ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال او ښاغلي انجینر سید جاوید برهان، د اتاق د نړیوالو اړیکو رئیس، روسیې هېواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د محترم حاجي شرف‌الدین، د اتاق ارشد سلاکار، او د هېواد سوداګرو او پانګه‌والو په ملتیا، د کراسنودار د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د مشرتابه پلاوي سره ناسته وکړه.
 
یاده ناسته د دواړو اتاقونو د مشرتابه پلاوو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره ترسره شوه. په ناسته کې د پانګونې د فرصتونو، دوه اړخیزې سوداګرۍ پراختیا، او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د اړیکو د اسانتیا په اړه خبرې وشوې.
په دې ناسته کې دواړو خواوو په مهمو موضوعاتو لکه د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د صادراتو زیاتوالی، د صنعتي تجهیزاتو د وارداتو اسانتیا، او د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره د دوامدارو اړیکو جوړولو په اړه بحث وکړ.
ښاغلي محمد یونس مهمند د افغانستان او روسیې ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو پر اهمیت ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګه‌والو د ملاتړ ژمنه لري.
د اتاق لومړي مرستیال، په وروستیو درې کلونو کې د ټولو سیمو د امنیت تأمین، د کوکنارو د کر د مخنیوي، او په اداري فساد کې د پام وړ کموالي په برخه کې د مهمو لاسته راوړنو یادونه وکړه او دا یې د لویو پانګونو لپاره زمینه برابروونکې وبلله.
نوموړي د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د زیاتوالي او د زیربنایي پروژو په ګډو پانګونو ټینګار وکړ او د کراسنودار د سوداګرۍ او صنایعو اتاق له مشرتابه یې وغوښتل چې په دې برخه کې همکاري وکړي.
ښاغلي مهمند، زیاته کړه چې اوس‌مهال افغانستان له نړۍ سره سوداګریزې اړیکې لري او له یو شمېر هېوادونو سره د هوايي دهلېزونو چارې فعالې دي. نوموړي غوښتنه وکړه چې دواړه هېوادونه دې په لوژستیک، ترانسپورت، د تازه او وچو مېوو صادراتو او وارداتو او همدارنګه د نفتو او ګازو په برخو کې یو بل سره همکاري وکړي.
ښاغلي انجینر سید جاوید برهان هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ او د ګډو پانګونو د زیاتوالي په برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
یاده ناسته د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره د متقابلې ژمنتیا څرګندوی وه او راتلونکو توافقاتو ته به زمینه برابره کړي.
 
 
 
 
 
پنجشنبه، د ۱۴۰۳ کال د لیندۍ ۲۲مه
 
 

د بشیر نوید ګروپ بنسټ د بې ‌وزله ناروغانو لپاره د هیموډیالیز کټونو د چمتو کولو په موخه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي او د بلخ ولایت د عامې روغتیا مرستیال ښاغلي احمد شاداب په حضور کې د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.
 
ښاغلي مایل د بلخ د عامې روغتیا د ریاست د مسوولینو د شپه او ورځې هڅو ستاینه وکړه او د بشیر نوید ګروپ فعالیتونو ته په اشارې سره وویل: دغه بنسټ د بې ‌وزلو وګړو لپاره په بېلابېلو ولایتونو کې مالي او لومړني مرستې کړې دي او دغه هڅې به دوام لري.
د بلخ د ولایتي روغتون آمر، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال، د بشیر نوید ګروپ بنسټ او د اتاق مشرتابه پلاوي څخه له روغتیا سکتور سره د اوږدمهاله همکاریو ستاینه وکړه او د ناروغانو د درملنې او د مړینې د کچې په کمولو کې د خصوصي سکتور مرستې مهمې وبللې.
د ناستې په پای کې، د سوداګرۍ مرستیال او د یاد روغتون مسوولینو د بشیر نوید ګروپ د تجهیزاتو او ناروغانو څخه لیدنه وکړه او د ناروغانو د عاجلې شفا لپاره یې دعا وکړه.
 
 
 
دوشنبه، د ۱۴۰۳ کال د لیندۍ ۱۹مه
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، ښاغلي محمد یونس مهمند، په داسې حال کې چې د اتاق د مشرتابه پلاوي غړي ښاغلی خانجان الکوزی، د اتاق ارشد سلاکار ښاغلی حاجي شرف الدین او د صنایعو او کانونو د اتاق رئیس ښاغلی شیرباز کمین زاده او د بهیر ګروپ د فابریکو رئیس هم ورسره ملګري وو، د بهیر ګروپ فابریکو له بېلابېلو برخو او تولیداتو څخه لیدنه وکړه.
نوموړي د دغو فابریکو رول د دندو په رامنځته کولو، د تولیدي توکو د وارداتو کمولو، اقتصادي پرمختګ، صادراتو پیاوړتیا، د پانګونې جذب او د هېواد په پرمختګ کې مهم وباله او له ټولو تولیدوونکو یې وغوښتل چې د خپلو فابریکو تولیدات د نړیوالو معیارونو سره سم بازار ته وړاندې کړي.
 
