د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د افغان سوداګرو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کولو او د پانګونې د جلبولو په موخه د افغانستان لپاره د ازبیکستان له نوي سفیر ښاغلي اویبک عثمانوف سره په کابل ستار هوټل کې تعارفي غونډه ترسره کړه.
 
په دې غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ښاغلی شیر محمد عباس ستانکزی، د اتاق مشرتابه پلاوی، ښاغلو: محمد یونس مهمند د اتاق لومړی مرستیال، خان محمد سرفراز باز د مدیره پلاوي د دارالانشا رئیس، سید جاوید برهان د مدیره پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس، خان جان الکوزی، محمد داود یوسفزی، ذکریا بریالی، او ضیاالدین اچکزی د مدیره پلاوي غړي، میرزمان پوپل د اتاق مالي او اداري مرستیال سرپرست، یوسف مهمند د کندهار اتاق مشاور، عبدالقاسم امرخیل د وچو میوو اتحادیې رئیس، محمد صابر لطیفي د افغانستان د نندارتونونو مرکز رئیس او د هېواد یو شمېر سوداګر او پانګوالو ګډون کړی وو.
ښاغلي مهمند، د ازبیکستان د نوي سفیر او غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه. هغه د ازبیکستان د اوسني ولسمشر او مخکیني سفیر څخه د افغانستان د وارداتي او صادراتي مالونو د ترانزیتي اسانتیاوو او ویزې د اجرا په برخه کې د همکارۍ لپاره مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې نوی سفیر دې د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ په اقتصادي، فرهنګي، او ټولنیزو اړیکو کې د لا زیات پرمختګ لپاره هڅې وکړي، څو لویې اقتصادي پروژې په شریکه د افغان او ازبیک حکومتونو او خصوصي سکتور تر مشرۍ لاندې پر مخ یوړل شي.
د اتاق لومړي مرستیال، افغانستان او ازبیکستان د جنوبي اسیا او مرکزي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت د وصل نقطه وبلله او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د لا زیاتو اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ. هغه د تېرو درې کلونو په ترڅ کې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو توکو د تبادلې معلومات تشریح کړل او د ښاغلي عثمانوف څخه یې غوښتنه وکړه چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ اتاقونو په ګډون یوه ګډه تجارتي کمیټه جوړه کړي، ترڅو د سوداګرو ستونزې حل او شخړې هوارې کړي.
ښاغلي مهمند، د خصوصي سکتور ستونزې د ویزې په صادرولو کې د چټکټیا نشتون، د ویزې صادرول د لنډې مودې لپاره، او د ازبیکستان خاورې ته د افغان نقلیه وسایطو د ننوتلو لپاره د زیات انتظار یادونه وکړه. هغه، افغانستان د سړکونو د ترانسپورت سازمان غړی یاد کړ او له ښاغلي عثمانوف څخه یې وغوښتل چې د افغان موټرچلوونکو لپاره اوږدمهاله ویزې، د افغان صادراتي مالونو لپاره په تم ځایونو، ګمرکونو، او رېل خطونو کې لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي، ترڅو افغان صادراتي مالونه په چټکۍ سره چین، روسیې او قزاقستان ته انتقال شي.
د اتاق لومړي مرستیال، د دواړو هېوادونو ترمنځ په زونونو کې د ګډو نندارتونونو د جوړولو یادونه وکړه او دا یې د اقتصادي اړیکو په پراختیا کې مهم وباله. هغه د افغانستان او ټولې سیمې هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا پر اړتیا ټینګار وکړ.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د ښاغلي عثمانوف د افغانستان لپاره د نوي سفیر په توګه د ټاکل کېدو مبارکي وویله او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو، اقتصادي، ترانزیتي او سیاسي اړیکو د لا زیاتې پراختیا غوښتنه وکړه. هغه د افغانستان د بهرني سیاست تګلاره اقتصاد محوره وبلله او افغانستان یې د جنوبي اسیا او مرکزي اسیا ترمنځ د ترانزیت مرکز یاد کړ. هغه د بهرنیو چارو وزارت له لوري د ازبیکستان له نوي سفیر سره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.\
ښاغلي عثمانوف، افغانستان د ازبیکستان نږدې دوست او ورور هېواد یاد کړ او د اوسنیو فرصتونو په ګټه اخیستنې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي ودې، د سوداګریزو توکو د تبادلې د زیاتوالي، ګډو پانګونو، او د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په برخه کې د خپلو هڅو ډاډ ورکړ. هغه ژمنه وکړه چې د انرژۍ د تولید، زیربنایی پروژو، په ځانګړي ډول د رېل پټلۍ، د ګازو د استخراج او نورو سکتوري برخو کې د افغان سوداګرو سره د ګډو پانګونو لپاره به هر اړخیزې اسانتیاوې برابرې کړي.
 
