ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستيال، ایران هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې په داسې حال کې چې د مشهد ښار والي او مرستیال، محترم میراجان سلیمان خېل د افغانستان-ایران ګډ اتاق رئیس، محترم توکلي د مشهد د سوداګرۍ اتاق رئیس، او د ترکمنستان، تاجکستان، او افغانستان سوداګریز قونسلونه او د سیمې د هېوادونو د اتاقونو رئیسان هم موجود وو، د منځنۍ اسیا او افغانستان لپاره د ایران د صادراتو د نندارتون په پرانیست غونډه کې ګډون وکړ.
 
ښاغلي مهمند وویل، د دې ډول نندارتونونو جوړول د هېوادونو د تولیدي محصولاتو په معرفي، د صادراتو په زیاتولو، د سوداګرو تر منځ د نظریاتو تبادله، او د ګاونډیو هېوادونو او سیمې ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په پراختیا کې مهم رول لري، او په راتلونکي کې یې هم د ورته نندارتونونو پر جوړولو ټینګار وکړ. هغه، زیاته کړه چې ګاونډي هېوادونه باید د خصوصي سکتور لپاره مرسته وکړي، نه دا چې ستونزې ورته جوړې کړي.
د اتاق لومړي مرستیال، د خپل سفر په دویمه ورځ د مشهد د سوداګرۍ اتاق په مقر کې د خراسان رضوي والي، او د افغانستان، تاجکستان، ایران او ترکمنستان د قونسلانو سره هم ولیدل او په افغانستان کې د پانګونې فرصتونو په اړه یې مفصل معلومات ورکړل. هغه وویل، په افغانستان کې عمومي امنیت، د اداري فساد له منځه وړل، او د کوکنارو منع د پانګونې لپاره یو مناسب چاپېریال رامنځته کړی دی. نوموړي له ګډونوالو وغوښتل چې د افغان سوداګرو د ستونزو په حل او په افغانستان کې د ګډو پانګونو لپاره، په ځانګړې توګه د قوش تېپې کانال او د ټاپي پروژه کې، عملي ګامونه واخلي.
د اتاق لومړي مرستیال، د افغانستان له ټولو ګاونډیو هېوادونو او نړۍ سره په سوداګریزو او اقتصادي اړیکو ټینګار وکړ او یادونه یې وکړه چې د دې هېوادونو تر منځ باید سوداګریز خنډونه لرې شي.
ښاغلي سلیمان خېل د سوداګرو په وړاندې موجودو ستونزو، په ځانګړي ډول د ترانسپورت او د لوړو کرایو په اړه، خبرې وکړې او د دې ستونزو د حل غوښتنه یې وکړه.
د خراسان رضوي والي او د غونډې نورو ګډونوالو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د لومړي مرستیال خبرې واورېدې او ډاډ یې ورکړ چې د افغان سوداګرو د ستونزو په حل او په افغانستان کې د پانګونې د هڅونې په برخه کې به همکاري کوي.
 
 
 
شنبه، د ۱۴۰۳ کال د لړم ۵مه
 
 

ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستيال، له ښاغلي فیض الرحمن عطایي، په ایران کې د افغانستان قونسل او د هغه مرستیال سره وکتل په دی کتنه کې چه دايران- افغانستان ګډ اتاق رئیس ښاغلي میراجان سلیمان خیل ګډون درلود د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه یې خبرې وکړې.
 
ښاغلي مهمند، د افغانستان او ایران ترمنځ د ګډو سوداګریزو فعالیتونو پر اهمیت ټینګار وکړ او له ښاغلي قونسل څخه مننه وکړه چې د دریم ملي او نړیوال امام ابو حنیفه (رح) نندارتون کې یې د ايراني سوداګرو د ګډون لپاره اسانتیاوې برابرې کړې وې. هغه، له قونسل څخه وغوښتل چې په مشهد ښار کې مېشت افغان سوداګرو ته د سوداګرۍ د ودې او د هغوی د ستونزو د حل په موخه د یو کاري ګروپ د جوړولو په برخه کې همکاري وکړي.
ښاغلي فیض الرحمن عطایي، د اتاق د لومړي مرستیال او د هغه د ټیم تود هرکلی وکړ او د سوداګریزو اسانتیاوو او په افغانستان کې د بېلابېلو سکتورونو لپاره د ایرانیانو د پانګونې په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
 
 
 
شنبه، د ۱۴۰۳ کال د لړم ۵مه
 
 

ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، په داسې حال کې چې ښاغلي عبدالجبار صافي، د افغانستان د صنایعو انجمن رئیس، او زربت خان، د پکتیکا کمپل جوړونې فابریکې رئیس، ورسره ملتیا کوله، د کابل ښار نهمې ناحیې کې د پکتیکا کمپل جوړونې فابریکې د پرمختګونو، تاسیساتو او ماشینرۍ څخه لیدنه وکړه.
 
