د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د ښاغلیو خانجان الکوزي او ضیاءالدین اچکزي، د اتاق د مشرتابه پلاوي غړو، حاجي شرف الدین، د اتاق د ارشد سلاکار، سردارولي پښتون، د سردارولي تجارتي شرکت رئیس، او د قرطاسیه واردوونکو یو شمېر سوداګرو په حضور کې د مالیې وزارت د ګمرکونو له معین محترم ښاغلي سعید سره وکتل او د قرطاسیه واردوونکو پر ستونزو یې خبرې وکړې.
 
ښاغلي مهمند، د کورنیو تولیداتو ملاتړ او په هېواد کې د فابریکو د ودې په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې هر افغان مکلف دی چې له کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي. هغه د قرطاسیه واردوونکو ستونزې، په ګمرکونو کې د خالي موټرو بندیدو، او د سردارولي پښتون شرکت د مالیاتو ستونزې یادې کړې او د ګمرکونو معینیت له تلپاتي ملاتړ څخه په مننې سره غوښتنه وکړه چې یادې ستونزې دې د مالیې وزارت د موجوده مقرراتو په رڼا کې حل شي.
ښاغلي خانجان الکوزي د خالي موټرو په ګمرکونو کې بندیدل د سوداګرو لپاره زیانمن وبلل او ویې ویل چې دا موضوع د دیمریج او دیتنشن لامل کیږي چې سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اړوي. هغه د دې ستونزې د حل لپاره د ګمرکونو د معینیت همکاري وغوښته.
د قرطاسیه سوداګرو د تعرفې د لوړیدو ستونزه یاده کړه او غوښتنه یې وکړه چې د تعرفې د نویو نرخونو تر ټاکلو پورې دې دوی ته د مخکیني کود له مخې د قرطاسیو واردولو فرصت ورکړل شي.
ښاغلي سردارولي پښتون د خپل شرکت د مالیاتي تصفیې ستونزې او په دې برخه کې د ورپیښ زیان یادونه وکړه او د ګمرکونو د معینیت همکاري یې وغوښته.
د ګمرکونو عمومي معین، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي، د سردارولي شرکت رئیس، او د قرطاسیه واردوونکو خبرې واورېدې او ژمنه یې وکړه چې د خالي موټرو بندیدو او د سردارولي شرکت ستونزې به تر هر اړخیزې ارزونې وروسته حل کړي. هغه وویل چې د قرطاسیه تعرفې د کمولو موضوع باید د تعرفې په کمېټه کې وڅېړل شي او په دې اړه به پرېکړه وشي.
 
 
 
یکشنبه، د ۱۴۰۳ کال د لړم ۲۷
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال جلالتمآب ملا عبدالغني برادر، د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي، د اتاق د مشرتابه پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د اتاق ارشد سلاکار ښاغلي حاجي شرف‌الدین، نورو حکومتي چارواکو او د خصوصي سکتور ګڼ شمېر غړو په شتون کې د بخت کمپل تولیدي شرکت د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
 
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال، د بخت کمپل شرکت پرانیسته چې پکې ۹۳۰ میلیونه افغانیو پانګونه شوې، د ورځې ۱۰۰۰ کمپلې تولیدوي او ۹۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابروي، او دایې د صنعت د پرمختګ او د بې‌کارۍ کمولو په برخه کې لویه لاسته راوړنه وبلله او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په برخه کې یې د حکومت هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ. نوموړي، له کورنیو تولیدوونکو وغوښتل چې په خپلو تولیداتو کې د کیفیت لوړولو ته جدي پاملرنه وکړي.
ښاغلي نورالدین عزیزي، د صنعت او کورنیو تولیداتو په وده کې د حکومت د بې‌ساري ملاتړ یادونه وکړه او د دې فابریکې پرانیسته یې د ځان بسیاینې پر لور یو بل ګام وګاڼه. نوموړي د خصوصي سکتور د ودې په برخه کې د حکومت د ملاتړ ډاډ هم ورکړ.
 
 
 
یکشنبه، د ۱۴۰۳ کال د لړم ۲۷مه
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د اتاق د مشرتابه پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د عامل پلاوي مالی او اداري مرستیال محترم میرزمان پوپل په ګډون، د هالنډ یو ستر سوداګر او د هالنډ د اتاق استازي ښاغلي سمیر بیات او د (UNDP) دفتر یو شمېر مسئولینو سره په سرینا هوټل کې وکتل.
 
