د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي، ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق لومړی مرستیال، او عصمت الله وردګ، د پانګونې مرستیال، د خان سټیل د سیخ ګول فابریکې مشر ښاغلي خان محمد وردګ، د حکومتي چارواکو، سوداګرو، او د رسنیو ګڼ شمېر استازو هم حضور درلود، د وارداتی ګول سیخونو او د خان سټیل سیخ ګول د کیفیت د څېړنو د پایلو خپرولو کنفرانس کې ګډون وکړ. دا کنفرانس د آریانا د لوړو زده کړو موسسې استادانو لخوا د خان سټیل سیخ ګول او وارداتي سیخ ګول د کیفیت پرتله کولو لپاره ترسره شوی و.
 
ښاغلي مهمند، د دولتي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو استادانو او ښوونکو له خدمتونو څخه د ستاینې څرګندونه وکړه او د آریانا لوړو زده کړو موسسې له مسؤولینو څخه د دوی د څېړنو لپاره چې د تولیدي فابریکو د پانګه‌ والو هڅولو په ځانګړي ډول د خان سټیل د سیخ ګول لپاره ترسره شوې وې، مننه وکړه.هغه، د تولیدي فابریکو رول د خلکو د اړتیاوو پوره کولو، اقتصادي ودې، د ناخالص ملي تولید زیاتولو، صادراتو زیاتولو، د بهرني تجارت تقویه کولو، او د صنعتي او تولیدي زیربناوو پرمختګ لپاره خورا مهم وګاڼه.
د اتاق لومړي مرستیال د خان سټیل د تولیدي فابریکې له مسؤلینو څخه د نړیوالو معیارونو سره سم د دوی د تولید لپاره مننه وکړه او د تولیداتو د لا ښه کولو ټینګار یې وکړ. نوموړي له پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو څخه غوښتنه وکړه چې د اقتصادي ودې څرنګوالي، د سوداګرو هڅولو، او د ملت او حکومت ترمنځ د اړیکو ټینګولو لپاره لا زیاتې څېړنې ترسره کړي.
ښاغلي مهمند، د هغو ټولو سوداګرو څخه چې په مختلفو سکتورونو کې یې پانګونه کړې، مننه وکړه او د هېواد له ټولو سوداګرو او پانګه‌والو څخه یې غوښتنه وکړه چې په ګډه په روغتیا، کانونو، زراعت او مالدارۍ برخو کې پانګونه وکړي ترڅو د ده په وینا "د یادو سکتورونو ستونزې حل شي."هغه، د حکومت له سکتوري ادارو سره د همکارۍ په چوکاټ کې د سوداګرو او پانګه‌والو لپاره د آسانتیاوو په برابرولو کې د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
 
 
 
 
پنجشنبه، د مرغومي ۱۳، ۱۴۰۳
 

ښاغلی محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال او ښاغلي عصمت الله وردګ، د اتاق د پانګونې مرستیال، د ځمکني مسافرو وړونکو اتحادیو او شرکتونو له مشرانو سره په مرکزي دفتر کې وکتل او د هغوی ستونزې یې وڅیړلې.
 
