د TIR د کارنت صدور

له دوېمې نړیوالې جګړې وروسته د اروپا محدود شمېر هېوادونو د ټرانزیټي سیستم د ښه کېدو په موخه د تیر په نوم هوکړه لیک لاسلیک کړی و.د دې سیستم ګټورتوب په 1959 کال کې د ملګرو ملتونو د سازمان د اقتصادي همکاریو د شورا تر نظر لاندې د تیر کنوانسیون د عقد سبب شو. دغه کنوانسیون په 1975 کال کې تجدید او اوس د 1975 کال د تیر کنوانسیون په نوم مسمی شوی دی. د 68 هېوادونو په شمېر هم اروپایي،اسیایي او منځني ختیځ هېوادونه یې فعال غړیتوب او د مرکزي امریکا او جنوبي امریکا په ګډون یو شمېر هېوادونه د دې کنوانسیون غیرې فعال غړیتوب لري.یو شمېر هېوادونه د دې کنوانسیون موثریت په نظر کې نیولو سره په دې کنوانسیون کې د ملحق کېدو په حال کې دي. اوس وخت کې 58 هېوادونه په فعاله توګه له دې سیستم ګټه اخلي. افغانستان د 2013 کال سپټمبر مېاشت کې رسمآ خپل غړیتوب فعال او له دې سیستم څخه د ګټې اخیستلو حق لري.

د تیرسیستم پورې اړونده سازمانونه    

د سړک د حمل او نقل نړیواله اتحادیه (IRU)
د ایرو سازمان د سړک د لېږد رالېږد ګمرکي کنوانسیون له لوړترین رکن څخه دی چې په 1948 کال کې تاسیس شو. د دې سازمان موخه د توکو او مسافرنړیوال حمل او نقل د برخې ارتقاء ده.او  د سړک د حمل او نقل صنعت د لاندې مسایلو دفاع او هر چېرې چې لازم وي خپل د تخصص او کارپوهۍ لارښود او نظرونه وړاندې کوي :

  • د ژوند چاپېریال پورې اړوند مسایل
  • له سرحد عبور
  • د لازمو زیر بناو پراختیا
  • د سیاسي،ټولنیزو او اقتصادي تغیراتو څېړل او بررسي
  • د سړک یا واټ سرغړونې، د توکو او مسافر قاچاق
  • د سړک قوانین او تعرفې
  • سټنډرډونه او...


د افغانستان ګمرک
د افغانستان ګمرک د هېواد د مالیې وزارت پورې تړلې د ګمرکونو او عوایدو معینیت او د ګمرکونو عمومي رییس تر څارنې لاندې اداره کیږي چې د افغانستان ګمرک هدف عبارت دی له :

  • د ګمرکي چارو قانون اجرا کول او د هغې اجرایي مقررې او نور هغه مقرارت چې اجرا یې د ګمرک په غاړه دي د دولت لپاره د عوایدو وصول


د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق  (موسسه ضامن)
    
د تیر کارنه صدور د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ته سپارل شوی او اتاق د هغې ژمنې مطابق چې د افغانستان ګمرک په وړاندې یې کړې ده، د ګمرک د مطالباتو هم د ګمرکي حقوقو او د سوداګرۍ د ګټې او هر ډول ګمرکې سرغړونې له امله جرایمو ضامن وي چې د قانون په موجب او د هغې اجرائي مقرراتو له لمخې اموالو ته د کارنت موضوع پورې تعلق ولري.
    د تیر سیستم موخې:

  • د ګمرکي اسانتیاوو ایجاد او د هغې د تشریفاتو ساده کول او په حمل او نقل چارو کې اسانتیا
  • د نړیوالو راکړو ورکړو چټکتیا او تسهیل او په وخت او لګښتونو کې سپما
  • له ځنډ څخه د مخنیوي لپاره د مکرر کنټرول او بیا څېړلو مخنیوی
  • د ټرانزیټي عملیات انجام لپاره د اسنادو سټنډرډ کول
  • ورودي سرحدونو کې د ګمرکي تضمینونو د سپارلو د ستونزو رفع کول

    د تیر سیستم ګټې یا مزایاوې

  • د حقوقو د تضمین او او ګمرکي عوارض په خاطر د هېوادونو لپاره مناسب او ډاډمن او قابل قبول بستر رامنځته کول او د حمل او نقل چارو کې اسانتیا او د ګمرکي تشریفاتو ساده کول
  • د سړک له طریق د ګمرکي مهر او سیم او سرغچ سره د اموالو حرکت ته سرعت ورکول او د وخت سپما او توکو خروج
  • هرهېواد کې له ګمرکي تشریفات فارغ د یو شکل او سټنډرډ طریقې مطابق اموالو د حرکت امکانات  
  • تیر په تیر سیستم کې د سوداګریزو محمولو پرانستل او یا د هغې تعویض او د سرقت ګواښ او نورو احتمالي زیانونو  حد اقل ته رسول
  • د غیرې مجاز لاس وهنو مخنیوی
  • د هر هېواد د ملي مقراراتو او قوانینو رعایت

د تیر سیستم ارکان

تیر سیستم په شپږ اصلي پایو ولاړ دی چې عبارت دی له :

