ښاغلي محمد انور عارفي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پالیسۍ او تخنیکي مرستیال، له ښاغلي اندري روی مویچ، چې د افغانستان ـ روسیې د ګډ سوداګریز کمیټې رئیس دی، سره آنلاین لیدنه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه یې بحث او نظرونه تبادله کړل.
ښاغلي عارفي د دواړو هېوادونو سوداګریزې او اقتصادي اړیکې په ښه کېدو وبللې او لاندې موضوعات یې د سوداګرۍ پراختیا لپاره مهم وګڼل: افغان سوداګرو ته د ویزې د صدور آسانتیا، د بانکي ستونزو حل، د افغان صادراتي توکو لپاره د ترجیحی تعرفو تطبیق، د ګډو نندارتونونو او سوداګریزو غونډو جوړول، د خصوصي سکتور ترمنځ د تجارتي تفاهملیکونو لاسلیک، د روسیې د صادراتو د بسته بندۍ معیارونو افغان سوداګرو ته معرفي کول، او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ اتاقونو ترمنځ آنلاین ناستې.
هغه وویل افغانستان د سرو زرو، سپینو زرو، نفرایت، مسو، لاجورد، کرومایټ او ډبرو سکرو غني کانونه لري، او له ښاغلي اندري څخه یې وغوښتل چې روسي سوداګر دې د افغانستان د کانونو او انرژۍ د تولید په سکتورونو کې پانګونې ته وهڅوي.
ښاغلي اندري د روسي سوداګرو د علاقې یادونه وکړه چې غواړي د سرو زرو، زمردو، نفتو کانونه واکاږي او په افغانستان کې د شیشې د تولید فابریکه جوړه کړي.
نوموړي ډاډ ورکړ چې د سوداګریزو ناستو، د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ اتاقونو ترمنځ د آنلاین ناستې او د روسي پانګوالو د هڅونې په برخه کې به همکاري وکړي.
پنجشنبه، د ۱۴۰۴ د اسد ۲مه