د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي غړو، ښاغلي ضیاالدین اچکزی د مدیره پلاوي غړی او ښاغلي میرزمان پوپل د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال سرپرست د سیس سرب فابریکو له یو شمېر خاوندانو سره د اتاق د کنفرانس تالار کې وکتل او د هغوی ستونزې یې واورېدې.
 
د سیس سرب فابریکو خاوندانو خپلې مهمې سوداګریزې ستونزې د اتاق له مشرتابه سره شریکې کړې او غوښتنه یې وکړه چې د یادو ستونزو د حل په برخه کې دې د اړوندو دولتي ادارو سره جدي همغږي وشي.
ښاغلي پوپل د سیس سرب فابریکو خاوندانو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د تولیدي فابریکو رول د کارموندنې، اقتصادي ودې او صادراتو د پیاوړتیا لپاره خورا مهم وباله. نوموړي د سرب فابریکو مسؤلینو وغوښتل چې خپلې ټولې ستونزې او وړاندیزونه په لیکلې بڼه اتاق ته وسپاري، تر څو اتاق وکولای شي د اړوندو ادارو سره د همغږۍ له لارې عملي اقدامات ترسره کړي.
ښاغلي اچکزي د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له‌خوا د ټولو تولیدي فابریکو او د هېواد د سوداګرۍ سکتور څخه د ملاتړ اعلان وکړ او د بازارونو انحصار یې د خصوصي سکتور لپاره ستر خنډ وباله. هغه ډاډ ورکړ چې اتاق به د موجوده ستونزو د حل لپاره د اړوندو دولتي ادارو سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
 
 
 
 
 
دوشنبه، د ۱۴۰۴ کال د غبرګولي ۵مه
 

ښاغلی محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې، چې ورسره ښاغلی میراجان سلیمان خېل، د افغانستان – ایران ګډ اتاق رئیس او ښاغلی توخی، یو مخکښ تاجر، هم ملتیا لرله، د ایران د سوداګرۍ او صنایع اتاق له لوري جوړ شوي د ډبرو، اوسپنې او کانونو نندارتون کې ګډون وکړ او د هغه هېواد د تولیدي محصولاتو غرفې یې وکتلې.
 
ښاغلي مهمند د خپل سفر په څنډه کې جلا جلا ناستې د ایران – افغانستان د سوداګرۍ اتاق له رئیس ښاغلي سیادت او د خاف د خلکو له استازي او د خراسان رضوي آستان مرستیال ښاغلي توکلي سره ترسره کړې، چې پکې یې د افغانستان اوسني فرصتونه ورسره شریک کړل. هغه له ښاغلي رضوي څخه غوښتنه وکړه چې د ایران تاجران او پانګوال د امام ابو حنیفه (رح) څلورم ملي او نړیوال نندارتون کې ګډون ته وهڅوي، او له افغان تاجرانو سره د ګډو پانګونو زمینه برابره کړي.
ښاغلي مهمند، له ټولو هېوادونو سره په ځانګړي ډول له ایران سره، د افغانستان د ملي ګټو په رڼا کې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ، او د خصوصي سکتور تر منځ د ګډو نندارتونونو جوړول یې د تولیدي محصولاتو د معرفي کولو او د سوداګرۍ د تبادلې د پراختیا لپاره ارزښتناک وبلل.
 
 
 
 
 
یکشنبه، ۴ غبرګولی ۱۴۰۴
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال سرپرست ښاغلي میرزمان پوپل، د اکتید مؤسسې له سلاکار ښاغلي جوناتن روبینسن او د هغه له ملګرو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او د دواړو لورو ترمنځ د ګډو همکاریو پر امکاناتو بحث او نظریات تبادله کړل.
 
ښاغلي روبینسن، د اکتید مؤسسې د فعالیت ساحې او پلي شویو پروژو په اړه چې میکانیزه کرنه، د مالدارۍ سکتور پیاوړتیا، او د هېواد د صادراتو وده پکې شامله ده، ښاغلي پوپل ته معلومات وړاندې کړل او ترې یې غوښتنه وکړه چې په دې برخو کې له مؤسسې سره د همکاریو زمینه برابره کړي.
ښاغلي پوپل، د اکتید مؤسسې سلاکار او د هغه ملګرو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د مؤسسو رول د کوچنیو او منځنیو متشبثینو د وده او د کاري فرصتونو د ایجاد په برخه کې ارزښتناک وباله او غوښتنه یی وکړه چې د یادو متشبثینو د ملاتړ په برخه کې له اتاق سره همکاري وکړي. نوموړي ډاډ ورکړ چې د ټولګټو بنسټیزو پروژو په پلي کېدو کې به د سوداګرۍ او پانګونې اتاق هر اړخیزه همکاري کوي او د اتاق او یادې مؤسسې ترمنځ د دوامدارو ناستو پر ضرورت یې ټینګار وکړ.
 
