د غړيتوب ګټې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونی اتاق يو خپلواک حکمي شخصیت لرونکی ، قانوني، غیرې دولتي او غېرې انتفاعي د افغانستان د خصوصي سکټور ټولنه ده، چې د سوداګرۍ وزارت او نورو اړوند ارګانونو سره فعالیت لري او د خصوصي سکتور د اقتصادي ودې او انکشاف لپاره په ملي او نړیواله کچه هڅې کوي ترڅو، په هېواد کې د خصوصي سکتور سوداګریز، صنعتي، د لاسي صنایعو په شمول، شرکتونو،اتحادیو، کوپراتیفونو او متشبثینو فعالیتونه انسجام او همغږي کړي.
د غړيتوب ګټې:

اتاق د غړيتوب ډول ته په کتلو د خپلو غړو لپاره بيلابيل خدمتونه ترسره کوي او راتلونکې کې خپلو غړو ته د نورو ډېرو خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی.

د غړیتوب ډلې او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لخوا د وړاندی کيدو وړ خدمتونه:

لومړۍ کټګوري ( عادي غړيتوب):
د اتاق د غړو دا کټګوري د غړيتوب د عادي کارت درلودونکي دي، کلنی فيس يې 2000 افغانۍ دی او لاندې خدمتونه ور ته تر سره کيږي:

1. د  افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په عمومي غونډو کې د ګډون او رای ورکونې حق.
2. د اتاق د اجرائيه کمېټې سره د خپلو ستونزو او  اړتياو د شريکولو لپاره د دې ډله غړو ملاقات.
3. د دې غړو د ستونزو  د حلاوي په موخه د سوداګريزو او ټولنيزو ناستو تر سره کول.
4. د لازمو ښوونيزو کورسونو پر لاره اچول او په نويو او مدرنو سوداګريزو سيسټمونو د نويو جوړو شوو شرکتونو پوهول،
5. د سوداګريز پلان، پروپوزل، قرارداد او نورو سوداګريزو تخنيکي اسنادو په برابرولو کې د 5٪ سلنه کمښت وړاندې کول.
6. که چيرې د اتاق عادي غړيتوب لرونکی ښځينه وي، د نقره يی غړيتوب امتيازونه ورته وړاندی  کيږی .
7. د اتاق دې ډلی غړو ته  د عادي غړيتوب د کارت ورکول.

دوه همه کټګوری (نقر يي غړيتوب):
دوېمه کټګوري (نقريي غړيتوب) د غړو دا ډله د غړيتوب د نقريي کارت درلودونکي دي، چې کلنی فيس يې 10000 افغانۍ کېږي او د هغه خدمتونو تر څنګ، چې د اولې کټګورۍ (عادي غړو) لپاره تر سره کېږي لاندې خدمتونو څخه هم برخمن کېدلی شي:

8. دولتي ادارو او اړوندو بنسټونو ته د غړو د ستونزو د حل لپاره د  مکتوبونو د لېږد له لارې له دوی څخه ملاتړ او دفاع.
9. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د بېلابېلو ډيپارټمنټونو او کاري کمېټو د لارښوونې او مشورې له لارې  غړو ته لارښوونه.
10. د بهرنيو شرکتونو د مالوماتو زياتول، چې په افغانستان کې د پانګونې او مختلط شرکتونو د جوړېدو غوښتونکي وي.
11. هر کال دوه واری بهرنيو سفارتونو ته د سوداګريزو ويزو د اخيستو په موخه  په مکتوبي ډول د غړو  ددې ډلې  ورپېژندل او سپارښتنه.
12. د سوداګريزو اسنادو او سوداګريزو مراحلو د سم تر سراوي د پروسې په موخه د متقاضي غړو څخه د سپارښت پاڼو صدور.
13. داتاق په ډايرکټوري کې په الفبايي اوطبقه بندۍ شوي شکل دغړي شرکت دمالوماتو درجول.
14. د سوداګريز پلان، پروپوزل، قرارداد او نورو تخنيکي سوداګريزو اسنادو په جوړولو او چمتو کولو کې د 15 سلنه کمښت وړاندې  کول.
15. د افغانستان د سوداګرۍ اوپانګونې اتاق په مياشتينۍ مجله کې ددې ډلې غړو د سوداګريزو اعلاناتو  د خپرولو لپاره 15 سلنه کمښت.
16. د اتاق دې ډلې غړو لپاره د اتاق د کنفرانسونو  او ټرېننګ سنټر د لاسته راوړلو لپاره د 15سلنه کمښت وړاندې کول.
17. د غړو دې ډلې ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د نقليه وسايطو د کارت (C) ور کول.
18. د اتاق دې ډلی غړو ته د نقره يي کارت ورکول.
19. پور ورکونکو ادارو او خصوصی بانکونو له لاری د مناسب او آسان شرايطو او د ټکټانی کمښت سره پورونو ته لاسرسی.
20. د اتاق په ويب سايت کی د غړو د اړيکو د ديپارتمنت په فارمت کی د دی غړو د مالوماتو خپرول.
21. که چيرته د اتاق د نقره یي غړيتوب لرونکی ښځينه وي، د طلائي غړيتوب امتيازونه ورته وړاندې کيږی.