 
 
 
 
یکشنبه، د لیندۍ ۴مه، ۱۴۰۳
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د تخصصي کمیټو د جوړولو په لړ کې، د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو تخصصي کمیټه د اتاق د مشرتابه پلاوي په شتون کې جوړه شوه. په دې غونډه کې ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق لومړی مرستیال، ښاغلي خانجان الکوزی، د مشرتابه پلاوي غړی، ښاغلی میرزمان پوپل، د عامل هیات د مالي او اداري مرستیال سرپرست، د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو اتحادیې رئیس او غړي او صادرونکي سوداګرو ګډون درلود.
 
ښاغلي میرزمان پوپل، د تخصصي کمیټو په اهمیت او د سکتورونو د ستونزو په حل کې د دوی په رول خبرې وکړې او قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې یې د هېواد د عمده صادراتي توکو څخه یادې کړې. هغه وویل چې د دې کمیټې په جوړېدو سره به ستونزې حل او قانوني صادرات ډېر شي. نوموړي د دې کمیټې د رهبرۍ د ټاکلو طرزالعمل وړاندې کړ او له سوداګرو او صادرونکو یې وغوښتل چې د کمیټې رئیس، مرستیالان او منشي وټاکي.
ښاغلي محمد یونس مهمند، د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د اتحادیې مشرتابه او صادرونکو ته ښه راغلاست ووایه او د دې سکتور د اهمیت او ستونزو په اړه یې خبرې وکړې. هغه د بدخشان، پنجشیر، کونړ، نورستان او ننګرهار یادونه وکړه، چې ډېر معادن پکې شته. هغه زیاته کړه چې دا کمیټه به د خپلو منظمو غونډو له لارې ستونزې له اړوندو حکومتي ادارو سره شریکې کړي او قانوني صادرات به دوام وکړي.
ښاغلي خانجان الکوزي د اتاق تخصصي کمیټې د سکتورونو د ستونزو او وړاندیزونو د حل لپاره د اتاق او حکومت ترمنځ مهم پل یاد کړ.
د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د اتحادیې رئیس، ښاغلي حاجي فیصل، او نورو غړو د اتاق له تېرو همکاريو څخه مننه وکړه او وویل چې د دې کمیټې په جوړېدو سره به ستونزې راکمې شي.
په پای کې، د کمیټې رهبري وټاکل شوه: ښاغلی حاجي فیصل د رئیس، حاجي عبدالمتین او مطیع الله قاطع د مرستیالانو او میرزا سعید د منشي په توګه وټاکل شول.
 
 
 
 
 
شنبه د ۱۴۰۳ کال د لیندۍ ۳ مه
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د ښاغلیو خانجان الکوزي او ضیاءالدین اچکزي، د اتاق د مشرتابه پلاوي غړو، حاجي شرف الدین، د اتاق د ارشد سلاکار، سردارولي پښتون، د سردارولي تجارتي شرکت رئیس، او د قرطاسیه واردوونکو یو شمېر سوداګرو په حضور کې د مالیې وزارت د ګمرکونو له معین محترم ښاغلي سعید سره وکتل او د قرطاسیه واردوونکو پر ستونزو یې خبرې وکړې.
 
ښاغلي مهمند، د کورنیو تولیداتو ملاتړ او په هېواد کې د فابریکو د ودې په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې هر افغان مکلف دی چې له کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي. هغه د قرطاسیه واردوونکو ستونزې، په ګمرکونو کې د خالي موټرو بندیدو، او د سردارولي پښتون شرکت د مالیاتو ستونزې یادې کړې او د ګمرکونو معینیت له تلپاتي ملاتړ څخه په مننې سره غوښتنه وکړه چې یادې ستونزې دې د مالیې وزارت د موجوده مقرراتو په رڼا کې حل شي.
ښاغلي خانجان الکوزي د خالي موټرو په ګمرکونو کې بندیدل د سوداګرو لپاره زیانمن وبلل او ویې ویل چې دا موضوع د دیمریج او دیتنشن لامل کیږي چې سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اړوي. هغه د دې ستونزې د حل لپاره د ګمرکونو د معینیت همکاري وغوښته.
د قرطاسیه سوداګرو د تعرفې د لوړیدو ستونزه یاده کړه او غوښتنه یې وکړه چې د تعرفې د نویو نرخونو تر ټاکلو پورې دې دوی ته د مخکیني کود له مخې د قرطاسیو واردولو فرصت ورکړل شي.
ښاغلي سردارولي پښتون د خپل شرکت د مالیاتي تصفیې ستونزې او په دې برخه کې د ورپیښ زیان یادونه وکړه او د ګمرکونو د معینیت همکاري یې وغوښته.
د ګمرکونو عمومي معین، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي، د سردارولي شرکت رئیس، او د قرطاسیه واردوونکو خبرې واورېدې او ژمنه یې وکړه چې د خالي موټرو بندیدو او د سردارولي شرکت ستونزې به تر هر اړخیزې ارزونې وروسته حل کړي. هغه وویل چې د قرطاسیه تعرفې د کمولو موضوع باید د تعرفې په کمېټه کې وڅېړل شي او په دې اړه به پرېکړه وشي.
 