په دې ناسته کې ښاغلي سمیر بیات د هالنډ د سوداګرو او پانګوالو د افغانستان سره د پانګونې په برخه کې د لیوالتیا یادونه وکړه. هغه، وویل چې هالنډي سوداګر، افغانستان سره ګډو پانګونې ته لیواله دي. هغه زیاته کړه، د افغانستان او هالنډ د اتاقونو د اړیکو په ښه‌والي سره دا فرصتونه رښتیا کېدای شي. ښاغلي بیات څرګنده کړه چې په افغانستان کې د ډېرو برېښنايي پروژو مالي ملاتړ د (UNDP) له لارې کېږي. هغه ښاغلي محمد یونس مهمند او سید جاوید برهان ته بلنه ورکړه چې هالنډ ته سفر وکړي او د دواړو هېوادونو د تجارت او ګډو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.
ښاغلي مهمند، ښاغلي سمیر بیات او (UNDP) دفتر مسئولینو ته ښه راغلاست ووایه او په افغانستان کې د پانګونې پر شته فرصتونو خبرې وکړې. هغه وویل چې د ټولیز امنیت ټینګښت، د کوکنارو کښت بندول او د اداري فساد له منځه وړل په هېواد کې د پانګونې لپاره ښه چاپېریال رامنځته کړی. هغه له سمیر بیات او د (UNDP) دفتر څخه وغوښتل چې د اوسنیو شرایطو په پام کې نیولو سره بهرني پانګوال، په ځانګړي ډول هالنډي پانګوال، د افغانستان سره ګډې پانګونې وهڅوي.
د اتاق لومړي مرستیال د افغانستان او هالنډ د سوداګرۍ اتاقونو ترمنځ د اړیکو پر ښه‌والي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: موږ لیواله یو چې د دواړو هېوادونو اتاقونو ترمنځ د همکاریو له امله له اروپايي هېوادونو، په ځانګړي ډول هالنډ سره تجارت پراخ شي او اروپايي پانګوال د افغانستان په بېلابېلو سکتورونو کې پانګونې ته وهڅول شي. هغه د هالنډ له هېواد او د اتاق سره د سوداګریزو اړیکو د ښه‌والي لپاره د هر اړخیزې همکاري ژمنه وکړه.
ښاغلي سید جاوید برهان د دواړو هېوادونو د اتاقونو ترمنځ د اړیکو ښه‌والی نیک ګام وباله او په افغانستان کې د پانګونې پر ښه فرصتونو خبرې وکړې. هغه د (UNDP) له مرستې څخه د برېښنايي پروژو په مالي برخه کې مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې دا پروژې به د افغانستان ټولو ولایتونو کې پلي شي. ښاغلي برهان، د لوی سوداګر او د هالنډ د اتاق استازي په توګه د سمیر بیات له همکارۍ څخه مننه وکړه.
 
 
 
 
v
پنجشنبه، د لړم ۲۴مه، ۱۴۰۳
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مشرتابه پلاوي د نړیوالو اړیکو رییس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، او د مشرتابه پلاوي غړي ښاغلي خانجان الکوزي، په داسې حال کې چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي احمدالله ذاهد، د مطهر درملیز روغتون رییس ښاغلي ابن محمد ناظري، ډاکټران او د خصوصي سکتور غړي هم حاضر وو، د مطهر درملیز روغتون د پرانیستې په غونډه کې ګډون وکړ.
 
