ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، هندوستان ته د سفر پر مهال د هندوستان د سوداګرۍ او صنعت فدراسیون د سویلي اسیا او افغانستان د څانګې له مرستیال، ښاغلي ګاتم ګوش سره وکتل او د سوداګرۍ د پراختیا، پانګونو او ګډو همکاریو په اړه یې بحث او نظرونه تبادله کړل.
 
ښاغلي مهمند، په افغانستان کې د پانګونې د ښه فرصتونو د توضیح ورکولو تر څنګ، په هېواد کې د سرتاسري امنیت تامین، د اداري فساد له منځه وړل او د کوکنارو د کښت درول د سوداګرۍ او ګډو پانګونو د پراختیا لپاره مهم وبلل. هغه د هندوستان د سوداګرۍ او صنعت د فدراسیون له مسؤولینو وغوښتل چې هندي سوداګر او پانګه‌وال وهڅوي، څو په افغانستان کې په بېلابېلو اقتصادي سکتورونو کې ګډې پانګونې وکړي.
ښاغلي مهمند، د امام ابوحنیفه (رح) کلني نندارتون ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې په تېرو کلونو کې د بېلابېلو هېوادونو سوداګرو پکې پراخ ګډون کړی دی. هغه له ښاغلي ګاتم ګوش څخه غوښتنه وکړه چې د راتلونکي کال په نندارتون کې ګډون وکړي او هندي سوداګر هم وهڅوي چې په دغه نندارتون کې برخه واخلي.
ښاغلي ګاتم ګوش، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، یادونه وکړه چې هندي سوداګر او پانګه‌وال د افغانستان په کرنې، روغتیا، برېښنا تولید او کانونو استخراج برخو کې پانګونې ته لېواله دي. هغه ژمنه وکړه چې د راتلونکي کال په څلورم امام ابوحنیفه (رح) نندارتون کې به ګډون وکړي او هندي سوداګر به هم وهڅوي، ترڅو په دې نندارتون کې برخه واخلي.
 
 
 
 
 
پنجشنبه، د ۱۴۰۳ کال د کب ۲مه
 
 

ښاغلي توکل احمدیار، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، د ښاغلیو: حاجي محمد ظاهر، د کاپیسا د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي غړي، او جلال‌الدین سعید، د کندافروت شرکت رئیس، په ملتیا، دوبۍ ګلفوډ نندارتون ته څخه یې لیدنه وکړه او د افغان سوداګرو غرفې یې وکتلې.
 
ښاغلي احمدیار، د نندارتون د لیدنې پر مهال له افغان سوداګرو سره خبرې وکړې، د افغانستان د خوراکي توکو د معرفي کولو او د سوداګرو له ستونزو خبر شو. هغه ډاډ ورکړ چې په راتلونکي کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به د افغان سوداګرو پراخ ګډون ته زمینه برابروي.
د ۲۰۲۵ کال ګلفوډ نندارتون د فبرورۍ له ۱۷مې څخه د ۲۱مې (د سلواغې ۲۹ – د کب ۳) پورې د دوبۍ نړیوال سوداګریز مرکز کې دوام لري، ۴۰۰۰ غرفې لري او د ۱۵۶ هېوادونو تولیدات پکې نندارې ته وړاندې کېږي. افغانستان هم هر کال پکې ګډون کوي، او سږکال افغان سوداګرو ۱۵ غرفې نیولي دي.
 
 
 
چهارشنبه، د کب لومړی، ۱۴۰۳
 

دا ناسته د ښاغلي میر زمان پوپل، د مالي او اداري معاونیت سرپرست، ښاغلي امانت خان زمه ‌وار مالي مفتش، د مرکزي اتاق د بېلابېلو ریاستونو آمرینو او د ولایتونو اتاقونو د عامل پلاوي مدیرانو په ګډون ترسره شوه.
 
په پیل کې، ښاغلي پوپل د روان کال د اتاق د فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او له ولایتي اتاقونو یې وغوښتل چې خپل کاري راپورونه چمتو او وړاندې کړي. همدارنګه، نوموړي د تشکیل، بودیجې او د راتلونکي کال د کاري پلانونو په اړه هم لارښوونې وکړې، ترڅو اتاق وکولی شي د روان کال لاسته راوړنې پراخې کړي او راتلونکي کال ته دقیق پلانونه عملي کړي.
وروسته، د بېلابېلو څانګو آمرینو خپلې نظریې او وړاندیزونه له ناستې سره شریک کړل او د ولایتي کارمندانو هڅې یې وستایلې، هغوی ته یې مسلکي مشورې ورکړې او د خصوصي سکتور د خدماتو وړاندې کولو ته یې وهڅول.
په پای کې، د ولایتي اتاقونو عامل مدیرانو خپلې نظریې، طرحې او وړاندیزونه له ناستې سره شریک کړل. د مالي او اداري معاونیت سرپرست ژمنه وکړه چې د هغوی ستونزې به له مشرتابه پلاوي سره شریکې کړي او د حل لپاره به لازم اقدامات ترسره کړي.
 
