ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، د ښاغلي مولوي غوث الدین رهبر، د فراه والي، ښاغلي میرزمان پوپل، د اتاق د مالي او اداري مرستیال سرپرست، ښاغلي دین محمد نعمتي، د فراه ولایت د اتاق رئیس، ښاغلي غلام یحیی پښتون، د هلمند د اتاق رئیس، او د سوېل لوېدیځې حوزې د سوداګرو او پانګه‌والو په شتون کې، د ایران د اسلامي جمهوریت له لوړپوړي اقتصادي پلاوي سره، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د سرحدي سوداګرۍ او ترانزیټي اسانتیاوو، او ګډو پانګونو په اړه بحث او خبرې وکړې.
 
یاده ناسته چې د فراه ولایت د مقام په تالار کې ترسره شوه، د ایران له لوري پکې ښاغلي سید رسول مهاجر، د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي دیپلوماسۍ مرستیال، ښاغلی سید محمد رضا هاشمي، د خراسان جنوبي والي، ښاغلی بهرامي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا رئیس، او ښاغلی بیګدلي، په افغانستان کې د ایران سفیر، ګډون کړی و.
ایراني چارواکو د خپلو خبرو پر مهال، د ایران او افغانستان، په ځانګړې توګه د سرحدي ولایتونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراخېدو، د ګډو اقتصادي غونډو د جوړېدو، د خراسان جنوبي او فراه ترمنځ د سوداګریزو پلاویو د سفرونو، د میل ۷۸ سړک د بشپړېدو، د برېښنا په برخه کې د ګډو همکاریو، د کانونو په برخه کې د پانګونې، د ختیځ – لویدیځ ترانزیټ د پیاوړي کولو، افغانستان ته د آزادو اوبو اسانه لاسرسي، د ترانسپورت همکاریو، او د استوګنځایونو د جوړولو کې د خصوصي سکتور د مشارکت ټینګار وکړ.
ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان او ایران ترمنځ د ملي ګټو پر بنسټ د سوداګرۍ او اقتصاد د اړیکو پر پراخېدو ټینګار وکړ او د افغان سوداګرو یو شمېر ستونزې یې د ایران پر پوله مطرح کړې. نوموړي له ایران څخه د افغانستان د صادراتي توکو د ترانزیټ لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو غوښتنه وکړه او همداراز یې د چابهار په آزاد زون کې د افغان سوداګرو لپاره د اسانتیاوو غوښتنه وکړه، ترڅو افغان سوداګر وکولای شي له دې لارې خپل صادرات او واردات زیات کړي.
د فراه والي، د خپلو خبرو پر مهال د دواړو هېوادونو د ښو اړیکو، د بندر عباس له لارې د سوداګرۍ د اسانتیاوو، د میل ۷۸ سړک د بشپړېدو، د ناروغانو د درملنې برخه کې د ایران همکارۍ، او د افغانستان د کرنې او کانونو د استخراج په برخو کې د افغانستان د نافذو قوانینو له مخې د همکاریو پر اهمیت ټینګار وکړ.
 
 
 
 
 
شنبه، د وري ۲۳مه، ۱۴۰۴
 

ښاغلي محمد انور عارفي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي د پالیسۍ او تخنیکي چارو مرستیال، د ښاغلي عبدالمتین غالب، د اتاق د نړیوالو اړیکو د څانګې مسؤل په حضور کې، له ښاغلي لي میخایل، د قزاقستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق له لوړپوړي سلاکار سره، آنلاین لیدنه وکړه او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د ګډو پانګونو په اړه یې بحث او نظریات تبادله کړل.
 