ښاغلي زربت خان، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د لومړي مرستیال د فابریکې له لیدنې هرکلی وکړ او د اتاق او حکومت له هر اړخیزو همکاریو څخه په مننې سره وویل چې د پخواني حکومت د نه ملاتړ له امله د پکتیکا کمپل جوړونې فابریکه له فعالیت څخه پاتې وه، خو د نوي حکومت په راتګ او د دوی په ملاتړ سره موږ وکولای شول چې خپل تولیدات بیا پیل کړو. هغه، زیاته کړه چې زموږ تولیدات د نړیوالو معیارونو سره سم دي، چې له ۱۵ میلیونه امریکایي ډالرو څخه زیات په دې برخه کې پانګونه شوې او زموږ ګڼ شمېر هیوادوال پکې په کار بوخت دي. هغه، د بریښنا د کافي نه شتون ستونزه یاده کړه او له د بریشنا ریاست څخه یې وغوښتل چې د دوی ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.
ښاغلي محمد یونس مهمند، د زربت خان د پانګونې له امله مننه وکړه او د دې ډول فابریکو ونډه یې په اقتصادي وده، د کار پیداکولو او په هېواد کې د کمپلو وارداتو کمولو کې مهمه وبلله او د فابریکې رئیس څخه یې وغوښتل چې خپل تولیدات د نړیوالو معیارونو سره سم بازار ته وړاندې کړي.
ښاغلي مهمند، ډاډ ورکړ چې د خصوصي سکتور همکارۍ له حکومت سره به د کارموندنې او د هېواد د بیا رغونې برخه کې دوام وکړي، او له ټولو دولتي مسئولینو او هېوادوالو یې وغوښتل چې د هېواد له داخلي تولیداتو څخه ګټه پورته کړي ترڅو د هېواد تولیدي صنعت پرمختګ وکړي.
د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، پنبه د هېواد یو مهم کرنیز محصول وباله او له تولیدي فابریکو څخه یې وغوښتل چې د خپلو محصولاتو په تولید کې له داخلي کرنیزو تولیداتو ګټه پورته کړي. هغه، د تولیدي فابریکو د ستونزو د حل او په هېواد کې د بهرنیو پانګونو د جلب په برخه کې د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
ښاغلي عبدالجبار صافي، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق څخه مننه وکړه چې د هېواد د پانګونې د جلب په برخه کې ملي او نړیوال کنفرانسونه جوړوي او د دې ډول فابریکو ونډه یې د هېواد په ځان بسیاینې کې مهمه وبلله. هغه، د حکومت له مشرتابه څخه وغوښتل چې سوداګرو او پانګوالو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.
 
 
 
 
شنبه، تلې۲۸مه، ۱۴۰۳
 
 

ښاغلي خان جان الکوزی د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي غړۍ، د ښاغلي میرزمان پوپل د عامل پلاوي مالی او اداری مرستیال سرپرست او ښاغلي عبدالسلام کوهی د اتاق حقوقی سلاکار په شتون کې د هېواد یو شمیر تازه مېوې او هګیو واردکوونکو سره ولیدل او د کرایې د تثبیت جدول اړوند چې د ترانسپورت وزارت لخواه جوړ شوي، بحث او خبری اترې وکړې.
 
ښاغلي خان جان الکوزي د هېواد تازه مېوې او هګیو واردکوونکو راتګ ته ښه راغلاست ووایه، او د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت له خوا د کرایې د تثبیت جدول په اړه یې معلومات ورکړل، چې موخه یې د ترانسپورت او ټرانزیټ په برخه کې د سوداګرو لپاره لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته کول دي، او له ټولو ګډونوالو یې وغوښتل چې یاد جدول تحلیل او ارزونه وکړي او خپلې لیکلي نظریې اتاق ته وسپاري.
د یادو سکتورونو وارد کوونکي، د اتاق د مشرتابه پلاوي د هڅو څخه مننه وکړه چې تل یې ستونزې اړوندو حکومتي چارواکو ته رسولي دي، او د ترانسپورت وزارت له نوې کړنې یې چې د سوداګرو لپاره د ټرانزیټي اسانتیاوو په موخه ترسره شوې ده، هرکلی وکړ. هغوی د حکومت دغه ډول پروګرامونه د واردونکو سوداګرو د هڅونې لپاره اړین وبلل
 