د ځمکني مسافرو وړونکو شرکتونو مسؤلینو په لویو لارو کې د لویو ترافیکي ستونزو، د ترافیکو د نشتوالي، او د ترافیکي پېښو په ځانګړي ډول د وروستیو دوه خونړیو پېښو په اړه خبرې وکړې. دغه پېښې څو ورځې وړاندې د کابل - کندهار لویې لارې په غزني ولایت کې د مسافر وړونکو بسونو او بار وړونکو لاريو ترمنځ شوې وې چې په پایله کې یې زموږ لسګونه هېوادوال شهیدان او ټپیان شول. په دې پېښو کې د سویل او لویدیځ زونونو د مسافر وړونکو شرکتونو مسؤلین د حکومت له خوا نیول شوي وو. هغوی د دې ستونزو د حل لپاره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلی محمد یونس مهمند، د ځمکني مسافرو وړونکو شرکتونو مسؤلینو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د کابل-کندهار په لویه لار کې د وروستیو پېښو د شهیدانو لپاره د دعا او ټپیانو ته د عاجلې شفاء هیله وکړه. نوموړي د معیاري ټرانسپورټ، معیاري سړکونو، د لویو لارو د ترافیک پولیسو، او د مسلکي او تخنیکي چلوونکو استخدام د ترافیکي پېښو په کمولو کې مهم وبلل. هغه زیاته کړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به د یادو پېښو په تړاو د هېواد د ترافیکي قانون او مقرراتو سره سم مرسته وکړي.
ښاغلي مهمند، د اړوندو حکومتي ارګانونو (د کورنیو چارو، ټرانسپورټ او عامې روغتیا وزارتونو، او د ترافیک ریاست) او د ځمکني مسافرو وړونکو او بار وړونکو شرکتونو ترمنځ همغږي، او د سوداګرۍ او پانګونې اتاق تخصصي کمیټې رول د پېښو په کمولو کې ډېر مهم وباله. هغه د چلوونکو لپاره د ټرافیکي او ټرانسپورټي قوانینو د زده کړو انسټیټوټ د جوړولو غوښتنه وکړه چې د حکومت له خوا د خصوصي سکتور په همکارۍ رامنځته شي.
د اتاق لومړي مرستيال، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د ځمکني مسافرو وړونکو او بار وړونکو شرکتونو ترمنځ نږدې همکاري مهمه وبلله. نوموړي د دې ستونزو د حل لپاره د یوې تخصصي کمیټې د جوړېدو غوښتنه وکړه، چې د ځمکني مسافرو وړونکو او بار وړونکو شرکتونو له استازو جوړه او د اتاق تر مشرتابه لاندې فعالیت وکړي. دغه کمیټه به په لویو لارو کې شته ستونزې په هر اړخیز ډول وڅیړي او د حکومتي ارګانونو په همکارۍ به تلپاتې حل لارې ومومي، تر څو د هېواد په لویو لارو کې د پېښو شمېر راکم شي.
ښاغلي عصمت الله وردګ د شرکتونو له خوا د ترافیکي قوانینو پلي کول، د مسلکي چلوونکو استخدام، او د لویو لارو په اوږدو کې د درنو ترافیکي شرایطو په نظر کې نیولو سره د چلوونکو له خوا احتیاط کول د پېښو په کمولو کې مهم وبلل. هغه غوښتنه وکړه چې د پېښو د مخنیوي او کمښت لپاره باید د حکومتي ارګانونو له خوا د شرکتونو مسؤلینو او تخنیکي برخو لپاره لنډ مهاله مسلکي او تخنیکي سیمینارونه جوړ شي. نوموړي ډاډ ورکړ چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به په دې برخه کې د دغو سیمینارونو جوړولو او شته ستونزو د حل په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
 
 
 
 
چهارشنبه، د ۱۴۰۳ کال د مرغومي ۱۲مه
 
 

د افغانستان او قزاقستان سوداګرو او پانګوالو ترمنځ دوه اړخیزه سوداګریزه ناسته د سوداګرۍ پراختیا، پانګونې جلب، او سوداګریزو فرصتونو رامنځته کولو په موخه په کابل ستار هوټل کې ترسره شوه.
 
