د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د دارالانشا رئیس خان محمد سرفراز باز، د ننګرهار د اتاق رئیس عتیق‌الله مومن‌زاده، د افغان-پاک ګډ اتاق اجرائیه رئیس نقیب‌الله صافي او یو شمېر سوداګرو، له ښاغلي نورالدین عزیزي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست وزیر سره ولیدل او د افغان سوداګرو د ستونزو په اړه یې بحث او نظرونه تبادله کړل.
 
ښاغلي سرفراز باز، د هغو وارداتي توکو د بندېدو ستونزه یاده کړه چې د هند څخه اخیستل شوي او د واګه او کراچۍ بندرونو کې بند پاتې دي، او له ښاغلي وزیر نه یې وغوښتل چې د پاکستان له اړوندو ادارو سره په همغږۍ د یادو توکو د خوشې کولو په برخه کې همکاري وکړي.
ښاغلي عزیزی د خان محمد سرفراز باز او نورو سوداګرو تود هرکلی وکړ، د دوی خبرې یې واورېدې او ډاډ یې ورکړ چې د بند پاتې مالونو د خوشې کولو په برخه کې به هر اړخیزه همکاري کوي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د حکومت اړوندو ادارو د هڅو په پایله کې، پرون د پاکستان حکومت ژمنه وکړه چې د واګه بندر به د افغانستان د ټولو صادراتي توکو لپاره پرانیزي.
 
 
 
 
 
پنج‌شنبه، د غویی ۱۱مه، ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي غړي او د افغان-پاک ګډ اتاق رئیس ښاغلي خانجان الکوزي، د ښاغلو میرزمان پوپل د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال سرپرست، عتیق‌الله مومن‌زاده د ننګرهار د اتاق رئیس، او همایون خواجه‌زاده د کابل د اتاق تجارتي مرستیال په حضور کې د هېواد له یو شمېر واردونکو سره ولیدل او د هغوی ستونزې یې واورېدې.
 
واردونکو خپل اساسي مشکلات د هغو هندي مالونو د بند پاتې کېدو په اړه چې د واګه او کراچۍ بندرونو کې یې وارد کړي یاد کړل، او د اتاق له مشرتابه یې غوښتنه وکړه چې د اړوندو حکومتي ادارو سره د همغږۍ له لارې د یادو مالونو د خلاصون لپاره له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.
ښاغلي پوپل د ناستې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویلو او څرګنده یې کړه چې اتاق د افغان سوداګرو د مالونو د خلاصون لپاره له کراچۍ او واګه بندرونو څخه هڅې کړي دي، همداراز له هوایي شرکتونو او د چابهار بندر له مسوولینو سره یې هم لیدنې کړي دي، څو افغان سوداګریز توکي خوندي هند ته انتقال شي. نوموړي ډاډ ورکړ چې اتاق به د واردونکو له ستونزو سره د حل لپاره هر اړخیزه همکاري کوي.
ښاغلي الکوزي د واردونکو ستونزې واورېدې او د پاکستان له سفیر ښاغلي عبیدالله نظاماني سره یې د تلیفوني خبرو له لارې دا ستونزې شریکې کړې، او ورڅخه یې وغوښتل چې سیاست له سوداګرۍ بېل کړي. هغه وویل، افغانستان او پاکستان د منځنۍ آسیا او جنوبي آسیا د ترانزیت ګډه نقطه ده او د پاکستان دا ډول اقدامات کولای شي د سیمې ترانزیټ ته جدي زیان ورسوي.
ښاغلي نظاماني ډاډ ورکړ چې د افغان خصوصي سکتور ستونزې به له پاکستاني چارواکو سره شریکې کړي او د مالونو د خلاصون لپاره به نورې هڅې هم وکړي.
 
 
 
 
 
چهارشنبه، د غویی ۱۰مه، ۱۴۰۴
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي، ښاغلي محمد يونس مهمند د اتاق لومړی مرستيال، سيد جاويد برهان د مشرتابه پلاوي د بهرنيو اړيکو رئيس، سلطان محمد صافي، ضياءالدين اچکزی او جان آقاى صادقي د مشرتابه پلاوي غړي، ايران هېواد ته د خپل سفر پر مهال د افغانستان د سفير، سوداګرو او پانګوالو په ملتيا د ايران د اسلامي جمهوريت د صادراتي وړتياوو د اووم نندارتون د پرانيستې مراسمو کې ګډون وکړ. ياد نندارتون د دغه هېواد د توليدي محصولاتو د معرفي لپاره جوړ شوی و.
 
