د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس د میدان وردګو اتاق له رئیس، د مشرتابه له غړو او یو شمېر پیژندل شویو سوداګرو سره وکتل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، ښاغلي سید کریم هاشمي، د اتاق د مشرتابه د غړي محترم احمد فواد دوست، او د هېواد د وتلي سوداګر، ښاغلي مایل خیرخواه، په حضور کې، د میدان وردګو د سوداګرۍ اتاق له رئیس او مشرتابه پلاوي، د هېواد له نامتو سوداګرو ښاغلي رفیع عظیمي، زلگی عظیمي، او د هغوی له ملګرو سره، د اتاق د مشرتابه په مرکزي دفتر کې چې په شهرنو کابل کې موقعیت لري، لیدنه وکړه.
 
ښاغلي هاشمي، د میدان وردګو د اتاق د مشرتابه پلاوي او د نوموتو سوداګرو د راتګ هرکلی وکړ، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق یې د هېواد د ټولو سوداګرو ګډ کور وباله، او یادونه یې وکړه چې د اتاق اساسي هدف د خصوصي سکتور غړو ته غوره خدمات وړاندې کول دي.
د میدان وردګو د اتاق مشرتابه پلاوي او سوداګرو، محترم سید کریم هاشمي ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عمومي رئیس په توګه د ټاکل کېدو مبارکي وویله، او نوموړي ته یې ډاډ ورکړ چې په ټولو کاري چارو کې به ورسره هر اړخیزه همکاري کوي.
 
 
 
 
 
چهارشنبه، د زمري ۸مه، ۱۴۰۴