 
 
دوشنبه، د سلواغې ۲۹، ۱۴۰۳
 

ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، د خپل سفر پر مهال په ډیلي کې د افغان-هند سوداګرو شورا له رئیس او غړو او همداراز د وچو میوو سوداګرو اتحادیې له رئیس او غړو سره وکتل او د سوداګرۍ او ګډو پانګونو د پراخوالي په اړه یې خبرې وکړې.
 
ښاغلي مهمند، د وچو میوو د سوداګرو د اتحادیې د غړو خبرې واورېدلې او د ویزې، صادراتو او ګمرکي ستونزو په برخه کې یې د هغوی اندېښنې وڅېړلې. نوموړي ژمنه وکړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه به د دوی ستونزې د افغانستان له اړوندو حکومتي مقاماتو، په ځانګړي ډول د بهرنیو چارو او صنعت او سوداګرۍ له وزارتونو سره شریکې کړي او د حل لپاره به اړین اقدامات وکړي.
د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د افغان-هند سوداګرو شورا له غړو سره د لیدنې پر مهال په افغانستان کې د پانګونې فرصتونو په اړه معلومات ورکړل او هندي سوداګر یې وهڅول چې په بېلابېلو اقتصادي برخو کې ګډې پانګونې وکړي.
 
 
 
 
دوشنبه، د سلواغې ۲۹، ۱۴۰۳
 
 

ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، هند هېواد ته د خپل سفر په دویمه او درېیمه ورځ په سورج کنج نندارتون کې د یاد هېواد د تولیداتو، په ځانګړي ډول د قالینو او نورو افغاني محصولاتو غرفو څخه، لیدنه وکړه او د افغان سوداګرو پر ستونزو یې بحث او خبرې وکړې.
 
ښاغلی مهمند نندارتون ته له رسېدو سره سم، د نندارتون د رئیس لخوا ورته تود هرکلي وشو. نوموړي، د افغانستان د محصولاتو غرفې وکتلې، له افغاناوهندی سوداګرو سره یې خبرې وکړې او د هغوی ستونزې چه دمجاهد صافی په دهلی کی دافغان سوداگرو دفترمسؤل لخوانه معلومات ورکول کیده واورېدې. هغه ژمنه وکړه چې دغه ستونزې به د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مشرتابه سره شریکوي او د اړتیا په صورت کې به هر ډول همکاري ترسره کړي.
ښاغلي مهمند د امام ابوحنیفه (رح) کلني نندارتون او پکې د شته فرصتونو په اړه د سورج کنج نندارتون رئیس ته معلومات ورکړل او هغه ته یې بلنه ورکړه چې د افغانستان په راتلونکي نندارتون کې ګډون وکړي او همدارنګه، د ITF او هندي سوداګرو ته د یاد نندارتون د ګډون لپاره هڅونه وکړي.
په همدې ډول، ښاغلي محمد یونس مهمند د خپل سفر په څلورمه ورځ د افغان سوداګرو دفتر ته لاړ، او په یاد دفتر کې یې له هندي سوداګرو سره وکتل. نوموړي، د افغانستان د پانګونې فرصتونه تشریح کړل او له هندي سوداګرو او پانګوالو یې وغوښتل چې د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې ګډې پانګونې وکړي. هغه، د حکومت د مشرتابه مقام لخواه د پانګونې به برخه کې د اسانتیاوو برابرولو د لارښونو او د حکومت د اقتصاد-محوره سیاست یادونه وکړه.
همداراز، ښاغلي مهمند، د دوشنبې په ورځ، د سلواغې په ٢٩مه، له افغان سوداګرو سره جلا ناسته وکړه، د دوی ستونزې یې واورېدې او ژمنه یې وکړه چې د اړوندو دولتي ادارو سره به د ستونزو د حل لپاره بشپړه همغږي رامنځته کړي.
 
 
 
دوشنبه، د سلواغې ۲۹مه، ۱۴۰۳
 
 

ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، هندوستان ته د خپل سفر په لړ کې، د پراګمتي میدان نندارتون (ITF) له مسؤلینو سره وکتل او د افغان سوداګرو د ګډون په اړه یې ورسره خبرې وکړې.
 
ښاغلي مهمند، د هند د پراګمتي میدان نندارتون (ITF) کې د افغان سوداګرو د ګډون په اړه، چې باید د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق تر چتر لاندې تنظیم شي، له مسؤلینو سره خبرې وکړې. هغه همداراز د یاد نندارتون په تېرو کلونو کې د افغانستان د محصولاتو د لاسته راوړنو یادونه وکړه.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، د امام ابوحنیفه (رح) کلني نندارتون او په افغانستان کې د پانګونې فرصتونو په اړه د پراګمتي میدان نندارتون له مسؤلینو سره معلومات شریک کړل. همداراز، د ITF له رئیس او هندي سوداګرو یې غوښتنه وکړه چې د راتلونکي کال ندارتون کې ګډون وکړي.
 
 
 
سه‌شنبه، د سلواغې ۳۰مه ۱۴۰۳
 
 

مقالات دیگر...