د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د دریمې دورې د مشرتابه پلاوي نهه ويشتمه غونډه د اتاق د عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار په مشري او د ښاغلیو ګډونوالو: د مشرتابه پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، خدماتي چارو مرستیال ښاغلي نصیر احمد عرب، د مشرتابه پلاوي د دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مالي چارو رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د نړیوالو اړیکو رئیس انجنیر سید جاوید برهان، او د نورو غړو په ګډون چې ښاغلي سلطان محمد صافي د اتاق مشرتابه پلاوي غړي، ښاغلي خان جان الکوزی داتاق مشرتابه پلاوي غړي او دافغان پاک ګده خوني رئیس، محمد داوود یوسفزی، محمد گردیزی، ذکریا بریالی، سید پرویز سادات هوفیانی، جان آقا صادقی، ضیاءالدین اچکزی، بهادر خیرخواه او احمد ضیاء عظیمی شینوزاده د اتاق د مشرتابه پلاوي غړي پکې شامل وو، او همدارنګه د اتاق د څارنې پلاوي رئیس ښاغلي عبدالحامد حمیدی او د مالي او اداري مرستیالۍ سرپرست ښاغلي میر زمان پوپل په ګډون، د اتاق د مشرتابه پلاوي په دفتر کې چې په شهرنو کابل کې موقعیت لري، ترسره شوه.
 
د غونډې په پیل کې، د نهه ويشتمې غونډې د اجنډا موضوعات، د تېرو غونډو پرېکړې، او د مشرتابه پلاوي د دریمې دورې د اته ويشتمې غونډې صورت د ښاغلي خان محمد سرفراز باز د دارالانشاء د رئیس له لوري غونډې ته وړاندې شول.
وروسته، د اتاق د اجرائیوي پلاوي راپورونه او وړاندیزونه د ښاغلي میر زمان پوپل د مالي او اداري مرستیالۍ سرپرست له خوا غونډې ته وړاندې شول.
په پای کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق اړوند موضوعاتو او نورو وړاندیزونو په اړه د مشرتابه پلاوي او اجرائیوي پلاوي د رئیس ترمنځ بحث وشو، او اړین تصمیمونه ونیول شول.
 
 
 
 
دوشنبه، د ۱۴۰۳ کال د سلواغې ۸مه
 
 

ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د سوداګریزو چارو مرستیال، د سارک سوداګریزو مشرانو غړو هیوادونو په انلاین غونډه کې چې د "د سارک اووم کنفرانس " تر عنوان لاندې ترسره شوه، ګډون وکړ. په دې غونډه کې نوموړي د کنفرانس د پلان جوړونې او د غړو هیوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا په اړه د بنګله‌دېش، مالدیف، هند، نیپال، بوتان، او پاکستان له استازو سره بحث او نظرونه تبادله کړل.
 
ښاغلي مایل احمدي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو، هڅو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ چې یو داسې پروپوزل وړاندې شي چې د سارک د غړو هیوادونو د سوداګریزو غونډو ټولې لاسته راوړنې پکې شاملې وي. نوموړي، ګډونوالو ته د راتلونکې غونډې او د غړو هیوادونو د نندارتون، چې په داکه ښار کې به ترسره شي، په اړه معلومات ورکړل او وویل: زموږ کاري لومړیتوبونه باید د راتلونکې غونډې د وخت او ځای ټاکل، د بنګله‌دېش د سیاسي وضعیت ارزونه، د سارک غړو نظریات د کنفرانس د اجنډا په اړه، او د سوداګرو د ګډون لپاره د علاقې راټولول وي.
ښاغلي مایل د نندارتونونو رول د غړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا او د محصولاتو په معرفۍ کې مهم وباله او ټینګار یې وکړ چې د سارک غړو هیوادونو له کونسلګریو سره سوداګرو ته د ویزې د صدور په برخه کې د لا زیاتو آسانتیاوو په شریکولو ټینګار وشي. نوموړي د دې ډول کنفرانسونو د اهمیت په اړه خبرې وکړې او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د چمتووالي ډاډ یې وړاندې کړ ترڅو د دې کنفرانس په غوره ډول ترسره کولو کې همکاري وکړي.
د غونډې په پای کې، د سارک غړو هیوادونو استازو د دې هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو په زیاتولو ټینګار وکړ او د دې ډول کنفرانسونو او نندارتونونو رول یې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره خورا مهم وباله.
 