ښاغلي مهمند د ايران د توليدي محصولاتو له غرفو څخه د ليدنې پر مهال د افغانستان د پانګونې اوسنۍ فرصتونه ايراني سوداګرو ته مفصل تشريح کړل او دغه ډول نندارتونونه يې د صادراتو د زياتوالي او د توليدي محصولاتو د معرفي لپاره مهم وبلل. نوموړي له ايراني سوداګرو وغوښتل چې د افغانستان له اوسني فرصتونو څخه ګټه واخلي او له افغان سوداګرو او پانګوالو سره په ګډه د هېواد په بېلابېلو اقتصادي سکتورونو کې پانګونه وکړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د دې سفر پر مهال د ايران د صنعت او سوداګرۍ له وزير او د سوداګرۍ د پراختيا د سازمان له رئيس سره هم کتلي، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو اړيکو د پراختيا په اړه يې خبرې وکړې. هغوی د ايران د ذوب‌آهن له توليدي فابريکو هم ليدنه وکړه او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ د ګډو سوداګريزو ناستو او نندارتونونو پر جوړېدو يې ټينګار وکړ.
مشرتابه پلاوي ايراني پانګوال وهڅول چې د امام ابوحنيفه (رح) په نوم د ملي او نړيوال نندارتون په څلورمه دوره کې، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له خوا او د کورنيو او بهرنيو شرکتونو په ګډون په کابل ښار کې جوړېږي، د تېر کال په څېر پراخ ګډون وکړي.
 
 
 
 
 
 
دوشنبه، د غویی ۸مه، ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال ښاغلی محمد یونس مهمند، د مشرتابه پلاوي د غړو ښاغلي سلطان محمد صافي او جان آقا صادقي په حضور کې، د ایران د صادراتو د اووم نندارتون په دویمه ورځ له ګڼ شمېر ایراني سوداګرو او پانګوالو سره ولیدل او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ د ګډو پانګونو په اړه یې بحث وکړ.
 
ښاغلي مهمند، افغانستان د پانګونې لپاره ښه فرصت وباله او له ایراني سوداګرو یې وغوښتل چې په ځانګړې توګه د کانونو، برېښنا تولید او کرنې میکانیزه کولو برخو کې له افغان سوداګرو سره ګډې پانګونې وکړي.
نوموړي د نندارتونونو جوړېدل د کورنیو تولیداتو پېژندنې او د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراخېدو لپاره مهم وبلل. هغه د اتاق د عامل پلاوي مسؤولینو ته سپارښتنه وکړه چې سترې ایراني کمپنۍ وپیژني او د امام ابو حنیفه (رح) د څلورم ملي او نړیوال نندارتون د ګډون لپاره وهڅوي.
همداراز، د اتاق مشرتابه پلاوي د افغان سوداګرو په ملتیا د ایران د سوداګرۍ او صنایعو له رئیس او غړو سره هم وکتل او د سوداګریزو اړیکو د ښه والي په موخه یې بحث او نظریات تبادله کړل.
د ایران د سوداګرۍ او صنایعو رئیس د دواړو هېوادونو ترمنځ پر شته فرصتونو د تمرکز ترڅنګ، د خصوصي سکتور ترمنځ ګډو پانګونو ته د اقتصادي اړیکو د پراخېدو کلیدي رول ورکړ. نوموړي د دواړو اتاقونو ترمنځ د همکارۍ د یو تفاهملیک جوړول د ستونزو د حل او د سوداګرۍ د پراخوالي لپاره مهم وبلل.
ښاغلي مهمند، ایران د افغانستان لپاره د ګډ تجارت او ترانزیت شریک یاد کړ او د افغانستان بازارونه یې د ایراني صادراتو لپاره مناسب وبلل. نوموړي دا هم یادونه وکړه چې افغان سوداګر د ایران د دولتي ادارو لخوا د خپلو بانکي حسابونو له محدودیتونو سره مخ دي، او له ایراني لوري یې وغوښتل چې دغه ستونزې حل کړي تر څو افغان پانګوال وهڅول شي چې په ایران کې هم پانګونه وکړي.
د اتاق پلاوي او افغان سوداګرو د دې سفر پر مهال د خراسان رضوي او خراسان جنوبي د سیاحتي ارزښتیزو زنځیرونو له برخو هم لیدنه وکړه.
 