په دې ناسته کې ښاغليو: نورالدین عزیزی د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، محمد یونس مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، خیرالدین مایل احمدي د خونې سوداګریز مرستیال، شیرین آغا سخي د اتاق د مالي چارو رئیس، خانجان الکوزی د اتاق د مشرتابه پلاوي غړی او د افغان-پاک اتاق رئیس، ضیاوالدین اچکزی، ذکریا بریالی، او بهادر خیرخواه د اتاق د مشرتابه پلاوي غړي، توره بایوف د قزاقستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، په افغانستان کې د قزاقستان سفیر، احمدشاه حکیمی د کابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال،میرزمان پول دعامل پلاوي د مالي او اداري چارو سرپرست مرستیال، محمد انور عارفی د اتاق د عامل پلاوي د پالیسۍ او تخنیکي چارو مرستیال، ناصر صمیم د اتاق د څارنې پلاوي غړی، همایون خواجه زاده د کابل اتاق سوداګریز مرستیال او د دواړو هېوادونو یو شمېر سوداګر او پانګوال ګډون درلود.
ښاغلي مهمند، د قزاقستان سوداګریز پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، سرتاسري امنیت، د اداري فساد کمښت او د کوکنارو کر د بندیدو پرېکړه د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا لپاره ښه فرصت وګاڼه. نوموړي د افغان او قزاق سوداګرو ترمنځ د ګډو پانګونو پر پراختیا، په ځانګړي ډول د تولیدي فابریکو او نورو مهمو سکتورونو په برخه کې، ټینګار وکړ.
نوموړي، افغانستان د طبیعي زیرمو، په ځانګړي ډول د کانونو او کرنې له اړخه غني هېواد او د مرکزي آسیا او سویلي آسیا ترمنځ د ټرانزیټ او سوداګرۍ وصل ټکی یاد کړ.
ښاغلي مهمند، د افغانستان، قزاقستان او ازبکستان ترمنځ درې اړخیزه ګډه همکاري د سوداګرۍ اړیکو د پیاوړتیا، د تجارتي تبادلو زیاتوالي، د ټرانسپورټي زیربناوو د ښه والي، د انرژۍ سرچینو او خامو موادو ته د لاسرسي، د بهرنیو پانګونو زیاتېدو، د اقتصادي امنیت پیاوړتیا، د تولیدي او صنعتي وړتیاوو د پراختیا، او د افغانستان ستراتیژیک ځای پراخولو لپاره مهمه وبلله.
ښاغلي توره بایوف د دې ناستې له تنظیم څخه مننه وکړه او د افغانستان او قزاقستان د سوداګرۍ اړیکو د پراختیا، د تجارتي نظریاتو د تبادلې، او د خصوصي سکتور د غړو ترمنځ د همکارۍ تفاهمنامو لاسلیک د خپل سفر اساسي موخې یادې کړې.
ښاغلي عزیزی د ګاونډیو هېوادونو ته د خپلو سفرونو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل او د قزاقستان له حکومت څخه یې د خصوصي سکتور د ملاتړ او خلکو ته د بلاعوضه مرستو په اړه مننه وکړه.
 
 
 
 
 
جمعه، د ۱۴۰۳ کال د مرغومي ٧مه
 
 

ښاغلی محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، د ښاغلي میر زمان پوپل، د اتاق د مالي او اداري مرستیال په حضور کې د فاریاب ولایت د اندخوی د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له رئیس ښاغلي عبدالمجید نیازی او ورسره سوداګرو سره د اتاق په مرکزي دفتر کې وکتل او د یاد شوي اتاق د فعالیتونو او ستونزو په اړه بحث او نظریات تبادله کړل.
 
ښاغلي نیازی د اندخوی د اتاق فعالیتونو، د آقینه بندر شته فرصتونو او د اندخوی د سوداګرو او پانګوالو پر وړاندې شته ننګونو په اړه تفصیلي خبرې وکړې او د وړاندیزونو په وړاندې کولو سره، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له لومړي مرستیال څخه وغوښتل چې د دوی د ستونزو د حل او د اندخوی د سوداګرو د وړاندیزونو لپاره د اړوندو حکومتي ادارو په همکارۍ لازم اقدامات وکړي.
ښاغلي مهمند، ښاغلي عبدالمجید نیازی او ورسره سوداګرو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هغوی خبرې، وړاندیزونه او ستونزې واورېدې او زیاته یې کړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه تل هڅه کړې چې د سوداګرو او خصوصي سکتور د غړو ستونزو ته رسېدنه وکړي او د ولایتونو شته فرصتونو ته په کتو سوداګر پانګونې ته وهڅوي. هغه ژمنه وکړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه به د دوی وړاندیزونه او ستونزې د اړوندو حکومتي ادارو سره شریکې کړي او د اندخوی د اتاق د ستونزو د حل په برخه کې به هر اړخیزه همکاري وکړي.
 