ښاغلي عارفي، قزاقستان د آسیا یو له سترو خوړو تولیدوونکو او صادروونکو هېوادونو څخه وباله او له نوموړي یې وغوښتل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې پراخوالي ته پاملرنه وکړي او د قزاق سوداګر وهڅوي، چې په افغانستان کې ګډو پانګونو ته زړه ښه کړي. نوموړي، د افغان سوداګرو د پیسو د انتقال ستونزه قزاق سوداګرو ته او همدارنګه د قزاق سوداګرو له خوا د توکو نه لېږد افغان سوداګرو ته، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ له عمده خنډونو څخه وبلله او زیاته یې کړه، چې د قزاق سوداګرو دا ډول کړنې کولای شي د دواړو لورو ترمنځ پر سوداګرۍ او باور منفي اغېز وکړي.
د پالیسۍ مرستیال وویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراخوالی د قزاقستاني بانکونو له خوا د پیسو د انتقال اسانتیاوو رامنځته کولو پورې اړه لري. هغه له د قزاقستان د سوداګرۍ اتاق له لوړپوړي سلاکار څخه وغوښتل چې د افغان سوداګرو د پیسو انتقال، د قزاقستان په نندارتونونو کې د افغان سوداګرو لپاره د غرفو د کرایو کمښت، د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د تجارتي ناستو جوړېدل، او د افغانستان او قزاقستان د اتاقونو ترمنځ د اړیکو د لا ښه والي په برخه کې پراخې همکارۍ وکړي، تر څو د دواړو لورو مشرتابه وکولای شي د سوداګرۍ د ستونزو د حل لپاره لازم تصمیمونه په ګډه ونیسي.
ښاغلي میخایل، په افغانستان کې په بېلابېلو سکتورونو کې د قزاق سوداګرو د پانګونې د چمتووالي یادونه وکړه او د افغان سوداګرو ستونزو د شریکولو او د دواړو اتاقونو ترمنځ د تجارتي ستونزو د حل په موخه د ګډو ناستو د جوړولو په برخه کې د خپلې هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
 
 
 
 
 
شنبه، د ۱۴۰۴ کال د وري ۲۰مه
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي سره، د ایران اسلامي جمهوریت د لوړپوړي اقتصادي پلاوي په فوق‌العاده سوداګریزه ناسته کې ګډون وکړ. دا ناسته د ایران لپاره د افغانستان د لوړپوړو دیپلوماتانو، د سکتوري ادارو رئیسانو، سوداګرو، پانګوالو او صنعتکارانو په حضور کې جوړه شوې وه.
 
ښاغلي مهمند د افغانستان پر اقتصادي وضعیت، د هرات ولایت پر سوداګریز او اقتصادي ارزښت، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ۹۴ کلنو فعالیتونو، د پانګونې پر موجودو فرصتونو او له ایران سره د سوداګرۍ د زیاتوالي په ځانګړي ډول په وروستیو کلونو کې، خبرې وکړې. نوموړي د اقتصادي اړیکو پراخېدو او د ګډو پانګونو پر اړتیا ټینګار وکړ.
هغه سرتاسري امنیت، د کوکنارو کښت بندیز او د حکومتي ادارو له فساد سره مبارزه د ګډو پانګونو او اقتصادي-زیربنایي پروژو د پلي کولو لپاره مناسب فرصتونه وبلل.
د بهرنیو چارو وزارت د هرات استازي د افغانستان د لوړ اقتصادي ظرفیتونو یادونه وکړه او څرګنده یې کړه چې د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا د اقتصادي ودې سبب کیږي.
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس ښاغلي محمد یونس قاضي‌زاده، د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د فرصتونو او ننګونو په اړه خبرې وکړې او څرګنده یې کړه چې د دواړو هیوادونو فعاله او معنا لرونکې ونډه اخیستنه به د خصوصي سکتور د لا ډېرې ودې لامل شي.
همداراز، په دې ناسته کې ښاغلو حمیدالله خادم، جان آقا صادقي، عبدالمتین قلندري، د غزني د اتاق رئیس، عبدالله دشتي، محمد ناصر امین، بشیر احمد بهادري، عبدالقدیر اکبري، غلام یحیی پښتون او د هرات د ترانسپورت ریاست استازي د دواړو هیوادونو د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې خپل نظرونه شریک کړل.
په پای کې، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي دیپلماسۍ مرستیال ښاغلي سید رسول مهاجر، د خراسان جنوبي والي ښاغلي سید محمد رضا هاشمي، د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي آسیا مدیر ښاغلي بهرامي، او د افغانستان لپاره د ایران سفیر ښاغلي بیګدلي، د هرات د خصوصي سکتور له طرحو هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې د سوداګریزو اړیکو پراخوالی او د پانګونې د اسانتیاوو رامنځته کول به د دواړو هیوادونو د اقتصادي ودې لپاره مهم رول ولوبوي.
 