 
 
یکشنبه، د ۱۴۰۳ کال د لړم ۲۷
 
 

ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداگریز مرستیال، د هېواد د یو شمېر سوداګرو په ملتیا په قزاقستان کې د سوداګرۍ غونډه کې ګډون وکړ. هغه، د اتاق او خصوصي سکتور په استازیتوب د سوداګرۍ پراختیا، ګډو پانګونو او د مرکزي اسیا هېوادونو لخوا د سوداګریزو اسانتیاوو په اړه خبرې وکړې.
 
په دې غونډه کې د پورته موضوعاتو ترڅنګ په کوچنیو او منځنیو کاروبارونو کې د مصنوعي ځیرکتیا کارولو په اړه هم بحث وشو.
ښاغلي احمدي، د سوداګرۍ، ټرانزیټ، ګډو پانګونو او سوداګریزو اسانتیاوو په برخه کې د اسیايي هېوادونو ګډې همکارۍ مهمې وبللې او د دغو همکاريو د دوام غوښتنه یې وکړه. هغه د مصنوعي ځیرکتیا سیستمونو پلي کول د کوچنیو او متوسطو کاروبارونو د معياري کولو او د نړیوالو بازارونو له نرخونو څخه د هغوی د پوهاوي لپاره اړین وګڼل.
ښاغلي احمدي، په افغانستان کې د عمومي امنیت ټینګښت یې د پانګونې لپاره ښه زمینه وبلله او له مرکزي اسیا هېوادونو سوداګرو څخه یې غوښتنه وکړه چې په مختلفو سکتورونو کې د افغان سوداګرو سره ګډې پانګونې وکړي، ترڅو د افغانستان او اسیايي هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې پراخې شي.
ښاغلي مایل احمدي، د غونډې په څنډه کې د قزاقستان د سوداګرۍ د اتاق له مرستیال سره ځانګړې ناسته وکړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د افغانستان او قزاقستان د اتاقونو ترمنځ د ګډې همکارۍ په اهمیت ټینګار وکړ ترڅو د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا، د زیربنایي پروژو د ودې، د سوداګرو ستونزو ته د رسیدګۍ او د لا زیاتو سوداګریزو اسانتیاوو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.
هغه زیاته کړه چې ګڼ شمېر افغان سوداګر په قزاقستان کې ژوند کوي او په دې هېواد کې یې سترې پانګونې کړي دي، نو قزاقي سوداګرو او پانګه‌والو ته هم په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه شته.
ښاغلي احمدي، څرګنده کړه چې د تېرو کلونو په اوږدو کې یو شمېر افغان سوداګرو له قزاقي سوداګرو سره تجارتي معاملې کړې دي، چې د افغان سوداګرو عمومي پانګونه تر ٥٠ میلونه ډالرو پورې رسیږي او له یادې ډلې ۳۶ شرکتونه له ستونزو سره مخ شوي دي. هغه د قزاقستان د سوداګرۍ د اتاق مرستیال څخه وغوښتل چې د دواړو هېوادونو د اتاقونو مشرتابه باید د حکومتي استازو په ګډون یوه ګډه کمېټه جوړه کړي ترڅو د دغو ستونزو د حل لپاره همکاري وکړي. چې یاد وړاندیز د قزاقستان له خوا هم ورته هرکلی وشو.
 
 
 
 
 
 
پنجشنبه، د ۱۴۰۳ د لیندۍ لومړۍ
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال جلالتمآب ملا عبدالغني برادر، د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي، د اتاق د مشرتابه پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د اتاق ارشد سلاکار ښاغلي حاجي شرف‌الدین، نورو حکومتي چارواکو او د خصوصي سکتور ګڼ شمېر غړو په شتون کې د بخت کمپل تولیدي شرکت د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
 
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال، د بخت کمپل شرکت پرانیسته چې پکې ۹۳۰ میلیونه افغانیو پانګونه شوې، د ورځې ۱۰۰۰ کمپلې تولیدوي او ۹۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابروي، او دایې د صنعت د پرمختګ او د بې‌کارۍ کمولو په برخه کې لویه لاسته راوړنه وبلله او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په برخه کې یې د حکومت هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ. نوموړي، له کورنیو تولیدوونکو وغوښتل چې په خپلو تولیداتو کې د کیفیت لوړولو ته جدي پاملرنه وکړي.
ښاغلي نورالدین عزیزي، د صنعت او کورنیو تولیداتو په وده کې د حکومت د بې‌ساري ملاتړ یادونه وکړه او د دې فابریکې پرانیسته یې د ځان بسیاینې پر لور یو بل ګام وګاڼه. نوموړي د خصوصي سکتور د ودې په برخه کې د حکومت د ملاتړ ډاډ هم ورکړ.
 