 
 
چهارشنبه، ۱۲ مرغومی ۱۴۰۳
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د افغان او ایراني سوداګرو د ستونزو حل، د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا، د سوداګریزو اسانتیاوو رامنځته کول او ګډو پانګونو د جلب لپاره، د افغانستان لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت له نوي سفیر ښاغلي علي رضا بیک دلي سره تعارفي ناسته وکړه.
 
په دې ناسته کې ښاغلیو: د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ښاغلی عباس ستانکزی، د سوداګرۍ اتاق لومړی مرستیال ښاغلی محمد یونس مهمند، د مشرتابه پلاوي د دارالانشا رییس ښاغلی خان محمد سرفراز باز، د مالي چارو رییس ښاغلی شیرین آغا سخي، د افغان-پاک اتاق رییس او د اتاق د مشرتابه پلاوي غړی ښاغلی خان جان الکوزی، د مشرتابه پلاوي غړي ښاغلي محمد گردیزی، ذکریا بریالي او ضیاوالدین اچکزی، د کابل د سوداګرۍ اتاق رییس ښاغلی سید جمیل سادات، د کابل د سوداګرۍ اتاق لومړی مرستیال احمد شاه حکیمی، د عامل پلاوي د مالي او اداري چارو سرپرست میرزمان پوپل، د اتاق ارشد مشاور ښاغلی امید حیدري، د وچې میوې د اتحادیې رییس عبدالقاسم امرخیل او ګڼ شمېر سوداګرو او پانګوالو ګډون کړی وو.
ښاغلي محمد یونس مهمند، د ښاغلي علي رضا بیک دلي او د غونډې د ټولو ګډونوالو تود هرکلی وکړ. هغه، د افغانستان او ایران د سوداګریزو-اقتصادي فعالیتونو په اړه مفصل معلومات ورکړل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، ترانزیتي، تجارتي او اقتصادي اړیکو پر لا پیاوړتیا ټینګار وکړ. هغه افغانستان د طبیعي سرچینو په ځانګړي ډول د کانونو او کرنې له پلوه یو غني هېواد وباله او د دغو سرچینو استخراج یې د ګاونډیانو د ښو اړیکو او همکارۍ پورې تړلی وګاڼه.
ښاغلي مهمند، د امنیت ټینګښت، د اداري فساد کمښت او د کوکنارو د کر د بندولو هڅې د افغانستان د حکومت لویې لاسته راوړنې وبللې او زیاته یې کړه چې دغه لاسته راوړنې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او پانګونې اړیکو د پراختیا لپاره ښه فرصتونه برابروي. هغه له نوي سفیر څخه غوښتنه وکړه چې د دواړو هېوادونو د ملي ګټو په نظر کې نیولو سره، د سوداګرۍ په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي.
ښاغلي مهمند، د پخواني سفیر له هڅو مننه وکړه چې د افغانستان د خصوصي سکتور له غړو سره یې همکاري کړې وه او د سوداګرۍ په برخه کې یې اسانتیاوې برابرې کړې وې. هغه د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړې او له نوي سفیر څخه یې غوښتنه وکړه چې د ایران د دولت په همکارۍ د افغانستان د وچې میوې لپاره تعرفوي اسانتیاوې برابرې کړي ترڅو صادرات او واردات په متوازنه توګه ترسره شي.
ښاغلي مهمند، د ایران حکومتي چارواکو څخه مننه وکړه چې د کلونو په اوږدو کې یې د افغانستان د صادراتي توکو پر وړاندې خپل بندرونه نه دي تړلي او سوداګریزو اسانتیاوو ته یې زمینه برابره کړې ده. هغه د چابهار بندر رول د افغانستان، د خلیج هېوادونو او هند ترمنځ د نړیوالې سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې ډېر مهم وباله. نوموړي په یاد بندر کې د سوداګرو لپاره د لا زیاتو سوداګریزو اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه وکړه.
ښاغلي مهمند، د افغانستان، ایران او هند ترمنځ درې اړخیزې ناستې غوښتنه وکړه ترڅو د بندرونو ستونزې حل او سوداګریزو اسانتیاوو ته وده ورکړي. هغه ښاغلي علي رضا بیک دلي ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان د پانګونې فرصتونه او ستونزې به له نوموړي سره په هر اړخیزه توګه شریکې کړي.
ښاغلي علي رضا بیک دلي، افغانستان د ایران نږدې دوست هېواد وباله او زیاته یې کړه چې د هېوادونو اقتصاد د سوداګرۍ او ګډو پانګونو پر محور څرخي. هغه، د سوداګرو د ستونزو د حل، د سوداګریزو، اقتصادي، ترانزیتي او سیاسي اړیکو د لا پراختیا او د سوداګریزو نندارتونونو او غونډو د ترسره کولو لپاره خپل ملاتړ اعلان کړ.
ښاغلي عباس ستانکزي د ایران د نوي سفیر ټاکنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره یو ښه ګام وباله. هغه ایران د افغانستان نږدې دوست هېواد وګاڼه چې ګډ دیني، فرهنګي، تجارتي او ترانزیتي مشترکات لري. هغه، د سیمې د هېوادونو په ځانګړي ډول د افغانستان، ایران او چین ترمنځ د یووالی پر اړتیا ټینګار وکړ او د دواړو هېوادونو د اقتصاد پیاوړتیا یې د سوداګرۍ د زیاتوالي او د ګډو پانګونو لپاره د مناسبو شرایطو برابرولو پورې تړلې وبلله.
 
