د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال سرپرست ښاغلي میر زمان پوپل، د پالیسي او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي او ګڼو خبریالانو په شتون کې، د یوې خبري ناستې له لارې د روسیې د تاتارستان جمهوریت ته د اتاق د مشرتابه پلاوي د سفر لاسته راوړنې اعلان کړې.
ښاغلي مهمند د کنفرانس ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه، او د اتاق د مشرتابه پلاوي د یاد سفر او د تاتارستان د اقتصادي سوداګریز فورم د ګډون په اړه یې رسنیو ته معلومات ورکړل. هغه زیاته کړه: د روسیې د اقتصادي فورم د پای مراسمو پر مهال، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د روسیې د سوداګرۍ او صنایعو اتاق ترمنځ د همکارۍ تفاهملیک لاسلیک شو. دغه تفاهملیک د ترانزیتي اسانتیاوو رامنځته کولو، د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور ترمنځ د ګډو نندارتونونو، سوداګریزو غونډو، په افغانستان کې په ځانګړي ډول د کانونو، بانکدارۍ او نورو سکتورونو کې د ګډو پانګونو د جلب، او د ویزو د صادرولو پروسې د اسانتیا لپاره ترتیب شوی.
ښاغلي مهمند افغانستان د منځنۍ آسیا او جنوبي آسیا د ترانزیتي اړیکو نقطه وبلله او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هېواد له ملي ګټو سره سم د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره هڅې کوي. هغه زیاته کړه چې د خپل سفر پر مهال چې د روسیې د تاتارستان جمهوریت د قازان ښار ته ترسره شوی و، د تاتارستان لومړي وزیر ژمنه وکړه چې د افغان صادراتي توکو لپاره به د خپلو ګمرکونو په کچه ترجیحي تعرفې رامنځته کړي.
ښاغلي مهمند همداراز د آلمان هېواد سره د ګډ سوداګریز اتاق د جوړولو لپاره د اتاق د هڅو یادونه وکړه، او د داسې اتاقونو جوړول یې د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د اسانتیا لپاره مهم وبلل. هغه له ټولو سیمهییزو سوداګرو او پانګوالو وغوښتل چې د امام ابوحنیفه (رح) په څلورم ملي او نړیوال نندارتون کې ګډون وکړي.
د اتاق لومړي مرستیال له ټولو رسنیو مننه وکړه چې د افغانستان د خصوصي سکتور لاسته راوړنې او ستونزې پر وخت خپروي، او د هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د ټینګېدو په برخه کې یې د رسنیو رول مهم وباله.
ښاغلي پوپل د تاتارستان د اقتصادي فورم پر مهال د لاسلیک شویو تفاهملیکونو په اړه معلومات وړاندې کړل، او یادونه یې وکړه چې د یاد سفر پر مهال د اتاق مشرتابه پلاوي له هغو افغان متشبثینو سره هم لیدنې درلودې چې په مسکو کې مېشت دي، او د دوی د ستونزو د حل په برخه کې یې د اتاق د همکارۍ ډاډ ورکړ.
سهشنبه، د غویی ٣٠مه، ۱۴۰۴