ښاغلي سید کریم هاشمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ، د ښاغلي ګازیز اکباسوف، په کابل کې د قزاقستان له سفیر سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په مرکزي دفتر کې وکتل او دواړو لورو د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د ترانزیت د اسانتیا او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور ترمنځ د ګډو پانګونو د فرصتونو د رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي هاشمي خپل کاري لومړیتوب د خصوصي سکتور وده، د پانګونو جلب او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د سوداګرۍ پراختیا وبلله او له ښاغلي سفیر څخه یې وغوښتل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په برخه کې لا ډېرې هڅې وکړي.
ښاغلي اکباسوف د دواړو هېوادونو سوداګریزې اړیکې په ښه کېدو وبللې او ټینګار یې وکړ چې قزاقستان د افغانستان سره د سوداګریزو معاملو د ودې په موخه د هر ډول همکارۍ لپاره تیار دی. نوموړي ژمنه وکړه چې د افغان سوداګرو د مالونو د ترانزیت د اسانتیا په برخه کې به د خپل هېواد له لارې همکاري وکړي.
چهارشنبه، د زمري ۲۲مه، ۱۴۰۴