دريمه کټګوري ( طلايي غړيتوب):
د اتاق د غړو دا کټګوري  د غړيتوب د طلايي کارت درلودونکې ده، کلنی فيس يې 25000 افغانۍ کېږي او د هغه خدمتونو تر څنګ، چې د دوهمې کټګورۍ (نقريي غړو) لپاره تر سره کېږي لاندې خدمتونو څخه هم برخمن کېدلی شي:
22. بهرنيو سفارتونو ته د سوداګريزو ويزو د اخيستو په موخه  په مکتوبي ډول د غړو  د دې ډلې  ورپېژندل او سپارښتنه.
23. په هغه کنفرانسونو او نندارتونونو کی چی د اتاق له خوا په لاره اچول کيږی د دی ډلی غړرو ته د ګډون د زمينی برابرول.
24. په هغه کنفرانسونو، سمپوزيمونو او سوداګريزو نندارتونونو کې د دې ډلې د غړو ورپېژندل، چې د اړوندو ملي او بين المللي بنسټونو له لوري ترسره کیږي.
25. دايميل ادرس له لارې دې غړو ته د داوطلبيو د معلوماتو استول او د www.kabul-tenders.org ويب سايت له لاری د کارونکی نوم (يوزرنيم) او پسورد په درلودلو د داوطلبی اوراقو ته د دی ډلی غړو لاسرسی.
26. د پانګونې، سوداګرۍ او صنايعو په برخه کې معلوماتو ته د اتاق د دې ډلې غړو لاسرسی.
27. د ايميل له لاری دغو غړو ته د اتاق د خبر پاڼی د سافت استول.
28. خصوصي او دولتي بانکونو، پور ورکوونکو سرچينو او ټولو مالي شرکتونو ته د پور د تر لاسه کولو په موخه د دې ډلې د غړو کتبي سپارښتنه او ور پېژندل.
29. د سوداګريز پلان، پروپوزل، قرارداد او نورو تخنيکي سوداګريزو اسنادو په جوړولو او چمتو کولو کې د 25 سلنه کمښت وړاندې کول.
30. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په مياشتينۍ مجله کې د دې ډلې غړو د سوداګريزو اعلاناتو  د خپرولو لپاره 25 سلنه کمښت.
31. داتاق دې ډلې غړولپاره داتاق د کنفرانس اوټرېننګ سنټردلاسرسي لپاره د 25 سلنه کمښت وړاندې کول.
32.  د دغې ډلې غړو ته د افغانستان دسوداګرۍ او پانګونې اتاق د نقليه وسايطود (B) کارت ورکول.
33. د دې ډلی غړو لپاره د حقوقي، منځګړيتوب او حکميت د خدمتونو  وړاندې کول.
34.  د نړېوالې ټولنې استازو، لوړپوړو دولتي چارواکو او د خصوصي سکټور د فعالينو سره د دې ډلې غړو د لا ښه اشنايۍ او سوداګريزو اړيکو د تامين په هدف د ځانګړو ناستو او پروګرامونو پر لاره اچول.
35. که چيرته د اتاق طلايی  غړيتوب لرونکی ښځينه وی، د پلاتنيوم غړيتوب امتيازونه ورته وړاندی  کيږی.
36. د دې ډ‌لې غړو لپاره د اتاق د غړيتوب د طلايي کارت ورکول.

څلورمه کټګوري ( پلاتينيوم غړيتوب):
د اتاق د غړيتوب دا کټګوري د غړيتوب د پلاتينيوم کارت درلودونکې ده، چې هر کال 50000 افغانۍ فيس ورکوي. او د هغه خدمتونو سربېره،  چې د اولې کټګورۍ ( عادي) غړو، دوهمې کټګورۍ ( نقريي غړو) او درېيمې کټګورۍ ( طلايي غړو) لپاره تر سره کېږي لاندې خدمتونه  هم ور ته تر سره کيږی.