 
 
 
 
دوشنبه، د ۱۴۰۳ کال د سلواغې ۸مه
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د هېواد ختیځو ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال د کونړ له والي سره لیدنه ترسره کړه او د دې ولایت د پانګونې پر فرصتونو او د کونړ ولایت مقام د همکارۍ په اړه یې بحث او خبرې وکړې.
 
په دې لیدنه کې ښاغلو: خیرالدین مایل احمدي د اتاق سوداګریز مرستیال، نصیر احمد عرب د اتاق خدماتي مرستیال، شیرین آغا سخي د اتاق مالي چارو رئیس، سید جاوید برهان د اتاق د نړیوالو اړیکو رئیس، خانجان الکوزي د اتاق مدیره پلاوي غړی او د افغان-پاک ګډې اتاق رئیس، ابوحمزه د کونړ والي او د کونړ د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي او د ختیځ زون د سوداګرو او پانګه‌والو ګډون کړی و.
ښاغلي مایل احمدي، د دې لیدنې موخه د کونړ ولایت په ځانګړي ډول د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو په استخراج او نورو برخو کې د پانګونې فرصتونو باندې خبرې کول یاد کړل. هغه د کونړ له والي څخه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او خصوصي سکتور سره د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي نصیر احمد عرب، د کونړ د متشبثینو او پانګه‌والو سره د اتاق د مشرتابه پلاوي د غونډې په اړه معلومات ورکړل او د نوي تعمیر د پرانیستې په مراسمو کې د کونړ د والي د ګډون غوښتنه یې وکړه.
ښاغلي خانجان الکوزي، د دې ولایت د کانونو او د لرګیو د صنایعو په برخه کې د پانګونې فرصتونه یاد کړل او د سوداګرو په ستونزو، په ځانګړي ډول د صنعتي لرګیو د انتقال او محصول اخیستلو په اړه خبرې وکړې او د دې ستونزو د حل لپاره یې د کونړ د والي همکاري وغوښته.
محترم ابوحمزه د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي او سوداګرو راتګ ته هرکلی وویل او د پانګونې د ملاتړ او د سوداګرو د ستونزو د حل په برخه کې د کونړ د محلي حکومت د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.
همدارنګه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د کونړ له والي سره تر لیدنې وروسته، په هغه مراسمو کې ګډون وکړ چې په لومړي ځل په دې ولایت کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د بولۍ لپاره د سوداګرو او محلي چارواکو په ګډون جوړ شوي وو.
 
 
 
 
 
چهارشنبه، د سلواغې ۳مه، ۱۴۰۳
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي سید عباس عراقچي او ورسره د مل پلاوي د راتګ په ویاړ تعارفي مېلمستیا او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور ناسته په کابل ستار هوټل کې جوړه کړه.
 