ښاغلي مهمند، د مطهر درملیز روغتون د پرانیستې مبارکي وړاندې کړه او د هغو تجربه‌ لرونکو ډاکټرانو قدرداني وکړه چې په سختو حالاتو کې یې هېواد نه دی پرېښی او په روغتیايي برخو کې کار کوي. هغه، د خصوصي روغتونونو رول د ناروغانو ستونزو په حل او د روغتیا په برخه کې د ځان بسیاینې لپاره مهم وباله.
ښاغلي مهمند، هیله څرګنده کړه چې د روغتیا سکتور وده او د خصوصي روغتونونو معیاري او لوړ کیفیت خدمات به د خلکو باور ترلاسه کړي او ناروغان به له بهرنیو سفرونو او لوړ لګښتونو خلاص کړي.
نوموړي، له خصوصي روغتونونو غوښتنه وکړه چې د معیاري او ستندرد خدماتو ترڅنګ د درملو کیفیت ته پام وکړي او د خپلو خدماتو لګښتونه د خلکو اقتصاد ته په پام سره تنظیم کړي. هغه د خصوصي او دولتي روغتونونو ترمنځ همکاري د خلکو لپاره د معیاري خدماتو وړاندې کولو او د روغتونونو د ظرفیت لوړولو لپاره مهم وباله.
ښاغلي مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د خصوصي سکتور د استازي په توګه ژمنه وکړه چې د خصوصي روغتونونو ستونزو په حل او د دې سکتور په وده کې به د اړوندو دولتي ادارو سره په همغږۍ کار وکړي.
 
 
 
شنبه، لړم ۲۶مه، ۱۴۰۳
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال ښاغلی محمد یونس مهمند او د اتاق د مشرتابه پلاوي غړی ښاغلی خانجان الکوزی د ترکیې د سفیر او د هېواد د بېلابېلو ښوونځیو د زده کوونکو په ګډون، په کابل کې د افغان-ترک ښوونځیو د دویم ساینسي او ټکنالوژي نندارتون په پرانستغونډه کې ګډون وکړ.
 
ښاغلي مهمند، د ترکیې له سفارت او دولت څخه د افغانستان له خصوصي سکتور سره د ویزې د اسانتیاوو او د مرستو لپاره مننه وکړه او د داسې نندارتونونو رول یې د زده کوونکو د معاصرو ټکنالوژیو سره د بلدتیا، نوو تدریسي میتودونو وړاندې کولو، نوښتونو هڅونې، او د ښوونې او روزنې د سیستم په ښه‌والي او کیفیت لوړولو کې مهم وباله. همدارنګه یې د هېواد له ټولو زده کوونکو وغوښتل چې د معاصرو ټکنالوژیو سره ځان بلد کړي او په بیا رغونه کې فعاله ونډه واخلي.
ښاغلي مهمند زیاته کړه، "موږ غواړو چې ماشومان مو د اسلامي اصولو پر بنسټ تعلیم ترلاسه کړي." هغه د زده‌کوونکو لپاره د تعلیم د زمینې په برابرولو کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړ.
 
 
 
 
 
پنجشنبه، د لړم ۲۴مه، ۱۴۰۳
 
 

ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال د ښاغلي میرزمان پوپل، د اتاق عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال سرپرست په حضور کې له ښاغلي جینک اونال، په افغانستان کې د ترکیې له سفیر سره لیدنه ترسره کړه او د سوداګرۍ او ترانزیټ په موضوعاتو یې خبرې وکړې.
 
ښاغلي مهمند، د ترکیې له سفیر څخه د همکارۍ او ملاتړ لپاره مننه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخو کې د شته ستونزو په اړه خبرې وکړې. هغه، د صادراتو لپاره د تعرفې د کموالي او د همکارۍ د هوکړه لیک لاسلیک غوښتنه وکړه او د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګرۍ په زیاتوالي ټینګار وکړ.
د اتاق لومړي مرستیال لاجورد لار د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره مهمه وبلله او وړاندیز یې وکړ چې دواړه حکومتونه باید د دې لارې فعالولو لپاره هلې ځلې وکړي.
ښاغلي جینک اونال د ښاغلي مهمند او ښاغلي پوپل تود هرکلی وکړ او په یادو موضوعاتو کې یې خپله خوښي څرګنده کړه. هغه وویل چې د لاجورد لارې په فعالولو خوښبین دی او د دې لار د بیا فعالولو لپاره یې د افغانستان له حکومت سره خبرې کړي. هغه همدارنګه د دواړو هېوادونو لپاره د تعرفې په کمولو باندې هم خبرې وکړې، او ښاغلي مهمند د افغانستان د صادراتي محصولاتو د معیاري کولو په برخه کې ډاډ ورکړ.
 
 
 
 
پنجشنبه، د لړم ٢٤مه، ۱۴۰۳
 
 

مقالات دیگر...