذبیح الله عمرخيل دارالانشای رئیس، د يو شمېر لوړ پوړو حکومتي چارواکو او د هېواد د نامتو سوداګرو په شتون کې، د صنايعو او کانونو د اتاق د نوې مشرتابه د معرفۍ په مراسمو کې چې په کابل ګرند هوټل کې ترسره شول، ګډون وکړ.
 
ښاغلي محمد ولي امیني، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل رئيس، د اتاق په استازيتوب د افغانستان د کانونو د اهميت او په ملي اقتصاد کې د کانونو د مثبتو اغېزو په اړه وينا وکړه او زياته يې کړه: افغانستان د لويو کانونو او بډایو طبيعي زېرمو په لرلو سره د سيمې په کچه مخکښ هېواد ګڼل کېږي، چې د حکومت له لوري د معیاري استخراج ملاتړ کولای شي د هېواد د اقتصادي ودې او د هېوادوالو لپاره د کارموندنې په برخه کې مهم رول ولوبوي. نوموړي صنعت او سوداګري د يو بل ممد وبلل او د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د صنايعو او کانونو اتاق ترمنځ همکاري یې د سوداګرۍ د پراختيا او د پانګونې د جلبولو لپاره مهمه وبلله.
 
 
 
يکشنبه، د تلې ۶مه، ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق، د هېواد د سوداګرۍ د پراختیا، د کورنیو محصولاتو د معرفي کولو، د صادراتو د زیاتوالي او د پانګه‌والو د هڅونې په موخه، د افغانستان ملي او نړېوال نندارتون مرکز سره د امام ابوحنیفه (رح) د څلورم ملي او نړېوال نندارتون د ترسره کولو تړون لاسلیک کړ.
په دې نندارتون کې به د تولیدي، سوداګریزو او خدماتي سکتورونو استازي — لکه کرنه، صنعت، غالۍ، کانونه، روغتیا، بانکداري، لاسي صنایع، ماشین‌آلات، ترانسپورت، لوژستیک، ساختماني، مخابرات، تحصیلات او نور کورني او بهرني سکتورونه — خپل محصولات د اوو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې کړي.
یاد تړون د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل رئیس‌ ښاغلي محمد ولي امیني او د افغانستان ملي او نړېوال نندارتون د مرکز د رئیس ښاغلي مولا له خوا، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني اتاق د خدماتي چارو مرستیال ښاغلي الحاج عنایت‌الله صدیق زي په حضور کې، د اتاق د کنفرانسونو په تالار کې لاسلیک شو.
 
یکشنبه د تلې۱۳مه، ۱۴۰۴
 

ښاغلی آرین زلگی عظیمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پانګونې مرستیال، «د افغانستان د سوداګرۍ د پرمختګ او د اړیکو د رامنځته کولو په نړیواله غونډه کې چې په ترکیه، استانبول ښار کې جوړه شوې وه، آنلاین ګډون وکړ.
 
ښاغلي عظیمي د خصوصي سکتور د ستونزو او لاسته راوړنو په اړه د څو کلونو په اوږدو کې خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د افغانستان سوداګري د څو هېوادونو سره د پخوا په پرتله ښه شوې او د منځنۍ آسیا له هېوادونو څخه د اروپايي هېوادونو پر لور د افغان سوداګریزو توکو لپاره نوې لارې پرانیستل شوې دي.
نوموړي همدارنګه یادونه وکړه چې د افغانستان اوسنی حکومت د پانګه‌والو لپاره سوداګریزو اسانتیاوو ته پام کړی دی.
ښاغلي عظیمي د افغان سوداګرو او د بېلابېلو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د ګډو پانګونو په ځانګړې توګه د انرژۍ د تولید او نورو اقتصادي سکتورونو په برخه کې خبرې وکړې او د افغانستان سوداګري یې له نورو هېوادونو سره په پراختیا کې وبلله. نوموړي د هېواد پر کچه د امنیت ټینګښت او په ادارو کې د فساد له منځه وړل یې د ګډو پانګونو لپاره ښه موقع وګڼله.
 
 
شنبه، د تلې ۵مه، ۱۴۰۴
 
 

ښاغلي میراجان سلیمانخېل، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پالیسي او د حکومت سره د اړیکو مرستیال، له ښاغلي انجنیر سیادت، د ایران – افغانستان د ګډ سوداګرۍ اتاق له رئیس او یو شمېر افغان سوداګرو سره په مشهد کې وکتل.
په دې ناسته کې، دواړو لورو د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا، د ګډو تجارتي غونډو او نندارتونونو د جوړولو په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي سلیمانخېل د اتاق د فعالیتونو او پروګرامونو یادونه وکړه، چې موخه یې د خصوصي سکتور وده او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د تجارتي راکړې ورکړې زیاتوالی دی، او د اتاق بشپړ ملاتړ یې له ټولو اقتصادي فعالیتونو څرګند کړ.
ښاغلي سیادت د اقتصادي همکاریو پراختیا، د تجارتي اړیکو پیاوړتیا، ګډو پانګونو او د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ د کچې د لوړوالي پر اهمیت ټینګار وکړ.
 
سه‌شنبه، د تلې ۱۵مه، ۱۴۰۴
 

مقالات دیگر...