ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، د افغانستان لپاره د آلمان هېواد دوحه میشت سفیر ښاغلي رولف دیتر رینهارد سره، د ښاغلي عبدالمتین غالب، د اتاق د نړیوالو اړیکو مسؤل په حضور کې وکتل او خبرې یې وکړې.
ښاغلي مهمند د افغانستان او آلمان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراخوالي پر اهمیت ټینګار وکړ، او د آلمان د خلکو او دولت له خوا د افغان ولس، په ځانګړي ډول له خصوصي سکتور سره د مرستو او همکاريو څخه مننه وکړه. هغه وویل چې د افغانستان خصوصي سکتور چمتو دی چې وچې او تازه میوې، زعفران، قیمتي او نیمهقیمتي ډبرې د آلمان بازارونو ته صادر کړي.
ښاغلي مهمند د افغانستان د نوي سوداګریز وضعیت په اړه هم معلومات ورکړل او یادونه یې وکړه چې د ټول هېواد امنیت، د اداري فساد له منځه وړل، او د کوکنارو صفر کښت د پانګونې لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کړی دی.
نوموړي د افغانستان د سوداګرۍ اتاق او د آلمان د سوداګرۍ اتاق ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د افغان سوداګرو یو پلاوی به د روان میلادي کال د اکتوبر په میاشت کې د دوسلدورف نړیوال نندارتون کې د ګډون او لیدنې لپاره آلمان ته سفر وکړي. هغه له آلماني سفیر څخه وغوښتل چې د دغه سفر د اسانتیا، لیدنو او همغږیو په برابرولو کې مرسته وکړي.
همداراز، ښاغلي مهمند د افغانستان د کشمشو د تولید او پروسس په اړه معلومات وړاندې کړل، وې ویل چې اوس دا کشمش د اروپايي معیارونو سره برابر دي، او له آلماني سفیر څخه یې وغوښتل چې د یاد محصول د صادراتو په برخه کې همکاري وکړي.
د لیدنې پر مهال، د آلمان د هوایي کارګو شرکت د معرفي موضوع هم مطرح شوه، چې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د هند بازارونو ته د لېږد لپاره وکارول شي.
په پای کې، ښاغلي رولف دیتر رینهارد د ټولو مطرح شویو موضوعاتو هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ چې په یادو برخو کې به هر اړخیزه همکاري کوي. هغه چمتووالی وښود چې د افغانستان او آلمان د سوداګرۍ اتاقونو ترمنځ د ګډو ناستو زمینه د تاشکند او دوبۍ ښارونو کې هم برابره کړي.
سېشنبه، د ۱۴۰۴ د چنګاښ ۳۱مه