په دې ناسته کې د ایراني ښاغلو مېلمنو تر څنګ د اتاق مشرتابه پلاوي غړو هر یو ښاغلو: محمد یونس مهمند، د اتاق لومړی مرستیال؛ خیرالدین مایل احمدي، د اتاق سوداګریز مرستیال؛ نصیر احمد عرب، د اتاق خدماتي مرستیال؛ محترم خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس؛ شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي مالي رئیس؛ خانجان الکوزی، د افغان-پاک ګډ اتاق رئیس او د اتاق مدیره پلاوي غړی؛ ذکریا بریالي او سید پرویز سادات هوفیانی، د مدیره پلاوي غړي؛ میرزمان پوپل او محمد انور عارفي، د عامل پلاوي مرستیالان؛ سید جمیل سادات، د کابل اتاق رئیس او احمد شاه حکیمي، د کابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال؛ حاجي عبیدالله نورزی، د نیمروز اتاق رئیس؛ حاجي شرف الدین، د اتاق ارشد مشاور؛ د بېلابېلو اتحادیو او خونو مشران او استازو ګډون درلود.
ښاغلي محمد یونس مهمند، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر او ورسره مل پلاوي راتګ ته ښه راغلاست ووایه. هغه د دواړو هېوادونو دوستانه اړیکو، دیني او کلتوري مشترکاتو ته اشاره وکړه او د ایران سره د سوداګرۍ د زیاتوالي په ځانګړي ډول افغانستان ته د ایران د وارداتو په اړه خبرې وکړې او د افغانستان او ایران ترمنځ د وارداتو او صادراتو ترمنځ د سوداګرۍ بیلانس غوښتنه وکړه.
ښاغلي مهمند، د ټولیز امنیت ټینګښت، د اداري فساد له منځه وړل او د کوکنارو د کښت منع کېدل یې د بهرنیو پانګونو لپاره ښه فرصت وګاڼه او د ایراني سوداګرو او پانګوالو څخه یې وغوښتل چې د افغانستان په اقتصادي سکتورونو کې پانګونه وکړي. هغه په ځانګړي ډول د واخان دهلیز د تطبیق په برخه کې د ایرانیو شرکتونو همکاري اړینه وبلله.
د اتاق لومړي مرستیال، د افغان سوداګرو د توکو د ترانزیت د زیاتوالي یادونه وکړه چې د ایران له لارې ترسره کېږي او د دې برخې لپاره د ایران دولت څخه د لا زیاتو اسانتیاوو غوښتنه وکړه. هغه د افغان سوداګرو او شرکتونو د ځینو بانکي ستونزو په اړه هم خبرې وکړې، په ځانګړي ډول د ۸۶ افغان شرکتونو د فعالیتونو د بندیدو په اړه چې په کیش ټاپو کې رامنځته شوي، او له ایران حکومت څخه یې د دې ستونزو د حل غوښتنه یې وکړه.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر، ښاغلي سید عباس عراقچي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د بلنې او مېلمه پالنې څخه مننه وکړه. هغه د تېرو درې کلونو پرمختګونه، په ځانګړي ډول د ښه امنیت ټینګښت، د دواړو هېوادونو لپاره مهم وګڼل. نوموړي خپل دا سفر د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره یوه نوې مرحله یاده کړه.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر، د بهرنیو پانګوالو د جلب لپاره د لا زیاتو امتیازاتو ورکړه مهمه وبلله او د دویم میلک پله د جوړولو په اړه د ایران لېوالتیا څرګنده کړه. هغه د افغان شرکتونو د فعالیتونو د بندیدو په اړه وویل چې دا موضوع د ټولو بهرنیو شرکتونو لپاره یو شان ده او له یوې ارزونې وروسته به دا ستونزه حل شي.
ښاغلي نورالدین عزیزي، د ایران سره د سوداګریزو راکړو ورکړو په زیاتوالي خوښي څرګنده کړه او د ایران لخوا د سوداګریزو خنډونو د لرې کولو او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور ترمنځ د چابهار بندر څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه. هغه د افغانستان د صنعت، زراعت او کانونو د استخراج په برخو کې د پانګونې ښه فرصتونو ته اشاره وکړه او د بهرنیو پانګوالو لپاره د اسانتیاوو په برخه کې د افغان حکومت د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د دې پروګرام په یوه بله برخه کې چې د دواړو هېوادونو خصوصي سکتور پورې اړه لرله، ویناوالو د اړیکو پراختیا، ګډې پانګونې او د سوداګرۍ، ترانزیت او پانګونې لپاره د اسانتیاوو په برابرولو ټینګار وکړ.
