ښاغلي محمد انور عارفي، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي مرستیال، د قرغیزستان له سفیر محترم تورداکن صدیقوف او د هغه د مرستیال محترم دانیار ژولچیف سره د یاد هېواد په سفارت کې ولیدل او د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه یې خبرې وکړې.
ښاغلي عارفي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او د هغو سوداګریزو ناستو په اړه معلومات وړاندې کړل چې د څو مودې وړاندې د اتاق له لوري د افغانستان او قرغیزستان د خصوصي سکتور ترمنځ ترسره شوې وې.
نوموړي د اوسني وضعیت فرصتونه د پانګونې لپاره مناسب وبلل او له قرغیز سفیر څخه یې وغوښتل چې د ګډو نندارتونونو او سوداګریزو ناستو د ترسره کولو په برخه کې له اتاق سره همکاري وکړي.
د پالیسۍ مرستیال، اتاق د خصوصي سکتور، دولت او بهرنیو شریکانو ترمنځ د اړیکو پل وباله او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرو ګډو پانګونو ته – په تېره بیا د نفتو او ګازو د وارداتو په برخه کې – د سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې ډېر اهمیت ورکړ.
نوموړي ډاډ ورکړ چې اتاق به د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور د ټولو سوداګریزو ستونزو د حل لپاره هر اړخیز ملاتړ کوي.
ښاغلي صدیقوف د ښاغلي عارفي هرکلی وکړ او د افغانستان، ازبکستان، قرغیزستان او چین ترمنځ د څلور اړخیزې سوداګریزې همکارۍ د تفاهمنامې یادونه وکړه. نوموړي وویل چې هېواد یې د افغانستان له خصوصي سکتور سره د ګډو سوداګریزو همکاریو او پانګونو د پراختیا لپاره لیوالتیا لري. همدارنګه، نوموړي د خصوصي سکتور د ستونزو د هواري او د هغوی د هڅونې لپاره پر پرلهپسې ناستو ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د افغان او قرغیز سوداګرو ترمنځ به د ګډو پانګونو لپاره له خپلې خوا هر اړخیز ملاتړ کوي.