 
 
چهاشنبه، لړم ۲مه، ۱۴۰۳
 
 

ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، او ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د اتاق د مدیره پلاوي د دارالانشا رئیس، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ترکیې محترم سفیر او یو شمېر سوداګر او زده کوونکي هم حضور درلود، په افغان-ترک ښوونځیو کې د ترکیې د کلتوري ورځې په پروګرام کې ګډون وکړ.
ښاغلي مهمند، ترکیه د افغانستان یو پخوانی دوست وباله چې د افغانستان سره یې دیني، کلتوري او تجارتي اړیکې لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ دسوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار یې وکړ.
د اتاق لومړي مرستیال، دا ډول پروګرامونه یې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د تجربو، هنري نظریاتو، ادبیاتو، کلتوري دودونو او د ښوونیزو ورکشاپونو او هنري نندارتونونو د تبادلې لپاره مهم وبلل او د هغه هېواد د سفارت له مشرتابه یې وغوښتل چې افغان سوداګرو ته د ویزې په ورکولو کې لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.
 
 
 
پنجشنبه، تلې٢٦مه، ۱۴۰۳
 
 

ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال، ښاغلي ضیاءالدین اڅکزي د مدیره هیات غړي د افغانستان-قزاقستان د تولیدي محصولاتو نندارتون کې د ګډون لپاره الماتا ښار ته سفر کړی و، په افغان-قزاق سوداګریزې غونډه کې ګډون وکړ. په دغه غونډه کې ښاغلي نورالدین عزیزي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر، سریک ژومانګارین د قزاقستان مرستیال صدراعظم، او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور غړو هم ګډون کړی و. ښاغلي احمدي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د هېواد خصوصي سکتور په استازیتوب د افغان-قزاق سوداګریزې غونډې او د یاد نندارتون د اهمیت په اړه خبرې وکړې.
 
ښاغلي احمدي، د افغانستان-قزاقستان د تولیدي محصولاتو د نندارتون د جوړېدو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه: "د دې سوداګریز فورم جوړېدل د دواړو هېوادونو د لرغونو او ورورګلوۍ اړیکو ښکارندوی دي، چې تل د متقابل احترام او دوه اړخیزو همکاریو پر بنسټ ولاړ دی. نن ورځ افغانستان او قزاقستان د دوه اقتصادي شریکانو په توګه، د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره د عزم او یووالي ګامونه پورته کوي."
د اتاق سوداګریز مرستیال، د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور رول د سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا کې مهم وباله او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
ښاغلي احمدي وویل: "د افغانستان اقتصاد له کلونو جګړو او بحران وروسته په بیارغونه کې دی او موږ د دوست هېواد قزاقستان ملاتړ او همکارۍ ته اړتیا لرو، د قزاقستان پانګوالو او صنعتکارانو ته بلنه ورکوو چې په ګډو پروژو او د افغانستان د کانونو په استخراج کې ګډون وکړي. د افغانستان کانونه او ځمکني سرچینې د ګټې اخیستنې لپاره چمتو دي او دا کولی شي د لویو اقتصادي همکاریو زمینه برابره کړي." هغه همدارنګه د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د مستقیمو بانکي اړیکو د رامنځته کېدو غوښتنه وکړه، ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ مالي انتقالات اسانه او سوداګریزې تبادلې په چټکۍ او امنیت سره ترسره شي.
ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، ټینګار وکړ چې افغانستان نن د کورنیو او بهرنیو پانګونو جذبولو ته چمتو دی؛ فساد له منځه تللی، د کوکنارو کښت ریښه ایستلې شوې او سرتاسري امنیت په ټول هېواد کې تأمین شوی دی؛ دا د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره بې ساری فرصت دی چې له اوسنیو شرایطو ګټه واخلي او په افغانستان کې په صنعتي او سوداګریزو برخو کې پانګونه وکړي.
 
 
 
 
سه شنبه، د لړم لومړۍ ورځ، ۱۴۰۳
 
 

مقالات دیگر...