 
 
 
 
 
سه‌شنبه، د ۱۴۰۴ د غویی ۳۰مه
 
 

ښاغلي میر زمان پوپل، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال سرپرست، د چین-ازبکستان د اتحادیې له رئیس ښاغلي وانګ زین یو او د هغه له مل پلاوي سره په خپل دفتر کې لیدنه وکړه.
 
په دې ناسته کې دواړو خواوو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د ګډو پانګونو، د چینایي پانګوالو د هڅونې، او د نندارتونونو د ګډې جوړونې په اړه بحث وکړ.
ښاغلي وانګ زین یو وویل چې د افغانستان وضعیت د پانګونې لپاره مناسب دی او غواړي هغه چینایي شرکتونه چې دا مهال په ازبکستان کې فعال دي، افغانستان ته هم وهڅوي.نوموړي د سوداګرۍ له اتاق څخه وغوښتل چې د پانګونې، ګډو نندارتونونو او همکاریو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.
ښاغلي پوپل د چینایي پلاوي هرکلی وکړ او د اتاق د ۹۴ کلنو فعالیتونو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل.هغه وویل چې د افغانستان او چین ترمنځ اړیکې ښې دي او خصوصي سکتورونه کولای شي له یو بل سره پراخې همکارۍ ولري.
ښاغلي پوپل د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ توازن نابرابره وباله او هیله یې څرګنده کړه چې د زیاتو پانګونو له لارې به دا توازن راشي.هغه له چینایي لوري وغوښتل چې د افغان محصولاتو د صادراتو لپاره نورې اسانتیاوې برابرې کړي او هغوی یې د امام ابوحنیفه په څلورم نندارتون کې د ګډون لپاره وهڅول.
همداراز پرېکړه وشوه چې د افغانستان خصوصي سکتور او د چین-ازبکستان د اتحادیې ترمنځ درې اړخیزې همکارۍ د منځنۍ آسیا هیوادونو له لارې پراخې شي.
 
 
 
 
 
 
پنجشنبه، د ۱۴۰۴ د غبرګولی لومړۍ
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي د پالیسي او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي، د نړیوالو اړیکو مسؤل ښاغلي عبدالمتین غالب، او د صادراتو او پانګونې د پراختیایي اړیکو مسؤل ښاغلي ګل احمد حاجي زاده په شتون کې، د قزاقستان د سوداګرۍ او صنایعو د اتاق له عامل رئیس ښاغلي چنګیز خان ممانوف او د هغه له ملګري ټیم سره آنلاین لیدنه وکړه او د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه یې بحث او نظرونه تبادله کړل.
 
ښاغلي عارفي، قزاقستان د افغانستان یو ښه ملګری او د نیکو سوداګریزو اړیکو لرونکی هېواد یاد کړ او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور ترمنځ د ګډو نندارتونونو او سوداګریزو ناستو د جوړولو پر اړتیا ټینګار وکړ. نوموړي، د افغان سوداګرو عمده ستونزې لکه د قزاقستان له لورې پر افغان صادراتي توکو، په ځانګړې توګه پر تازه مېوو، د لوړو ګمرکي تعرفو وضع کول، د معیاري سړې خونې نشتوالی د قزاقستان په ګمرکونو کې، او د بانکي اسانتیاوو نشتوالی یاد کړل او له ښاغلي چنګیز خان څخه یې وغوښتل چې د قزاقستان له حکومتي ادارو سره په همغږۍ د یادو ستونزو د حل لپاره ځانګړې پاملرنه وکړي.
ښاغلي عارفي، د افغان خصوصي سکتور له لورې له قزاق سوداګرو سره د ګډو پانګونو د لیوالتیا یادونه وکړه او د قزاقستان له اړوندو ادارو څخه د افغان سوداګرو لپاره د ویزې د اسانتیاوو نشتوالی یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د خنډونو په توګه یاد کړ. نوموړي له د قزاقستان د سوداګرۍ او صنایعو د اتاق له رئیس څخه وغوښتل چې د هغه هېواد سوداګر د امام ابوحنیفه (رح) په ملي او نړیوال نندارتون کې د ګډون لپاره وهڅوي.
ښاغلي چنګیز، د اتاق د عامل پلاوي د پالیسي او تخنیکي مرستیال وړاندیزونه واورېدل او د قزاق سوداګرو له خوا په افغانستان کې د مختلفو اقتصادي سکتورونو لپاره د پانګونې د علاقې یادونه وکړه. نوموړي ژمنه وکړه چې قزاق سوداګر به د امام ابوحنیفه (رح) په ملي او نړیوال نندارتون کې د ګډون لپاره تشویق کړي، د دواړو هېوادونو د اتاقونو د مشرانو ترمنځ به آنلاین ناسته ترسره شي، او د نږدې راتلونکي لپاره به د افغان ـ قزاق خصوصي سکتور ترمنځ د سوداګرۍ غونډه د قزاقستان په الماتا ښار کې جوړه کړي. نوموړي له ښاغلي عارفي څخه وغوښتل چې د هغو افغان سوداګرو نوملړ ورسره شریک کړي چې غواړي له قزاق سوداګرو سره په مختلفو اقتصادي برخو کې ګډې پانګونې وکړي.
 