ښاغلي خیرالدین مایل د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د لا زیاتې پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د نندارتونونو او سوداګریزو ناستو د جوړولو غوښتنه وکړه. هغه د افغانستان اوسنی وضعیت د پانګونې لپاره یو ښه فرصت وباله او له ښاغلي عراقچي څخه یې وغوښتل چې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د ګډو پانګونو او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په برخه کې، په ځانګړي ډول د افغان سوداګرو لپاره د وېزې په ورکولو کې لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.
ډاکتر محمد سعید اربابي، د چابهار د آزادې سیمې د ادارې عمومي مدیر، د افغانستان د حکومت او خصوصي سکتور له مېلمه پالنې مننه وکړه. هغه د چابهار بندر د اهمیت، موقعیت او شته فرصتونو په اړه خبرې وکړې او د یاد بندر په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو او د سوداګرو د ستونزو د حل ډاډ ورکړ. هغه افغان سوداګر وهڅول چې د چابهار بندر له لارې خپلې سوداګرۍ لا زیاتې کړي.
ښاغلي خان محمد فروتن، د زراعت اتاق رئیس، د سرتاسري امنیت ټینګښت او د اداري فساد له منځه وړل د پانګونې لپاره یو ښه فرصت وباله او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ په زراعت سکتور کې د ګډو پانګونو پر اړتیا ټینګار وکړ.
ښاغلي محمود سیادت، د ایران-افغانستان د ګډ اتاق رئیس، د امام ابو حنیفه (رح) د درېیم نندارتون په اړه خبرې وکړې چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له خوا د اړوندو حکومتي ادارو په همکارۍ ترسره شوی و. هغه د ایراني سوداګرو په ګډون خوښي څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ چې د راتلونکي کال لپاره به نور ایراني سوداګر په دې نندارتون کې د ګډون لپاره وهڅوي. نوموړي د دواړو هېوادونو د ملي ګټو په پام کې نیولو سره د لویو صنعتي سهامي شرکتونو د ګډو پانګونو پر اړتیا ټینګار وکړ.
ښاغلي الکوزي، د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ، ترانزیت او ګډو پانګونو پر اهمیت خبرې وکړې او له ایراني لوړپوړو حکومتي چارواکو څخه یې وغوښتل چې د کانونو په استخراج، د افغانستان د زراعت په میکانیزه کولو او همدارنګه د هغه کمیسیون د چارو په چټکتیا کې مرسته وکړي چې څو ورځې وړاندې د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره جوړ شوی و.
محترم الکوزي د افغان سوداګرو لپاره په ایران کې د لا زیاتو تجارتي اسانتیاوو برابرول مهم وبلل، څو هغوی خپلې صادراتي او وارداتي چارې د ایران له بندرونو په ځانګړي ډول د بندر عباس او چابهار له لارې ترسره کړي. نوموړي د افغانستان د خصوصي سکتور ستونزې په دې برخو کې یادې کړې: د افغان سوداګرو د ستونزو د حل لپاره د میکانیزم نشتون، د ویزې لوړه بیه، او په بانکي سکتور کې د اسانتیاوو نشتوالی. هغه د ایران د بهرنیو چارو له وزیر څخه وغوښتل چې پورته ذکر شوې ستونزې د خپلو کاري لومړیتوبونو په سر کې شاملې کړي.
ښاغلي عبدالطیف نظري، د اقتصاد وزارت معین، د ایران د لوړپوړي پلاوي سفر د سیاسي اړیکو د پیاوړتیا، سوداګرۍ او ترانزیت د پراختیا لپاره نوې مرحله یاده کړه او ډاډ یې ورکړ چې د افغان او ایراني سوداګرو ترمنځ د ګډو پانګونو لپاره به لا زیات تجارتي فرصتونه رامنځته شي.
 