  • د سړک نقلیه وسایط یا کانټیر امنیت یعنی کانټینر یا د نقلیه وسیلې قسمت داسې جوړه شوې او خوندي شوي وي چې وکولای ټرانزیټي محموله پرته د لاسوهنې له امکان ولېږدول شي. په دې اساس اموال یوازې په هغه صورت کې کولای شو د تیر د کارنه تر پوښښ لاندې حمل کړو چې نقلیه وسایط یا کانټینرونه د تیر کنوانسیون د سټنډرډونو مطابق وي او په همغه بڼه او طریقه د ګمرک لپاره د منلو وړ ګرځیدلي وي.
  • د تیر سیستم دوېم رکن نړیوال ضمانت سیستم دی. دا سیستم په دې موخه ایجاد شوی چې ډاډ حاصل شي ګمرکي حقوق او عوارض او مالیات حیف او مېل نه شي. په دې اساس حقوق او ګمرک چې د ګمرک له لوري د هر ډول خلاف عملیات  په اثر ادعا وشي د نړیوالو تضمینونو د سلسلې له طریق پوښښ ورکول کیږي. د موجوده تضمین کوونکي زنځیره د ایرو سازمان پواسطه سازمان شوې او ملاتړ کیږي.
  • درېم رکن د تیر کارنه ده. کارنټونه فعلأ د ایرو سازمان له لوري د هغو شرایطو لاندې چې د ټاکل شویو هېوادونو ضامن موسسو سره په تړون کې لاسلیک شوي، د هغوی په واک کې ورکول کیږي چې د وارداتو د محدودیت ګمرکي حقوق او عوارض معاف دي.
  • څلورم رکن ګمرکي کنټرول کې د یو شکل همکاري
  • پنځم رکن ور زیات شوی کنټرول
  • شپږم رکن د تیر ایمني جوړول او له مخکې برښنایي اظهاریه

د تیر کارنه

د تیر کارنه یعنی د سړک له طریق د توکو نړیوال حمل او نقل او سند دی چې د هغه په درلودلو سره د اموالو ټرانزیټ په یو هېواد کې له یو ګمرک څخه د لېږد په مقصد بل هېواد کې د بل ګمرک  (مقصد) ترسره کیږي چې دا چاره په تیر کارنه موسوم دفترچه سره له سرعت او ځانګړو اسانتیاوو لرلو سره ترسره کیږي.

د تیر کارنه یو ګمرکي ټرانزیټي سند دی چې د سړک په نړیوال حمل او نقل عملیات کې کارول کیږي.کارنه 4 پاڼې، 6 پآنې، 14 پاڼې او 20 پاڼې. نو کولای شو د تیر یو کارنه په 2 یا 3 یا 7 او که ډېروي په 10 هېوادونو کې وکارول شي.


په تیر سیستم کې د ټرانسپورټي شرکتونو منل یا قبلول
لومړی د نړیوال حمل او نقل شرکت نقلیه وسایطو مشخصات لکه  (وسیلې ډول ، د درلودونکي نوم او ادرس، د شاسي نمبر، د ټرانسپورټي شرکت د جواز شمېره، د لایسنس شمېره ... ) دهغې مربوطه فورمې پر مخ چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ترلاسه کیږي له څلور قطعه تصویرونو سره د نقلیه واسطې له بېلابېلو جهتونو اخیستل شوي وي څلور قطعې عکس د ټریلې له کش کوونکي او څلور قطعې عکس د ټریلې تصویرونه اتاق ته وسپاري تر څو په ځانګړي دفتر کې له یاداښت او ثبت  او شمېرې له اختصاص وروسته مراتب د بیا لېدنې په موخه ګمرک ته اعلام ته کړي. نور ضروري ټکې:

  • لاسلیک شوی درخواستۍ فورم
  • د ترانسپورټي شرکت د فعالیت جواز چې د بهرني فعالیت جواز ولري
  • د رئیس، مرستیال او امکان په صورت کې د شرکت د ونډه لرونکی ، د اړیکې شمېره او ایمیل ادرس
  • د نقلیه وسایطو لیست د هغې له مشخصاتو سره چې تیر سیستم چوکاټ کې فعالیت کوي
  • د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو ریاست صادر شوی د نقلیه وسیلې جواز سیر
  • د موټر چلوونکو نوملړ د هغوی د موټرچلونې نړیوال جواز او پاسپورټ کاپي سره
  • د سوداګرۍ پخواني اسناد او مدارک، او نور اسناد او مدارک چې شرکت مخکېني تجارت ښودنه کوي
  • د هر ډول بانکي اسنادو او وروستي کال صورت حساب په شمول
  • کلنی مالي صورت حساب، کلنی بیلانس او نور
  • د شرکت مالي وضعیت راپور چې د ګمرک او مالیاتي چارواکو پواسطه یې راپور کیږي.
  • د تقاضا کوونکي او یا د هغه رسمي استازي له لوري د ټرانسپورټي شرکت د تعهد لیک لاسلیک
  • د هغه شخص د سند معرفي چې د ټرانسپورټي شرکت په استازیتوب د تیر کارنه تر لاسه کوي (اسم، دند او د لاسلیک نمونه)
  • د ټرانسپورټي شرکت د تعهد اظهار پاڼې کاپي
  • د ګمرکاتو ریاست له لوري صادره د سړک (جاده یي) نقلیه واسطې د قبول شاهدي یا ګواهي چې د تیر سیستم چوکاټ کې فعالیت کوي
  • د شرکت مهر چې ( د شرکت د نوم، هېواد ، ولایت، ښار او د اتاق له خوا د مشخص ID) د معلوماتو درلودونکی وي.