 
 
یکشنبه، د ۱۴۰۳ کال د لړم ۲۷مه
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په ولایاتو کې د سوداګرو ستونزو ته د رسیدو، د سوداګرۍ د بهیر چټکتیا، او د پانګونې جلبولو په موخه، یوه آنلاین ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې، ښاغلي توکل احمدیار، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق لومړي مرستیال، ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د اتاق سوداګریز مرستیال، شیرین آغا سخي، د اتاق مالي چارو رئیس، سید جاوید برهان، د اتاق نړیوالو اړیکو رئیس، خانجان الکوزي، محمد داوود یوسفزی، ضیاءالدین اچکزي، او جان آقا صادقي، د مشرتابه پلاوي غړو، میرزمان پوپل د اتاق مالي او اداري چارو سرپرست مرستیال، محمد انور عارفي، د عامل پلاوي د تخنیکي او پالیسۍ مرستیال، او د ولایتي اتاقونو یو شمېر مشرانو او غړو ګډون درلود.
 
د ناستې په پیل کې، ښاغلي میرزمان پوپل، د ناستې اجنډا ګډونوالو ته وړاندې کړه او له هغوی یې وغوښتل چې خپلې ستونزې او وړاندیزونه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه سره شریکې کړي.
ښاغلي توکل احمدیار، د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل چې د دې ناستې اساسي موخه د خصوصي سکتور د ستونزو او ننګونو اوریدل او د حل معقولې لارې موندل دي. هغه له ټولو مشرانو وغوښتل چې د سوداګریزو خدماتو په وړاندې کولو، د پانګونې په اسانتیا، او د ټولنیزو پاڼو په فعالولو کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي. هغه، د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې اتاق، شته ستونزو ته د حل موندلو لپاره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
د ولایتي اتاقونو مشرانو په خپل وار سره خپلې ستونزې او وړاندیزونه د مشرتابه پلاوي سره شریکې کړې چې د صنعتي پارکونو او سړو خونو جوړیدل، د بندرونو د صادراتو ستونزې، د ټرانزیټي او ترانسپورتي چارو ستونزې، د ځینو بندرونو د نورم او ستندرد د خدمتونو نشتون، ګمرکي او مالیاتي ستونزې، د ځینو ولایتي اتاقونو لپاره د ودانیو جوړیدل، د کرنې محصولاتو لپاره د بازار نشتون، د ویزې ترلاسه کولو ستونزه او نور سوداګریز او پانګیز مسایل پکې شامل وو.
ښاغلي محمد یونس مهمند، د ولایتي اتاقونو د مشرانو له خوا د سوداګرو ستونزو او لاسته راوړنو شریکولو څخه مننه وکړه او د اتاق د اساسنامې له مخې یې د سوداګریزو خدماتو په وړاندې کولو ټینګار وکړ. هغه، ډاډ ورکړ چې د ولایتي سوداګرو ستونزې به له اړوندو حکومتي ادارو سره په همغږۍ کې حل کړي. همدارنګه، هغه په شمال ختیځو ولایاتو کې د حکومت له مشرانو سره د لیدنو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړ، په ځانګړي ډول د کندز په ولایت کې د صنعتي پارکونو جوړیدو او معیاري سړو خونو جوړولو په اړه.
ښاغلي خیرالدین مایل، دا ډول ناستې د ولایتي اتاقونو د ستونزو د مطرح کولو لپاره غوره فرصت وباله او د خصوصي سکتور د ستونزو په حل کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
همدارنګه، په دې ناسته کې ښاغلي خانجان الکوزي، سید جاوید برهان، او ضیاءالدین اچکزي د مطرح شویو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې. هغوی له ټولو ولایتي مسؤلینو وغوښتل چې خپلې ستونزې په لیکلي بڼه مرکزي دفتر ته ولیږي او د مرکز له مشرتابه سره په مشوره سیمه‌ییزو چارواکو ته وړاندې کړي ترڅو مناسب د حل لارې وموندل شي.
 
 
 
 
 
دوشنبه، د لړم ۲۸مه، ۱۴۰۳
 
 

مقالات دیگر...