 
 
 
دوشنبه، د سلواغې ۸مه ۱۴۰۳
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق، د سوداګرو ستونزو ته د رسېدو، پانګونې جلبولو، فرصتونو او ننګونو په نښه کولو او د خصوصي سکتور او حکومتي ادارو ترمنځ د همغږۍ په موخه، د "ختیځ زون ولایتونو د پانګونې فرصتونه او ننګونې" تر سرلیک لاندې د ننګرهار ولایت جلال آباد ښار کې کنفرانس جوړ کړ.
 
په دې کنفرانس کې ښاغلو: خیرالدین مایل احمدي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال، نصیر احمد عرب خدماتي مرستیال، خان محمد سرفراز باز د مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس، شیرین آغا سخي د مدیره پلاوي مالي رئیس، سید جاوید برهان د مدیره پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس، خانجان الکوزی د مدیره پلاوي غړی او د افغان - پاک ګډې اتاق رئیس، سید پرویز سادات هوفیاني د مدیره پلاوي غړی، احمدشاه حکیمي د کابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، میر زمان پوپل د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال سرپرست، د لغمان والي، د ننګرهار او نورستان د ولایتونو مرستیالان، دن جان دلکوتي په افغانستان کې د ILO رئیس، د کونړ د تجارت او صنعت رئیس، عبدالجلیل حریف د کابل اتاق د مدیره پلاوي غړی، د ننګرهار، لغمان او کونړ د سوداګرۍ او پانګونې اتاقونو د مشرتابه غړي، د ختیځ زون د ولایتونو سوداګر او پانګوال، د ملګرو ملتونو د ځینو ادارو استازي او ښځینه سوداګرو ګډون کړی و.
ښاغلي نصیر احمد عرب، د کنفرانس ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او دا ډول کنفرانسونه یې د ولایتونو د پانګونې فرصتونو په پیژندلو او د خصوصي سکتور د ستونزو په حل کې اغېزمن وبلل او د خصوصي سکتور او حکومتي ادارو ترمنځ د یووالي ټینګار یې وکړ.
ښاغلي پوپل، وویل چې دا کنفرانسونه د خصوصي سکتور اړتیاو ته په پام سره د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له لوري جوړېږي او په ټولو لویو زونونو کې به دوام وکړي ترڅو د خصوصي سکتور ستونزې او فرصتونه په یوه ستر کنفرانس کې، چې حکومتي لوړپوړي چارواکي او بهرني مرسته کوونکي به پکې ګډون ولري، وړاندې شي.
د ننګرهار مرستیال والي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مسوولینو څخه د دې کنفرانس د ترسره کېدو ستاینه وکړه او یاد کنفرانس یې د ولایتونو د پانګونې فرصتونو او ستونزو په معرفي کې یې اغېزناک وباله. هغه، د خصوصي سکتور د ملاتړ لپاره د خپلې هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
د لغمان والي د دې ولایت د پانګونې فرصتونو په اړه خبرې وکړې او د سوداګرو لپاره یې د لا زیاتو اسانتیاوو ډاډ ورکړ. هغه کرنه، کانونه او مالداري د خصوصي سکتور پانګونو لپاره مناسب یاد کړل.
د نورستان مرستیال والي د دې ولایت د فرصتونو په ځانګړي ډول د ګرځندوی، کانونو او ځنګلونو یادونه وکړه او سوداګرو ته یې د اسانتیاوو د برابرولو ژمنه وکړه.
ښاغلي دن جان دلکوتي، په افغانستان کې د ILO رئیس، د دې ادارې د پروګرامونو او د خصوصي سکتور د فعالیتونو د پراختیا په اړه خبرې وکړې او د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له پروګرامونو یې ملاتړ څرګند کړ.
وروسته د ننګرهار، کونړ او لغمان د سوداګرۍ او پانګونې اتاقونو د مشرتابه غړو خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل.
ښاغلي الکوزي، د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وړاندې کړل او د سوداګرۍ او پانګونې اتاق یې د خصوصي سکتور ملاتړ کوونکی او د حکومت او خصوصي سکتور غړو ترمنځ د اړیکو پل وباله. هغه، د دې ډول کنفرانسونو رول د هغو ځینو ستونزو او فرصتونو په پېژندلو کې مهم وباله چې تر اوسه حکومت او اتاق ورته متوجه نه وو.
ښاغلي سرفراز، د کنفرانس پایله مثبته وبلله او د ختیځ زون په کچه یې بې ساری کنفرانس یاد کړ. هغه د سوداګرو ستونزو ته د رسېدو او د حکومتي ادارو سره په همغږۍ د اسانتیاوو په برابرولو کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ملاتړ ډاډ ورکړ.
په پای کې ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د ختیځ زون له ولایتونو، حکومتي چارواکو، نړیوالو ادارو او د خصوصي سکتور غړو د ګټور ګډون له امله مننه وکړه او د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له لوري یې دوی ته د ستاینلیکونو په ورکولو ستاینه وکړه.
 