 
 
 
 
 
یکشنبه، د مرغومي ۲مه ۱۴۰۳
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په هغه مراسمو کې ګډون وکړ چې د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت لخوا د قرآنکریم د حافظانو د فراغت په مناسبت په ۵۰۰۰ بستریز اغوش روغتیایی او حمایوي مرکز کې جوړ شوی وو.
 
په دې غونډه کې چې د کورنیو چارو وزارت او نورو ادارو استازو ګډون کړی و، ښاغلي محمد یونس مهمند د مخدره موادو پر ضد معینیت له برنامو څخه مننه وکړه، کومې چې د بهرنیو مرستو پرته په خپلواکه توګه په ټول هېواد کې دوام لري. نوموړي دغه اقدام د مخدره موادو د ریښې ایستلو، د اعتیاد د مخنیوي او د ځوانانو د سالمې روزنې او کاري بوختیا لپاره مهم وباله.
ښاغلي مهمند زیاته کړه: "په تېرو دوو کلونو کې د دې برنامې په تطبیق سره د افغانستان ښارونه، په ځانګړې توګه کابل، د روږدو کسانو له شتون څخه پاک شوي دي. دغه معتادین وروسته له درملنې او روزنې، ټولنې ته بېرته ورګرځول شوي دي." نوموړي دا هم وویل چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ملي ادارې په توګه د حکومت له برنامو ملاتړ کوي او هیله لري چې د خصوصي سکتور سوداګر د دغو ځوانانو د کار ځواک څخه په تولیدي فابریکو او د هېواد اقتصادي پرمختګ کې اعظمي ګټه واخلي.
 
 
 
 
سه شنبه، د ۱۴۰۳ کال د مرغومي ۱۱ مه
 
 

مقالات دیگر...