د سوداګرۍ او پانګونې اتاق نوي رئیس د شانداره مراسمو په ترڅ کې معرفي شو

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق نوی رئیس ښاغلی سید کریم هاشمي، د يو شانداره مراسمو په ترڅ کې د لاندې ښاغلیو: د صنعت او تجارت وزارت سرپرست محترم نورالدین عزیزی، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست مولوي هدایت الله بدري، د ملي المپیک ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د اتاق پخوانی عمومي رئیس ښاغلی توکل احمدیار، د اتاق لومړی مرستیال ښاغلی محمد یونس مهمند، د سوداګرۍ مرستیال ښاغلی خیرالدین مایل احمدي، د خدماتي چارو مرستیال ښاغلی نصیر احمد عرب، د هیات مدیره د دارالانشاء رئیس ښاغلی خان محمد سرفراز باز، د مالي چارو رئیس ښاغلی شیرین آغا سخي، د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلی سید جاوید برهان، د هیات مدیره غړی او د افغان-پاک ګډ اتاق رئیس ښاغلی خانجان الکوزی، ښاغلي ذکریا بریالی، محمد داود یوسفزی، سید پرویز سادات هوفیاني، ضیاالدین اچکزی، جان آقا صادقي، احمد فواد دوست، او احمد شکیب احمدیار، د هیات مدیره غړي، د عامل پلاوي د مالي او اداري چارو سرپرست ښاغلی میرزمان پوپل، د پالیسۍ او تخنیکي چارو مرستیال محمد انور عارفي، د کابل، بلخ، ننګرهار، هرات او هلمند ولایتي اتاقونو هیاتونه، د بېلابېلو اتحادیو مشران او د هېواد مخکښ سوداګر په حضور کې وپیژندل شو.
 
ښاغلي احمدیار د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، ښاغلي سید کریم هاشمي ته د نوي رئیس په توګه د ټاکل کېدو مبارکي وویله او یادونه یې وکړه چې ادارو کې بدلون یو اصل دی. نوموړي ډاډ ورکړ چې له نوي رهبري سره به د خصوصي سکتور د اسانتیاوو او ستونزو د حل په برخه کې پوره همکاري وکړي. هغه د خپلو هغو هڅو او لاسته راوړنو یادونه وکړه چې په تېرو شپږو کلونو کې یې د خصوصي سکتور او بې‌وزله خلکو لپاره ترسره کړي، او ټینګار یې وکړ چې له خصوصي سکتور سره به همکاري روانه ساتي.
ښاغلي هاشمي د خپلو راتلونکو پلانونو یادونه وکړه، ویې ویل چې هڅه کوي د اتاق سوداګریزې اړیکې له ټولو حکومتي ادارو، نړیوالو بنسټونو او د سیمې او نړۍ له خونو سره پراخې کړي. نوموړي ژمنه وکړه چې د خصوصي سکتور ستونزې به ژر حل کړي، د افغانستان تولیدات به نړۍ ته معرفي کړي، او افغان او بهرني پانګه‌وال به د هېواد بېلابېلو سکتورونو پانګونې ته وهڅوي.
ښاغلي مهمند د حکومت له رهبري نه د خصوصي سکتور د ملاتړ له امله مننه وکړه او د ښاغلي احمدیار له هڅو قدرداني وکړه. نوموړي د اتاق د تېرو کلونو لاسته راوړنې بیان کړې او ویې ویل چې رهبري تل هڅه کړې تر څو د خصوصي سکتور لپاره غوره خدمات برابر کړي، له همدې امله یې د افغان او د سیمې هېوادونو د متشبثینو ترمنځ ګډ نندارتونونه او سوداګریزې ناستې ترسره کړې دي.
ښاغلي الکوزي د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د تاریخ په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې د اتاق اساسي هدف د هېواد د اقتصاد وده، د خلکو لپاره د کار زمینه برابرول، د سیمې او نړۍ سوداګرو ته د پانګونې فرصتونه معرفي کول، او د هېواد په لویو بنسټیزو پروژو کې د پانګونې راجلبول دي. نوموړي یادونه وکړه چې دغه اتاق تل د حکومت، خصوصي سکتور او بهرنیو مرسته‌کوونکو ترمنځ د اړیکو پل پاتې شوی دی. همدارنګه، هغه د خصوصي سکتور ستونزو د حل لپاره د اتاق رول په ګاونډیو هېوادونو کې مهم وباله او ډاډ یې ورکړ چې د اتاق له پالیسۍ سره سم، هر ډول همکاري له حکومتي ادارو سره ترسره کېږي.
ښاغلي مایل د سوداګرو رول د اقتصاد په وده او د بې‌وزله خلکو په ملاتړ کې مهم وباله. نوموړي وویل چې خصوصي سکتور تل هڅه کړې چې د هېواد په بازارونو کې د خامو موادو بیې متوازنې وساتي. همداراز، نوموړي ډاډ ورکړ چې له نوي رئیس سره به بشپړه همکاري کوي.
ښاغلي بدري د هغه کمیسیون معلومات وړاندې کړل چې د سوداګرۍ اتاق او نورو سکتوري اتاق د مشرتابه د ټاکلو لپاره جوړ شوی.
نوموړي له ټولو سوداګرو وغوښتل چې د کورني صنعت پراختیا ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
ښاغلي عزیزی، د غونډې د جوړونکو قدرداني وکړه او ادارو کې بدلون او تبدیل یو اصل وباله. نوموړي د حکومت پالیسي اقتصادمحوره وبلله. هغه د ښاغلي توکل احمدیار له تېرو شپږو کلونو خدمتونو مننه وکړه او سوداګر یې وهڅول چې د صنعت د ودې په هدف له کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي.
 
 
 
 
 
دوشنبه، د زمري ۶مه، ۱۴۰۴