د خصوصي سکتور د نظریاتو، وړاندیزونو او ستونزو د راټولولو په موخه د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د ولایتي اتاقونو د مشرتابه پلاوي غونډه ترسره شوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق، د خصوصي سکتور د نظریاتو او وړاندیزونو د شریکولو په موخه د اسلامي امارت له لوړپوړو چارواکو سره او د دوی د ستونزو د حل په موخه، د مرکزي اتاق و ولایتی اتاقونو د رئیسانو او د مشرتابه پلاوي سراسري غونډه د اتاق د لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د تجارتي مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي غړي او د افغان-پاک ګډ اتاق رئیس ښاغلي خانجان الکوزي، او د مدیره پلاوي نورو غړو ښاغلو محمد گردیزی، سید پرویز سادات هوفیانی، ذکریا بریالی او ضیاالدین اچکزي، د اتاق د مالي او اداري مرستیال سرپرست ښاغلي میرزمان پوپل، او د ولایتونو د اتاقونو د رئیسانو په ګډون د کابل په انټرکانټیننټل هوټل کې ترسره کړه.
 
ښاغلي سرفراز باز، ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د دې غونډې اساسي موخه د مرکز او ولایتي اتاقونو د تیرو شپږو کلونو لاسته راوړنو، ستونزو، نظریاتو او وړاندیزونو راټولول یاد کړل، چې ټاکل شوې دا مطالب به په بله جلا ناسته کې له لوړپوړو حکومتي چارواکو سره شریک شي، او د خصوصي سکتور د شته ستونزو د حل لپاره به اقدامات وشي. هغه، له ټولو رئیسانو او د ولایتي د اتاقونو د مشرتابه پلاوي غړو غوښتنه وکړه چې د خپلو ولایتونو د خصوصي سکتور نظریات، طرحې او ستونزې دې په دې ناسته کې شریکې کړي.
ښاغلي مهمند، د خصوصي سکتور د ټولو غړو څخه له حکومت او ولس سره د همکارۍ له امله مننه وکړه. نوموړي د اتاق د تېرو ۹۴ کلونو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل، او د سوداګرو یوه لویه ستونزه چې د کلونو راهیسې د مالیاتو ارزونه ده، یاده کړه. هغه له ټولو ګډونوالو وغوښتل چې د مالیاتو د تادیې په اړه خپلې واحدې طرحې د ګمرکونو لپاره له حکومتي هیئت سره شریکې کړي.
ښاغلي مهمند، وویل چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په بېلابېلو سکتورونو کې د پانګونې د جلب، او د افغانانو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې فعاله ونډه اخیستې ده. هغه زیاته کړه، اتاق د افغان سوداګرو وارداتي توکو د کراچۍ له بندره د خوشې کېدو او د تورخم لارې د بیا پرانیستلو په برخه کې له حکومت سره ګډ ګامونه اخیستي دي.
د اتاق لومړي مرستیال وویل چې له سیمې، په ځانګړي ډول له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان سوداګریز روابط د ښه والي پر لور روان دي، او ژر به د چابهار بندر له لارې هندوستان ته د بارونو لېږد بیا پیل شي. نوموړي ډاډ ورکړ چې د ولایتونو د خصوصي سکتور ستونزې به له اړوندو حکومتي چارواکو سره په بشپړه توګه شریکې کړي.
ښاغلي مهمند، د واخان دهلیز یې د یوه ستر اقتصادي ترانزیټي مسیر په توګه یاد کړ، چې د چین هېواد سره د سوداګریزو تبادلو د نښلولو ټکی بلل کېږي، او ټینګار یې وکړ چې دواړو هېوادونو باید په عملي اقداماتو تمرکز وکړي.
ښاغلي مایل، د خصوصي سکتور د تیرو کلونو لاسته راوړنې او خدمتونه ارزښتناک وبلل او زیاته یې کړه چې خصوصي سکتور تل د حکومت او خلکو ترڅنګ ولاړ دی. نوموړي له ټولو هېوادوالو څخه چې له ګاونډیو هېوادونو څخه شړل شوي، د هغوی لپاره د مالي مرستو او د کار زمینه برابرولو له امله له سوداګرو مننه وکړه، او له رئیسانو یې وغوښتل چې خپلې ستونزې په روښانه ډول شریکې کړي.
ښاغلي الکوزي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له نوي حکومت سره د درې کلونو راهیسې مالي مرستې او همکاریو ته اشاره وکړه، او د ځینو ولایتونو د اتاقونو رول یې په دغو مرستو کې مهم وباله. هغه د صادراتو وده د مالیاتي اسانتیاوو او د ترانسپورتي نوبت د تنظیم له پیاوړتیا سره تړلې وبلله، او ژمنه یې وکړه چې اتاق به د اړوندو حکومتي ادارو سره د خصوصي سکتور د ستونزو د حل لپاره بشپړه همکاري کوي.
د ولایتي اتاقونو رئیسانو – هرات، کندهار، بلخ، کندز، خوست، فاریاب، فراه، اندخوی، پکتیکا، کاپیسا، لوګر، زابل، میدان وردګ، هلمند، پکتیا، نیمروز، سپین بولدک، او بدخشان – هر یو په خپله برخه کې د خپلو ولایتونو د خصوصي سکتور د لاسته راوړنو، فعالیتونو او ستونزو په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل، او د اتاق له مرکزي مشرتابه یې وغوښتل چې د ولایتونو د سوداګرو غږ دې اړوندو حکومتي مقاماتو ته ورسوي.
 
 
 
 
 
 
چهارشنبه، د زمري لومړۍ نیټه، کال ۱۴۰۴