د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي غړي او د افغان-پاک ګډ اتاق رئیس ښاغلي خانجان الکوزي، د ښاغلو میرزمان پوپل د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال سرپرست، عتیقالله مومنزاده د ننګرهار د اتاق رئیس، او همایون خواجهزاده د کابل د اتاق تجارتي مرستیال په حضور کې د هېواد له یو شمېر واردونکو سره ولیدل او د هغوی ستونزې یې واورېدې.
واردونکو خپل اساسي مشکلات د هغو هندي مالونو د بند پاتې کېدو په اړه چې د واګه او کراچۍ بندرونو کې یې وارد کړي یاد کړل، او د اتاق له مشرتابه یې غوښتنه وکړه چې د اړوندو حکومتي ادارو سره د همغږۍ له لارې د یادو مالونو د خلاصون لپاره له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.
ښاغلي پوپل د ناستې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویلو او څرګنده یې کړه چې اتاق د افغان سوداګرو د مالونو د خلاصون لپاره له کراچۍ او واګه بندرونو څخه هڅې کړي دي، همداراز له هوایي شرکتونو او د چابهار بندر له مسوولینو سره یې هم لیدنې کړي دي، څو افغان سوداګریز توکي خوندي هند ته انتقال شي. نوموړي ډاډ ورکړ چې اتاق به د واردونکو له ستونزو سره د حل لپاره هر اړخیزه همکاري کوي.
ښاغلي الکوزي د واردونکو ستونزې واورېدې او د پاکستان له سفیر ښاغلي عبیدالله نظاماني سره یې د تلیفوني خبرو له لارې دا ستونزې شریکې کړې، او ورڅخه یې وغوښتل چې سیاست له سوداګرۍ بېل کړي. هغه وویل، افغانستان او پاکستان د منځنۍ آسیا او جنوبي آسیا د ترانزیت ګډه نقطه ده او د پاکستان دا ډول اقدامات کولای شي د سیمې ترانزیټ ته جدي زیان ورسوي.
ښاغلي نظاماني ډاډ ورکړ چې د افغان خصوصي سکتور ستونزې به له پاکستاني چارواکو سره شریکې کړي او د مالونو د خلاصون لپاره به نورې هڅې هم وکړي.
چهارشنبه، د غویی ۱۰مه، ۱۴۰۴