د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د کار نړیوال سازمان (ILO) له رئیس سره لیدنه وکړه

یاده ناسته چې د اتاق په مرکزي دفتر کې وشوه، په کې ښاغلي خیرالدین مایل احمديد مدیره پلاوي تجارتي مرستیال، شیرین آغا سخي د مدیره پلاوي مالي رئیس، انجنیر سید جاوید برهان د مدیره پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس، خانجان الکوزی د مدیره پلاوي غړی او د افغان-پاک ګډ اتاق رئیس، ذکریا بریالی د مدیره پلاوي غړی، میرزمان پوپل د عامل پلاوي مالي او اداري سرپرست مرستیال، محمد انور عارفي د عامل پلاوي د پالیسۍ مرستیال، جان آقا نوید د عامه اړیکو آمر او جبران حکیمي د سوداګرۍ پراختیا آمر ګډون کړی و.
 
ښاغلي مایل احمدي، ښاغلي تي تي هیبار کاري ته ښه راغلاست وویلو او د اتاق د ۹۴ کلنو فعالیتونو، د ۲۸ ولایتونو او ۲ ولسوالیو لپاره د خدماتو وړاندې کولو په اړه معلومات ورکړل، او له ILO د همکارۍ مننه یې وکړه.
انجنیر سید جاوید برهان د اتاق او ILO ترمنځ د همکارۍ پر اهمیت خبرې وکړې او د اتاق له لوري د نړیوالو سازمانونو لپاره پر وړاندیز شویو طرحو یې ټینګار وکړ.
هغه زیاته کړه چې د اتاق مشرتابه غواړي د ILO پروګرامونه د اتاق په همکارۍ پلی شي.
ښاغلو شیرین آغا سخي او ذکریا بریالی هم د ناستې په اړه خپلې ګټورې څرګندونې وکړې.
ښاغلي میرزمان پوپل د اتاق د فعالیتونو، د صادراتو پروسې، د مبدأ سندونو، ملي او نړیوالو نندارتونونو، د هوایي دهلیز له لارې صادراتو، اروپايي اتحادیې ته صادرات، د اروپایي هیوادونو معیارونه، او د خصوصي سکتور لپاره د بېلابېلو خدمتونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي تي تي له اتاق سره د دې لیدنې له امله خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې له افغانستان سره د ماموریت له پیله یې غوښتل دا لیدنه ترسره شي.
هغه له اتاق مننه وکړه چې دا فرصت یې برابر کړ تر څو د ILO برنامې د اتاق له مشرتابه سره شریکې کړي.
هغه اتاق د ILO یو ښه او دوامدار شریک وباله او ژمنه یې وکړه چې د خصوصي سکتور وړاندیزونه به د نړیوالو سازمانونو، په ځانګړي ډول یوناما سره شریک او ملاتړ به ترې وشي، او همداراز د اروپايي هیوادونو ته د صادراتو پراخولو او د هوایي دهلیز پروګرام د ملاتړ لپاره به لازمې آسانتیاوې برابروي.
په پای کې، د ښاغلي خانجان الکوزي له خوا د خبرو جمع بندي وشوه او د اتاق او د کار نړیوال سازمان ترمنځ د یو تخنیکي کمیټې د جوړېدو، د همکاریو پراختیا او د ګډو پروژو د تطبیق لپاره ټینګار وشو.
 
 
 
 
 
پنجشنبه، د چنګاښ ٢٦مه، ۱۴۰۴