 
 
 
چهارشنبه، د غویی ۱۰مه ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي ښاغلیو: سید جاوید برهان د اتاق د مشرتابه پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس، خانجان الکوزی د مشرتابه پلاوي غړی او د افغان-پاک ګډ اتاق رئیس، ضیاءالدین اچکزی د مشرتابه پلاوي غړی او میرزمان پوپل د اتاق د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال سرپرست، له ښاغلي محمد هارون شمس، د شمس لندن اکاډمۍ د مکتبونو له مؤسس سره لیدنه وکړه او د یادو مکتبونو د مسؤلینو د ښو خدماتو او د هېواد د ماشومانو د پوهې د کچې د لوړوالي لپاره د هغوی د هڅو قدرداني وکړه.
 
ښاغلي هارون شمس، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د رهبري پلاوي له خوا د تقدیر له امله مننه وکړه او د شمس لندن اکاډمۍ د فعالیتونو په اړه یې د اتاق رهبري ته معلومات ورکړل. همداراز یې ډاډ ورکړ چې د هېواد د ماشومانو لپاره به د لا غوره تعلیمي او تحصیلي خدماتو په برخه کې خپلې هڅې لا زیاتې کړي.
 
 
 
 
 
 
شنبه، د غویی ۶مه، ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق لومړی مرستیال، سید جاوید برهان، د مشرتابه پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس، سلطان محمد صافي، ضیاالدین اچکزی او جان آقا صادقي د مشرتابه غړي د ایران اسلامي جمهوریت ته د سفر په ترڅ کې، د یاد هیواد د صادراتي ظرفیتونو د اووم نندارتون په څنډه کې د خصوصي سکتورونو ترمنځ په سوداګریزه ناسته کې ګډون وکړ.
 
په دې سفر کې نوموړی پلاوی د افغانستان اسلامي امارت د سفیر مولوي فضل محمد حقاني، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د معین مولوي صدر اعظم عثماني، او یو شمېر افغان سوداګرو او پانګوالو له خوا ملتیا کېده.
په یاد سوداګریزه ناسته کې د ایران له لوري ښاغلي ډاکټر عثمان سالاري، د اسلامي شورا د قضايي کمیسیون غړی، ښاغلی توکلي، د صنایع او معادن د پارلماني کمیسیون غړی، ډاکټر رسولیان، د خواف د اوسپنې د ډبرو د شرکت رئیس، او یو شمېر ایراني سوداګر او پانګوال حاضر ول.
ښاغلي توکلي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د یاد نندارتون او د ایران او سیمې هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر اهمیت خبرې وکړې او د تجارتي اړیکو د لا پراخوالي غوښتنه یې وکړه.
مولوي عثماني د ایران د حکومت د سکتوري مسؤلینو له هڅو څخه مننه وکړه، دا ډول نندارتونونه یې د سیمه‌ییزې سوداګرۍ لپاره یو ښه فرصت وباله او ډاډ یې ورکړ چې د ایرانی سوداګرو لپاره به په افغانستان کې د سوداګرۍ اسانتیاوې برابرې کړي.
ښاغلي مهمند د ایران د چارواکو له لوري د افغانستان سره د تجارتي اړیکو د پراختیا په موخه د شویو ژمنو یادونه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې دغه ژمنې دې عملي شي. نوموړي ایران د افغانستان یو ښه دوست او د دیني او فرهنګي مشترکاتو درلودونکی هېواد یاد کړ او دا هیواد یې د ترانزیت لپاره د وصل نقطه وباله.
نوموړي د چابهار بندر د افغانستان پر صادراتي مالونو د اسانتیاوو پر زیاتوالي ټینګار وکړ او له ایراني چارواکو یې وغوښتل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د ستونزو په حل کې لا زیاتې هڅې وکړي، ترڅو خصوصي سکتورونه وکولای شي په امن فضا کې خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.
ښاغلي مهمند د افغانستان د حکومت د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا برادر آخند د وروستي سفر یادونه وکړه، چې په ترڅ کې یې له ایران سره د دوو کمیسیونونو پر جوړېدو موافقه شوې وه، او غوښتنه یې وکړه چې د دغو کمیسیونونو طرحې عملي شي.
د اتاق لومړي مرستیال، د افغانستان اوسني شرایط د پانګونې لپاره مناسب وبلل او ټول ایراني سوداګر یې د "امام ابو حنیفه (رح)" په نوم په کابل کې د اتاق له خوا جوړېدونکي څلورم ملي او نړیوال نندارتون ته د ګډون لپاره وهڅول. هغه له ایراني چارواکو وغوښتل چې د افغانستان پر صادراتي مالونو باندې ترجیحي تعرفې وټاکي، ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري نوره هم زیاته شي.
 
 
 
 
 
سه‌شنبه، د غویی ۹مه، ۱۴۰۴
 
 

مقالات دیگر...