38. د دی ډلی غړو دفترونو ته د اتاق خبر پانی پرله پسی ليږدول.
39. د سوداګريز پلان، پروپوزل، قرارداد او نورو تخنيکي سوداګريزو اسنادو په جوړولو او چمتو کولو کې د 50 سلنه کمښت وړاندې  کول.
40. د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق په مياشتينۍ مجله کې د دې ډلې غړو د سوداګريزو اعلاناتو  د خپرولو لپاره 50 سلنه کمښت.
41. داتاق دې ډلې غړولپاره د اتاق د کنفرانسونو او ټرېننګ سنټر د ورکړې لپاره د 50 سلنه کمښت وړاندې کول.
42. د بهرنيو پلاوو سره رسمي سوداګريزې ناستې برابرول او د هغوی سره يو په يو د دې ډلې د غړو ليدل کتل.
43. د اتاق د ويب پاڼې سره د غړو د دې ډلې د ويب پاڼې لینک کول او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په ويب پاڼه کې د دې ډلې غړو د شرکتونو د لوګو او نورو معلوماتو په شريکولو سره د بازارموندنې په برخه کې خدمتونه تر سره کول.
44. دغړو دې ډلې ته دافغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د نقليه وسايطو د (A) کارت ورکول.
45. په خاصو محفلونو او د اتاق په ټولو کنفرانسونو کې د اتاق د غړو دې ډلې ته د ځانګړي   يا (VIP) کارت ورکول.
46. د افغانستان د اسلامي جمهوريت له جمهور رئیس او مرستيالانو سره په ځانګړو ناستو کې د اتاق د غړو د دې ډلې برخه اخيستل.
47. د اتاق د غړو دې ډلې ته د پلاتينيوم د کارت ورکول.

پنځمه کټګوري د(VIP)  غړيتوب:
د اتاق د غړيتوب دا کټګوري د ځانګړي يا (VIP) کارت درلودونکې ده، چې کلنی فيس يې 250000 افغانۍ کېږي. او پر هغه خدمتونو سر بېره، چې د لومړۍ کټګورۍ ( عادي غړو)، دوېمې کټګورۍ ( نقريي غړو) و درېمې کټګورۍ ( طلايي غړو) او څلورمې کټګورۍ ( پلاتينيوم غړو) لپاره تر سره کېږي،لاندې خدمتونه هم ورته وړاندې کېږي:

48. د افغانستان جمهور رئیس سره د څلور اړخيزه  ناستو کې د ګډون حق.
49. د سوداګرو د ستونزو د حل په موخه د لوړ پوړه دولتي چارواکو،کابينې غړو، د دولتي او غېر دولتي مستقلوارګانونو د رييسانو سره  د دې ‌ډلې د غړو د ناستو زمينه برابرول.
50. د دې کټګورۍ د غړو لپاره د اتاق  د امکانانو او صلاحيتونو په  چوکاټ کې د ډونرانو او نړيوالې ټولنې د لوړپوړه چارواکو سره د ځانګړو ليدو کتو  زمينه برابرول.
51. د اتاق د صلاحيتونو په چوکاټ کې له هېواده بهر د ولسمشر او مرستيالانو سره په مهمو اقتصادي سفرونو کې د ګډون حق.
52. د دې کټګورۍ د غړو سره هر کال يوه ځانګړې مرکه او د اتاق د اقتصاد بازار په مجله کې يي د غړيتوب د اخيستو د نيټې په ترتيب خپرول.
53. د اتاق په مجله او ويب پاڼه کې په پرلپسې توګه د غړيتوب تر پايه د دې کټګورۍ د يوې کمپنۍ د لوګو خپرول.
54. په دوام  داره توګه د اتاق د ويب پاڼې  په يوه ځانګړې پاڼه کې د دې کټګورۍ د غړو د يوې کمپنۍ د لوګو خپرول.
55. په هغه ټولو پروګرامونو، کنفرانسونو او سيمينارونو کې، چی د اتاق له خوا تر سره کېږي، د دې کټګورۍ د غړو لپاره د ځانګړې ځای ريزرف کول.
56. د اتاق د دې کټګورۍ د غړو لپاره د ځانګړي يا VIP  کارت ورکول.


نوت: بهرني اتباع چې د پورتنيو هر يوې ګټګوري غړيتوب ولري، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په ټاکنو کې له ګډون پرته د اتاق د همغې ګټګورۍ د غړيتوب  له ټولو امتيازاتو ځخه برخمن کيدلی شي.


د غړیتوب فورم ترلاسه کول