د خصوصي سکتور د پیاوړتیا په موخه د کابل ولایت او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ګډ کنفرانس ترسره شو

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق، د خصوصي سکتور د ستونزو د شریکولو او د مناسب حل‌لارو د موندلو په موخه، تر عنوان لاندې: «د کابل ولایت او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ګډ کنفرانس د خصوصي سکتور د پیاوړتیا لپاره» په انټرکانټیننټل هوټل کې جوړ کړ.
 
په دې کنفرانس کې ښاغلیو: مولوي عبدالسلام حنفي د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال، نورالدین عزیزی د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، مولوي محمد امان عبید د کابل والي، عبدالمتین سعید د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو معین، عبدالطیف نظري د اقتصاد وزارت معین، محمد یونس مهمند د اتاق لومړی مرستیال، خیرالدین مایل احمدي د اتاق تجارتي مرستیال، خان محمد سرفراز باز د مشرتابه پلاوي د دارالانشا رئیس، خان جان الکوزی د افغان-پاکستان ګډ اتاق رئیس او د مشرتابه پلاوي غړی، محمد گردیزی، سید پرویز سادات هوفیاني، او ضیاءالدین اچکزی د اتاق د مشرتابه پلاوي غړي، سید جمیل سادات د کابل اتاق رئیس، میرزمان پوپل د اتاق د مالي او اداري مرستیال سرپرست، احمدجان بلال د امارتي شرکتونو رئیس، محمد همایون خواجه زاده د کابل اتاق تجارتي مرستیال، عبدالجبار صافي د صنایعو ټولنې رئیس، او د مختلفو سکتورونو د اتحادیو مسؤلین د میوو، درملو، خصوصي روغتونونو، لوړو زده کړو، موټر پلور، فرنیچر، الکترونیک، بانکدارۍ، جامو او صرافۍ او یو شمېر سوداګر او دولتي مسؤلین ګډون وکړ.
ښاغلي مهمند ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، کابل یې د افغانستان له مهمو اقتصادي او فرهنګي ولایتونو څخه وباله او د دولتي ادارو له ملاتړ او همکارۍ څخه یې مننه وکړه.
نوموړي د کنفرانس اصلي هدف د خصوصي سکتور ستونزو راپورته کول، د حل‌لارو موندل، پانګونې ته د بلنې ورکول، او د مهمو اقتصادي پروژو د پلي کېدو څرنګوالی وباله.
هغه امنیت، د کوکنارو د کښت مخنیوی، او د اداري فساد د کمښت موضوعات د حکومت مهمې لاسته راوړنې وبللې، او ټینګار یې وکړ چې نورې سترې پروژې هم باید عملي شي.
ښاغلي مهمند د پانګوالو او صنعتکارانو رول د اقتصادي ودې او د کار پیدا کولو لپاره ډېر مهم وباله، او یادونه یې وکړه چې د برېښنا، معیاري سړکونو، د څښاک اوبو، فاضلاب، صنعتي او روغتیایي ځمکو، هوټلونو او بانکدارۍ د تعزیراتو ستونزې لا هم موجودې دي، خو خصوصي سکتور چمتو دی چې د حکومتي ادارو سره ګډ کار وکړي.
نوموړي د نړیوالو اتاقونو سره د اړیکو ارزښت یاد کړ، وې ویل چې اتاق د افغانستان اقتصادي فرصتونه بهرنیو پانګوالو ته معرفي کړي دي.
همداراز، هغه د مهاجرینو سره د مرستې له امله د هېوادوالو، ولایتي اتاقونو او نورو اړوندو ادارو څخه مننه وکړه، او وړاندیز یې وکړ چې د کابل ولایت مقام سره دې د یوه ګډ تخنیکي کمیټې د جوړېدو له لارې، د خصوصي سکتور ستونزې لا ژر حل شي.
ښاغلي والي د دا ډول کنفرانسونو دوام ته ارزښت ورکړ او وویل چې دا غونډې د خصوصي سکتور د ستونزو د حل او د خلکو د استخدام د زمینې برابرولو لپاره ډېرې ګټورې دي.
هغه له سوداګرو وغوښتل چې له اوسني فرصتونو استفاده وکړي او تجارتونه پراخ کړي.
نوموړي ډاډ ورکړ چې د کابل ولایت مقام به د سوداګرو او پانګوالو لپاره لا زیاتي اسانتیاوې برابرې کړي.
ښاغلي حنفي د کنفرانس له جوړونکو مننه وکړه او وویل: د امارت له راتګ سره، تاجران او خلک په خپلو ورځنیو کارونو کې مصروف دي، چې دا د امنیت او نظم څرګندونه کوي.
نوموړي وویل چې ډېر ژر به ټولې حکومتي ادارې ډیجیټل شي، چې دا به د خدماتو کیفیت لوړ کړي.
هغه خصوصي سکتور ته بلنه ورکړه چې په بیلابیلو برخو، په ځانګړي ډول د انرژۍ په تولید کې پانګونه وکړي او د هیواد د پرمختګ برخه‌وال شي.
ښاغلي باز د هغو مهاجرینو د وضعیت په اړه خبرې وکړې چې له ایران او پاکستان څخه ایستل شوي دي. هغه له ټولو افغان سوداګرو وغوښتل چې لاسونه سره ورکړي او له دغو ورونه سره مالي مرسته وکړي.
ښاغلي بلال د هغو پروژو په اړه معلومات ورکړل چې د ۱۴۰۴ کال په اوږدو کې به د انرژۍ د تولید په برخه کې پرانیستل شي. هغه وویل، دا پروژې کولای شي د کابل ښار د اوسېدونکو او صنعتکارانو د برېښنا د کمښت ستونزه په پام وړ ډول راکم کړي.
د مختلفو اتحادیو مسؤلینو، د خپلو اړوندو سکتورونو د فعالیتونو او لاسته راوړنو د تشریح ترڅنګ، د خصوصي سکتور پر وړاندې د شته ستونزو یادونه وکړه او له حکومتي چارواکو یې د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه. دوی مهمې ستونزې داسې بیان کړې: د بهرنیو هېوادونو د ویزو په اخیستلو کې ستونزې، د بانکي تعزیراتو شتون، د حقوقي ادارو له لوري له بانکونو سره د لازمې همکارۍ نشتون، د بانکي دوسیو ته په محاکمو کې نه‌لومړیتوب، د حکومتي ادارو د کارونو د ډیجیټلي کېدو اړتیا، د سککو قانون نه‌تصویب، له پاکستاني مقاماتو سره د واګه بندر د پرانیستلو اړوند مذاکرات، د مالیاتو ارزونه، د کرایو لوړوالي ستونزه، د سړو خونو نه‌شتوالی، او د صادراتو او وارداتو لپاره د ۲۴ ساعته ترانسپورتي خدماتو نه‌برابرېدل.
 
 
 
 
 
سې‌شنبه، د ۱۴۰۴ د چنګاښ ۳۱مه