 
 
 
 
دوشنبه، د لیندۍ ۱۰مه، ۱۴۰۳
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د سوداګرۍ بهیر د اسانتیا او د خصوصي سکتور د غړو د مالیاتي ستونزو د حل په موخه، مقدماتي ناسته د مختلفو اتحادیو د مسؤولینو او مطرح سوداګرو په ګډون په اتاق کې ترسره کړه.
 
په دې ناسته کې د اتاق د مشرتابه غړي هر یو: ښاغلي محمد یونس مهمند د اتاق لومړی مرستیال، ښاغلي شیرین آغا سخي د اتاق مدیره پلاوي مالی رئیس، ښاغلي خانجان الکوزي د اتاق مدیره پلاوي غړي او دافغان پاک ګد اتاق رئیس او ضیاالدین اچکزی د مدیره پلاوي غړي، ښاغلي احمد شاه حکیمی د کابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال او میر زمان پوپل د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال، د اتاق حقوقي مشاور او د بېلابېلو څانګو مسؤولین حضور درلود.
ښاغلي میر زمان پوپل د دې ناستې اساسي هدف د خصوصي سکتور د غړو نظریات او وړاندیزونه راټولول وبلل، ترڅو پر عوایدو ړ مالیاتو په قانون کې ځینې تعدیلات رامنځته شي چې په تېرو وختونو کې یې په مالیاتي چارو کې ستونزې جوړې کړې وې. هغه زیاته کړه چې د خصوصي سکتور د مختلفو برخو پرله‌پسې غوښتنې او د حکومت په ځانګړې توګه د مالیې وزارت سره د ناستو په پایله کې، اتاق غوښتنه کړې چې د دې قانون ځینې مواد تعدیل شي. هغه غوښتنه وکړه چې د خصوصي سکتور غړي باید د خپلو اړوند اتحادیو له لارې خپل مشخص نظریات او وړاندیزونه په لیکلي ډول د اتاق سره شریک کړي، ترڅو وروسته د حکومت له رهبرۍ سره وویشل شي.
ښاغلي محمد یونس مهمند د دې ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د خصوصي سکتور له‌خوا د بې‌وزله خلکو او د طبیعي افتونو له امله زیانمن شویو کسانو سره د مرستو ستاینه وکړه. هغه مالیه د اقتصادي نظام د پیاوړتیا، د زیربنايي پروژو د تطبیق، او د ستراتیژیکو پروژو لکه د قوش‌تپه کانال او د سالنګ لویې لارې د جوړولو لپاره حیاتي عنصر وګاڼه. هغه له ټولو سوداګرو او پانګه‌والو وغوښتل چې خپلې مالیې په ټاکلي وخت او په بشپړه توګه تحویل کړي.
ښاغلي مهمند د قانون د تعدیلاتو اړوند د حکومت وروستیو اقداماتو په اړه معلومات ورکړل او دا تعدیلات یې د سوداګرۍ د بهیر ګړندي کولو، صادراتو او وارداتو د زیاتوالي، او د قاچاقي مالونو د مخنیوي لپاره مهم وبلل. هغه له ټولو ګډونوالو غوښتنه وکړه چې د قانون د موادو د تعدیلاتو په برخه کې خپل نظریات د اتاق له رهبرۍ سره شریک کړي، ترڅو اتاق د حکومتي ادارو سره په همغږۍ ګامونه پورته کړي.
ښاغلي خانجان الکوزي د خصوصي سکتور د غړو پر اتحاد او همکارۍ ټینګار وکړ او له سوداګرو یې وغوښتل چې خپل معقول نظریات او وړاندیزونه د قانون د تعدیلاتو په برخه کې له رهبرۍ سره شریک کړي. هغه ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې اتاق د حکومتي ادارو په همکارۍ د مالیاتي سیسټم د اسانتیا لپاره هڅې کوي.
ښاغلي ضیاالدین اچکزي د مالیاتو د تعدیلاتو په اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د قانون تعدیلات به د شرکتونو د مالیاتي پورونو د تصفیې او د خصوصي سکتور له‌خوا د مالیاتو د پر وخت ورکولو لپاره هڅونه وکړي، چې دا به د سوداګرو او پانګه‌والو لپاره شفافیت او ډاډمنتیا رامنځته کړي.
د مختلفو اتحادیو مسؤولینو هم د مالیاتي چارو په برخه کې خپلې ستونزې بیان کړې او خپلې نظریې او وړاندیزونه د قانون د تعدیلاتو په اړه له رهبرۍ سره شریک کړل.
په پای کې، ښاغلي شیرین آغا سخي د ناستې په اړه خپله جمعبندي وړاندې کړه او زیاته یې کړه چې د دې ناستې اساسي هدف د عوایدو مالیاتو قانون په اړه د سوداګرو پوهاوی زیاتول او د تعدیل وړ مواردو مشخص کول دي. هغه له ټولو ګډونوالو غوښتنه وکړه چې د قانون د موادو د تعدیلاتو په اړه خپلې نظریې په لیکلي ډول د اتاق سره شریکې کړي، ترڅو اتاق وکولای شي د حکومت له رهبرۍ سره خبرې وکړي او مناسبې لارې چارې ولټوي.
 