 
 
 
 
 
جمعه، د ۱۴۰۴ د وري ۲۲مه،
 
 

ښاغلی محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، د خپل کاري سفر په ترڅ کې، له ښاغلي میرزمان پوپل، د اتاق د مالي او اداري مرستیال سرپرست، ښاغلي دین محمد نعمتي، د فراه ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس، د دې اتاق د مشرتابه غړو، ښاغلي غلام یحیی پښتون، د هلمند د اتاق رئیس، او د سوېل لوېدیځې حوزې له سوداګرو او پانګه‌والو سره یوځای، له ښاغلي مولوي غوث الدین رهبر د فراه والي، سره وکتل او د یادې حوزې د سوداګرو او پانګه‌والو ستونزو په اړه یې بحث او خبرې وکړې.
 
ښاغلي مهمند، د فراه ولایت مقام او د یاد ولایت له امنیتي ارګانونو څخه د خصوصي سکتور او سوداګرو د امنیت ټینګښت او اسانتیاوو برابرولو په برخه کې مننه وکړه او د فراه ولایت تجارتي، کرنیز او ترانزیټي اهمیت یې تشریح کړ. نوموړي د برېښنا کمښت او د فراه له مرکز څخه تر ایران پولو پورې د سړک خرابوالی لویې ستونزې یادې کړې او زیاته یې کړه چې د دې ولایت سوداګر د برېښنا تولید ته چمتو دي، خو د فراه د محلي مقاماتو همکاري غواړي.
نوموړي همداراز د اتاق د مشرتابه له هغو سفرونو یادونه وکړه چې بیلابیلو هېوادونو سره ترسره شوي، په ځانګړې توګه د صادراتو په برخه کې، او د فراه ولایت کرنیز رول یې د افغانستان د صادراتو لپاره مهم وباله.
د فراه ، هلمند او نمیروز ولایت مرستیال د اتاقونو رئیسانو، او د دې ولایتونو سوداګرو او پانګه‌والو، هر یو د خپلو ولایتونو د برېښنا کمښت، د کرنیزو محصولاتو لپاره د بازار نشتون، د کرنې په برخه کې د مسلکي کسانو کمښت، او له ایران سره د سرحدي ستونزو یادونه او د حکومت له‌خوا د لا زیاتو اسانتیاوو غوښتنه وکړه.
په فراه کې د تېلو واردوونکو سوداګرو شکایت وکړ چې د ایران په پوله د تېلو موادو کیفیت ټېسټ کېږي او سره له دې چې دوی د کیفیت لرونکي توکي واردوي، بیا هم د بې‌کیفیته موادو په توګه ردېږي.
ښاغلي میرزمان پوپل، د چابهار بندر له لارې هندوستان ته د افغانستان د صادراتو په اړه خبرې وکړې او دا بندر یې د وارداتو او صادراتو د زیاتوالي لپاره مهم وباله. هغه د ایران له‌خوا د قرنطیني ستونزو د حل غوښتنه وکړه، چې د افغانستان صادراتي توکي د ترانزیټ له لارې نورو هېوادونو ته لیږدول کیږي.
د فراه والي، د اتاق د لومړي مرستیال او له هغه سره د راغلو سوداګرو د راتګ هرکلی وکړ او د اتاق د مشرتابه پلاوي د خبرو او د سوداګرو د ستونزو تر اورېدو وروسته یې ژمنه وکړه چې د ولایت مقام به د یادو ستونزو د حل لپاره هر اړخیزه همکاري وکړي.
 
 
 
 
 
شنبه، د وري ۲۳مه، ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د نفتو او ګازو د سراسري اتحادیې د مرستیال، ښاغلي فیض احمد خافي په شتون کې، د خصوصي سکتور د ملاتړ ناستې په ترڅ کې د ترکیې له استازي ښاغلي حسین بوتسالي، په قطر کې د جرمني له سفیر ښاغلي رول او د انګلستان له استازي ښاغلي جاني سره وکتل.
 
په دې لیدنه کې د افغان سوداګرو لپاره د ویزو د ستونزو او له یادو هېوادونو سره د سوداګرۍ د پراختیا په اړه مفصل بحث او نظریات تبادله شول.
ښاغلي مهمند له ترکیې، انګلستان او جرمني سره د افغانستان د سوداګرۍ په پراختیا ټینګار وکړ او د یادو هېوادونو د سوداګرۍ اتاقونو ترمنځ یې همکاري مهمه وبلله. نوموړي څرګنده کړه چې افغان سوداګر د جرمني جوړو چپ لاسو موټرو ته لیوالتیا لري، خو د جرمني ویزې نه شتون د دوی لپاره ستونزې جوړې کړي دي.
همدارنګه، نوموړي د صادراتي مالونو د ترانزیت په برخه کې د ترکیې رول مهم وباله او د لا زیاتو سوداګریزو او ترانزیتي اسانتیاوو غوښتنه یې وکړه.
 
