د سوداګرۍ او پانګونې د اتاق عمومي رئیس د شهزاده سرای د ترک قوم صرافانو د شورا له رئیس او غړو سره وکتل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي سید کریم هاشمي د شهزاده سرای د ترک قوم صرافانو د شورا له رئیس ښاغلي حکیمي او د هغه له مل پلاوي سره د اتاق د مشرتابه په مرکزي دفتر کې وکتل.
 
ښاغلي حکیمي، ښاغلي هاشمي ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د اتاق د نوي رئیس په توګه د ټاکل کېدو مبارکي وویله، او د خپل کار د فعالیتونو په اړه یې مفصل معلومات وړاندې کړل.
نوموړي ژمنه وکړه چې د یادې شورا لخوا به له اتاق سره هر اړخیزه همکاري وشي، او له ښاغلي هاشمي څخه یې وغوښتل چې د غالۍ صنعت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
ښاغلي هاشمي، د شهزاده سرای د ترک قوم صرافانو د شورا رئیس او غړو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د صرافانو رول د هېواد د پولي ثبات، د کورنیو او بهرنیو مالي تبادلو د اسانتیا، او همداراز د سوداګرۍ او پانګونې د ملاتړ په برخه کې مهم وباله، او ډاډ یې ورکړ چې د غالۍ صنعت د ودې په برخه کې به اتاق پوره همکاري وکړي.
 
 
 
 
 
 
سه‌شنبه، د زمري ۱۴مه، ۱۴۰۴