 
 
 
 
 
سه‌شنبه، د ۱۴۰۴ د غویی ۳۰مه
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال سرپرست ښاغلي میر زمان پوپل، د پالیسي او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي او ګڼو خبریالانو په شتون کې، د یوې خبري ناستې له لارې د روسیې د تاتارستان جمهوریت ته د اتاق د مشرتابه پلاوي د سفر لاسته راوړنې اعلان کړې.
 
ښاغلي مهمند د کنفرانس ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه، او د اتاق د مشرتابه پلاوي د یاد سفر او د تاتارستان د اقتصادي سوداګریز فورم د ګډون په اړه یې رسنیو ته معلومات ورکړل. هغه زیاته کړه: د روسیې د اقتصادي فورم د پای مراسمو پر مهال، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د روسیې د سوداګرۍ او صنایعو اتاق ترمنځ د همکارۍ تفاهم‌لیک لاسلیک شو. دغه تفاهم‌لیک د ترانزیتي اسانتیاوو رامنځته کولو، د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور ترمنځ د ګډو نندارتونونو، سوداګریزو غونډو، په افغانستان کې په ځانګړي ډول د کانونو، بانکدارۍ او نورو سکتورونو کې د ګډو پانګونو د جلب، او د ویزو د صادرولو پروسې د اسانتیا لپاره ترتیب شوی.
ښاغلي مهمند افغانستان د منځنۍ آسیا او جنوبي آسیا د ترانزیتي اړیکو نقطه وبلله او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هېواد له ملي ګټو سره سم د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره هڅې کوي. هغه زیاته کړه چې د خپل سفر پر مهال چې د روسیې د تاتارستان جمهوریت د قازان ښار ته ترسره شوی و، د تاتارستان لومړي وزیر ژمنه وکړه چې د افغان صادراتي توکو لپاره به د خپلو ګمرکونو په کچه ترجیحي تعرفې رامنځته کړي.
ښاغلي مهمند همداراز د آلمان هېواد سره د ګډ سوداګریز اتاق د جوړولو لپاره د اتاق د هڅو یادونه وکړه، او د داسې اتاقونو جوړول یې د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د اسانتیا لپاره مهم وبلل. هغه له ټولو سیمه‌ییزو سوداګرو او پانګوالو وغوښتل چې د امام ابوحنیفه (رح) په څلورم ملي او نړیوال نندارتون کې ګډون وکړي.
د اتاق لومړي مرستیال له ټولو رسنیو مننه وکړه چې د افغانستان د خصوصي سکتور لاسته راوړنې او ستونزې پر وخت خپروي، او د هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د ټینګېدو په برخه کې یې د رسنیو رول مهم وباله.
ښاغلي پوپل د تاتارستان د اقتصادي فورم پر مهال د لاسلیک شویو تفاهم‌لیکونو په اړه معلومات وړاندې کړل، او یادونه یې وکړه چې د یاد سفر پر مهال د اتاق مشرتابه پلاوي له هغو افغان متشبثینو سره هم لیدنې درلودې چې په مسکو کې مېشت دي، او د دوی د ستونزو د حل په برخه کې یې د اتاق د همکارۍ ډاډ ورکړ.
 
 
 
 
 
سه‌شنبه، د غویی ٣٠مه، ۱۴۰۴
 
 

مقالات دیگر...