د ډبرو سکرو صادروونکو خپلې ستونزې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له رئیس سره شریکې کړې.

ښاغلي سید کریم هاشمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، له یو شمېر د ډبرو سکرو له صادروونکو سره ولیدل او د دوی ستونزې یې واورېدې.
 
صادروونکو خپله اصلي ستونزه د افغانستان د ډبرو سکرو لپاره د نړیوالو بازارونو نشتون یاده کړه او له ښاغلي هاشمي یې وغوښتل چې په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
ښاغلي هاشمي د دوی ستونزې واورېدې او ډاډ یې ورکړ چې اتاق به د ډبرو سکرو د بدیلو بازارونو د موندلو په برخه کې هر اړخیزه همکاري کوي.
هغه، ژمنه وکړه چې د پاکستان له سفارت سره به خبرې وکړي څو د سرحد هاخوا د ترانزیټي اسانتیاوو د زیاتېدو لپاره اقدامات وشي.
 
 
 
 
چهارشنبه، د زمري ٢٢مه، کال ١٤٠٤