 
 
 
سه شنبه، د سلواغې ۲مه، ۱۴۰۳
 
 

دغه غونډه د ښاغلي خیرالدین مایل احمدي د اتاق سوداګریز مرستیال، نصیر احمد عرب د اتاق خدماتي مرستیال، خان محمد سرفراز باز د اتاق د دارالانشاء رئیس، شیرین آغا سخي د اتاق مالي چارو رئیس، سید جاوید برهان د اتاق د نړیوالو اړیکو رئیس، خانجان الکوزي د اتاق مدیره پلاوي غړی او د افغان-پاک ګډې اتاق رئیس، سید پرویز سادات هوفیاني د اتاق مدیره پلاوي غړی، ابوحمزه د کونړ والي، احمدشاه حکیمي د کابل اتاق لومړی مرستیال او عبدالجلیل حریف د کابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي غړی، میرزمان پوپل دعامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال سرپرست، د کونړ د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي، د ختیځ زون د سوداګرو او پانګه‌والو په ګډون د کونړ په اتاق کې جوړه شوه.
 
ښاغلي مایل احمدي، د کونړ له سوداګرو، پانګه‌والو او مسوولینو مننه وکړه او یاد ولایت یې د معادنو، پراخو ځنګلونو، د لرګیو صنعت، کرنې، ګرځندوی او د ګاونډي هیواد سره د اوږدې پولې په درلودلو د سوداګرۍ او پانګونې لپاره ډېر مهم وباله. نوموړي، د پانګونې او سوداګرۍ پر وړاندې پرتې ستونزې یادې کړې او د کونړ له والي او محلي حکومت څخه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د کونړ والي، د اتاق د مشرتابه پلاوي او د خصوصي سکتور غړو د سفر هرکلی وکړ او د محلي حکومت د هغو اقداماتو په اړه یې معلومات ورکړل چې د امنیت او خصوصي سکتور د فعالیتونو د ودې لپاره ترسره شوي دي. نوموړي ډاډ ورکړ چې له خصوصي سکتور سره به هر اړخیزې همکارۍ وکړي او د اړتیا په صورت کې به د مرکزي حکومت له چارواکو سره خبرې وکړي.
ښاغلي خانجان الکوزي، د سوداګرو، پانګه‌والو او صنعت کارانو د اړتیاوو او د هغو زیربناوو په اړه خبرې وکړې چې باید په کونړ کې جوړې شي. هغه د مالیاتو، ټیکټانه او ریالټي په تړاو د یو واحد طرزالعمل او د محلي حکومت د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.
په پای کې، ښاغلي سید جاوید برهان د غونډې پایلې بیان کړې او داسې غونډې یې د سوداګرۍ د پراختیا، پانګونې جلب او د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره مهمې وبللې.
همدارنګه، د کونړ د سوداګرۍ او پانګونې اتاق نوې بیارغول شوې ودانۍ د اتاق د مشرتابه پلاوي او د کونړ د محلي مقاماتو له خوا په دعائیه سره پرانیستل شوه.
 
 
 
 
چهارشنبه، د سلواغې ۳مه، ۱۴۰۳
 
 

مقالات دیگر...