د سوداګرۍ او پانګونې اتاق، د ترانسپورتي شرکتونو او د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت تر منځ مقدماتي تخنیکي ناسته وشوه.

دغه مقدماتي تخنیکي ناسته د دې لپاره جوړه شوې وه چې د TIR سیستم له لارې قزاقستان ته د لومړۍ سوداګریزه محمولې د انتقال زمینه برابره شي. دا ناسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي غړي او د افغان-پاک ګډ اتاق رئیس ښاغلي خانجان الکوزي، د اتاق د عامل پلاوي د پالیسي او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي، د ترانسپورت وزارت د ځمکنۍ ترانسپورت آمر ښاغلي محمدي او یو شمېر ترانسپورتي شرکتونو د استازو په ګډون، د اتاق په مرکزي دفتر کې ترسره شوه.
 
ښاغلي الکوزي د TIR سیستم د ترانزیتي اسانتیاوو او د سیمې هېوادونو ته د صادراتو د زیاتوالي په برخه کې مهم رول بیان کړ او د خصوصي سکتور لپاره یې د دغه سیستم فعالول یوه عاجله اړتیا وبلله.
هغه د دې سیستم د ستونزو د حل غوښتنه وکړه او د TIR سیستم د پیاوړتیا په برخه کې یې د اتاق بشپړ ملاتړ څرګند کړ.
ښاغلي محمدي د هغو ناستو یادونه وکړه چې څو ورځې وړاندې یې د ازبکستان او قزاقستان له حکومتي چارواکو سره د TIR سیستم له لارې د محمولې د انتقال د بیا پيل په موخه ترسره کړې وې، او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق څخه یې د دې سیستم د فعالولو په برخه کې د همکاریو غوښتنه وکړه.
د ترانسپورتي شرکتونو مسوولینو هم خپلې ستونزې بیان کړې او ډاډ یې ورکړ چې د خپلو مالونو د انتقال لپاره به له TIR سیسټم څخه استفاده کوي او لازمې همکارۍ به ترسره کوي.
 
 
 
 
 
چهارشنبه، د چنګاښ ٢٥مه، ۱۴۰۴