 
 
 
پنجشنبه، د ۱۴۰۴ لمریز کال د وري ۲۱مه
 
 

ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، فراه ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې، چې ښاغلی میرزمان پوپل، د اتاق د مالي او اداري مرستیال سرپرست اوحاجی غلام دنمیروزولایت داتا مرستیال یې ملتیا کوله، له ښاغلو: دین محمد نعمتي، د فراه ولایت د اتاق رئیس، ذکریا طاهر، د یاد اتاق مرستیال، او یو شمېر سوداګرو سره یې ولیدل او د دوی ستونزې یې واورېدې.
 
ښاغلي دین محمد نعمتي، د ښاغلي مهمند او ورسره د مل پلاوي هرکلی وکړ او د فراه سوداګرو لویې ستونزې یې د برېښنا نشتون د تولیدي فابریکو لپاره، د فراه مرکز څخه تر ایران پولو پورې د سړک خرابوالی، د افغان وسایطو درنې جریمې د ایران په خاوره کې، او د سرحدي اسانتیاوو نشتون یاد کړل او له اتاق څخه یې د هراړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.
سوداګرو وویل، فراه که څه هم زرګونه شنې خونې لري او کرنیز محصولات پکې تولیدېږي، خو د دغو محصولاتو د ساتنې لپاره هېڅ سړې خونې نشته. هغوی وغوښتل چې د اتاق مشرتابه دې دا ستونزه له اړوندو حکومتي چارواکو سره شریکه کړي.
ښاغلي مهمند، فراه یو له مهمو کرنیزو، فرهنګي او د ایران سره د ترانزیټي وصل ولایتونو څخه وباله او د دې ولایت رول یې د صادراتو او د هېواد د اقتصاد د پراختیا لپاره مهم وباله. نوموړي د مشرتابه د لارښوونو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل چې موخه یې د خصوصي سکتور غړو ته د اسانتیاوو برابرول دي، او د افغان او ایراني سوداګرو لوري د کرنې او صنعت په برخو کې په ګډو پانګونو ټینګار وکړ.
ښاغلي مهمند وړاندیز وکړ چې د دې ولایت سوداګر دې سره یو موټی شي او لویې سهمي کمپنۍ دې جوړې کړي، ترڅو د برېښنا تولید او نورو لويو پروژو کې ګډې پانګونې وکړي. نوموړي د حکومت له‌خوا د خصوصي سکتور لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کول د خلکو لپاره د کار زمینه برابرولو برخه کې مهم وبلل، او د مسکو د نندارتون یادونه یې وکړه چې ژر به ترسره شي. نوموړي له سوداګرو وغوښتل چې په یاد نندارتون کې ګډون وکړي او د افغانستان ځانګړي، په تېره کرنیز، محصولات نندارې ته وړاندې کړي.
د اتاق لومړي مرستیال له ټولو خصوصي سکتور غړو د غوښتنه وکړه چې له ایران سره د سوداګریزو تبادلو په ځانګړي ډول بندري ستونزې دې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه سره شریکې کړي، څو دا ستونزې د ایران له محترم سفیر سره شریکې شي او د حل لپاره یې هڅې وشي.
ښاغلي میرزمان پوپل، د افغانستان د صادراتو، په ځانګړي ډول د فراه ولایت د صادراتي محصولاتو او پر خلکو د مستقیم اقتصادي اغېز په اړه خبرې وکړې. همداراز، د صادراتو تخنیکي پروسې موضوعات یې تشریح کړل او د فراه د اتاق له مسوولینو یې غوښتنه وکړه چې د دغه ولایت د سوداګرو ستونزې باید له مرکزي دفتر سره تل شریکې کړي ترڅو ژر تر ژره د حل لپاره اقدام وشي.
 
 
 
شنبه، د وري ۲۳مه، ۱۴۰۴
 

مقالات دیگر...