 
 
 
دوشنبه، د لیندۍ ۱۹مه، ۱۴۰۳
 
 

ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال د عامل پلاوي د تخنیکي او پالیسۍ مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي په حضور کې له لوژستیکي او ساختماني شرکتونو مسوولینو سره ولیدل او د دوی ستونزې یې واورېدې.
 
د لوژستیکي او ساختماني شرکتونو مسوولینو د خپلو بشپړ شوو پروژو د پیسو د نه ورکړې ستونزې یادې کړې چې د ځینو حکومتي وزارتونو له لوري ورته ورکړې شوې نه دي. هغوی له ښاغلي مهمند څخه وغوښتل چې د دې ستونزو د هواري لپاره دې له اړوندو حکومتي ادارو سره جدي هڅې وکړي.
ښاغلي مهمند، د دې غونډې ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د سوداګرو، پانګه والو او لوژستیکي او ساختماني شرکتونو رول د کارموندنې، اقتصادي ودې، صادراتو او وارداتو پراختیا او د هېواد د بیا رغونې په برخه کې مهم وباله. هغه له ټولو ګډونوالو شرکتونو وغوښتل چې خپلې ستونزې او وړاندیزونه په لیکلې بڼه اتاق ته وسپاري، تر څو د دې ستونزو د حل لپاره د حکومتي ادارو سره په همغږۍ هڅې وشي.
 
 
 
 
سه شنبه، د لیندۍ ۶مه، ۱۴۰۳
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، ښاغلي محمد یونس مهمند، د کابل د سوداګرۍ اتاق د لومړي مرستیال احمدشاه حکیمي، د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال میرزمان پوپل، د اتاق حقوقي مشاور عبدالسلام کوهي او د دولت سره د اړیکو مسؤل صمیم هاشمي په شتون کې، د هرات د نفتو اتحادیې مرستیال عبدالودود عزیزی او د هغه ملګرو سره په مرکزي دفتر کې ولیدل او د هغوی ستونزې یې واورېدلې.
 
ښاغلي عزیزی د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د دوامداره همکارۍ مننه وکړه او خپلې ستونزې یې د اتاق له مشرتابه سره شریکې کړې. هغه له حکومتي اړوندو ادارو سره د ستونزو د حل په برخه کې د اتاق د مشرتابه همکاري وغوښته او غوښتنه یې وکړه چې د دولت له‌خوا دې د نفتو ذخیرو جوړولو لپاره په یاده حوزه کې ځمکه ورکړل شي.
ښاغلي مهمند، د ښاغلي عزیزی او د هغه د ټیم د راتګ هرکلی وکړ او هرات ولایت یې د هېواد له مهمو اقتصادي ولایتونو څخه یاد کړ. هغه ګډونوالو ته د مالیې محترم وزیر او د اړوندو حکومتي ادارو سره د تیلو د واردونکو ستونزو د حل او د بې‌کیفیته نفتو د وارداتو د مخنیوي په اړه د ترسره شوو غونډو معلومات ورکړل.
ښاغلي مهمند، ډاډ ورکړ چې اتاق د هغو سوداګرو ملاتړ کوي چې د سویل لوېدیځې حوزې لپاره د نفتو ذخیرو جوړولو غوښتونکي دي.
هغه، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د خصوصي سکتور ملاتړ کوونکې او د دولت سره د مستقیم ارتباط پل وباله او ټینګار یې وکړ چې باکیفیته نفت د خلکو اړتیاوې پوره کولو، د چاپېریال د ککړتیا مخنیوي او د ناروغیو د کمولو په برخه کې مهم رول لري. نوموړي له ټولو نفت واردونکو څخه وغوښتل چې د نفتو د معیاري کولو لپاره هڅې وکړي او د بې‌کیفیته تیلو واردولو او د بازار د انحصار څخه ډډه وکړي.
ښاغلي پوپل، د سویل لوېدیځې حوزې د نفتو اتحادیې له مسؤلینو څخه وغوښتل چې خپلې ستونزې د ولایتي اتاقونو سره شریکې کړي، څو اتاق وکولای شي د هغوی ستونزو ته په اغېزمنه توګه رسیدنه وکړي. هغه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له لوري د اتحادیې د ستونزو د حل په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
 
 
یکشنبه، د ۱۴۰۳ کال د لیندۍ ۱۸مه
 

مقالات دیگر...