د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي د پالیسي او تخنیکي مرستیال د قزاقستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق له عامل رئیس سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي د پالیسي او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي، د نړیوالو اړیکو مسؤل ښاغلي عبدالمتین غالب، او د صادراتو او پانګونې د پراختیایي اړیکو مسؤل ښاغلي ګل احمد حاجي زاده په شتون کې، د قزاقستان د سوداګرۍ او صنایعو د اتاق له عامل رئیس ښاغلي چنګیز خان ممانوف او د هغه له ملګري ټیم سره آنلاین لیدنه وکړه او د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه یې بحث او نظرونه تبادله کړل.
 
ښاغلي عارفي، قزاقستان د افغانستان یو ښه ملګری او د نیکو سوداګریزو اړیکو لرونکی هېواد یاد کړ او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور ترمنځ د ګډو نندارتونونو او سوداګریزو ناستو د جوړولو پر اړتیا ټینګار وکړ. نوموړي، د افغان سوداګرو عمده ستونزې لکه د قزاقستان له لورې پر افغان صادراتي توکو، په ځانګړې توګه پر تازه مېوو، د لوړو ګمرکي تعرفو وضع کول، د معیاري سړې خونې نشتوالی د قزاقستان په ګمرکونو کې، او د بانکي اسانتیاوو نشتوالی یاد کړل او له ښاغلي چنګیز خان څخه یې وغوښتل چې د قزاقستان له حکومتي ادارو سره په همغږۍ د یادو ستونزو د حل لپاره ځانګړې پاملرنه وکړي.
ښاغلي عارفي، د افغان خصوصي سکتور له لورې له قزاق سوداګرو سره د ګډو پانګونو د لیوالتیا یادونه وکړه او د قزاقستان له اړوندو ادارو څخه د افغان سوداګرو لپاره د ویزې د اسانتیاوو نشتوالی یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د خنډونو په توګه یاد کړ. نوموړي له د قزاقستان د سوداګرۍ او صنایعو د اتاق له رئیس څخه وغوښتل چې د هغه هېواد سوداګر د امام ابوحنیفه (رح) په ملي او نړیوال نندارتون کې د ګډون لپاره وهڅوي.
ښاغلي چنګیز، د اتاق د عامل پلاوي د پالیسي او تخنیکي مرستیال وړاندیزونه واورېدل او د قزاق سوداګرو له خوا په افغانستان کې د مختلفو اقتصادي سکتورونو لپاره د پانګونې د علاقې یادونه وکړه. نوموړي ژمنه وکړه چې قزاق سوداګر به د امام ابوحنیفه (رح) په ملي او نړیوال نندارتون کې د ګډون لپاره تشویق کړي، د دواړو هېوادونو د اتاقونو د مشرانو ترمنځ به آنلاین ناسته ترسره شي، او د نږدې راتلونکي لپاره به د افغان ـ قزاق خصوصي سکتور ترمنځ د سوداګرۍ غونډه د قزاقستان په الماتا ښار کې جوړه کړي. نوموړي له ښاغلي عارفي څخه وغوښتل چې د هغو افغان سوداګرو نوملړ ورسره شریک کړي چې غواړي له قزاق سوداګرو سره په مختلفو اقتصادي برخو کې ګډې پانګونې وکړي.
 
 
 
 
 
 
سه‌شنبه، د ۱۴۰۴ د غویی ۳۰مه