د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، ښاغلی سید کریم هاشمي، د ښاغلو: محمد یونس مهمند د اتاق لومړی مرستیال، نصیر احمد عرب د خدماتي چارو مرستیال، خان محمد سرفراز باز د مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس، شیرین آغا سخي د مالی چارو رئیس، سید جاوید برهان د نړیوالو اړیکو رئیس، خان جان الکوزی د افغان – پاک ګډ اتاق رئیس او د مدیره پلاوي غړی، ضیاءالدین اچکزی، احمد شکیب احمدیار د مدیره پلاوي غړي، او میرزمان پوپل د عامل ریاست سرپرست په حضور کې، د اتاق له کارکوونکو او د بېلابېلو دیپارتمنتونو له مسؤلینو سره تعارفي ناسته ترسره کړه.
ښاغلي پوپل د اتاق کارکوونکي د عمومي رئیس سره معرفي کړل، او د هغوی له کلونو بېدریغه خدمتونو څخه چې د نندارتونونو، سوداګریزو ناستو د تنظیم، او د خصوصي سکتور غړو ته د خدماتو په برخه کې یې کړي دي، یادونه وکړه.
همداراز، د امام ابو حنیفه (رح) په نوم د ملي او نړیوال نندارتون د څلورم پړاو د نږدې جوړېدو په اړه یې ښاغلي هاشمي ته معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي هاشمي عامل پلاوي د کارکوونکو له لاسته راوړنو او کړنو خوښي وښوده، او یادونه وکړه چې د اتاق اساسي موخه د خصوصي سکتور غړو ته غوره خدمات وړاندې کول دي.
نوموړي مسؤلینو او کارکوونکو ته اړینې لارښوونې هم وکړې، څو پانګهوالو او سوداګرو ته لا مؤثر او باکیفیته خدمات ورسوي.
سهشنبه، د ۱۴۰۴ کال د زمري ۷مه