د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي، هر یو: ښاغلي محمد یونس مهمند د اتاق لومړی مرستیال او ښاغلي سلطان محمد صافي د اتاق د مشرتابه پلاوي غړی د جلالتمآب ملا عبدالغني برادر د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال او جلالتمآب مولوي عبدالکبیر د رياست الوزرا سیاسي مرستیال؛ او ښاغلیو: نورالدین عزیزی د صنعت او سوداګرۍ وزیر، عطاالله عمري د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو وزیر، خلیل الرحمن حقاني د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر، د ازبیکستان، ترکیې او پاکستان هیوادونو ډيپلوماټانو او ګڼ شمېر سوداګرو او پانګه‌والو سره د کرنې او مالدارۍ محصولاتو ۳۱م نندارتون چې د کرنې وزارت لخوا جوړ شوی و، ګډون وکړ.
 
ښاغلي محمد یونس مهمند، افغانستان په عمده توګه یو زراعتي او مالداره هیواد وباله چې له ګاونډیو هیوادونو سره ښې سوداګریزې، اقتصادي او ترانزیټي اړیکې لري او په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان د کرنې وزارت هڅې په زراعت میکانیزه کولو کې وستایلې. هغه د کرنې او مالدارۍ تولیداتو ملاتړ باندې ټینګار وکړ.
ښاغلي مهمند، د اوبو کمښت د هیواد د بزګرانو یوه لویه ستونزه یاده کړه او له حکومتي چارواکو یې وغوښتل چې په دې برخه کې د اوبو بندونو جوړولو عملي ګامونه پورته کړي. نوموړي شکرپاره د هیواد یو لوی زراعتي محصول وګاڼه او له دولت څخه یې د دې محصول د صادراتو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو غوښتنه وکړه.
د اتاق لومړي مرستیال، د چین له سفیر سره د یوې ناستې یادونه وکړه او زیاته یې کړه: صادرونکي کولای شي انار بې له کوم محدودیت څخه چین ته صادر کړي. هغه له سیمې په ځانګړي توګه له اروپایي هیوادونو سره د ترانزیتي هوکړه‌لیکونو لاسلیک کول د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي لپاره ضروري وباله او له د بهرنیو چارو وزارت څخه یې د دې هوکړه‌لیکونو په لاسلیک کې جدي پاملرنه وغوښته.
ښاغلي مهمند، د کوکنارو کر د منع کېدو د حکومت یوه لویه لاسته راوړنه وبلله او له کرنې وزارت او ټولو بهرنیو مرستندویانو څخه یې وغوښتل چې د بدیل کښت په برخه کې د هیواد له بزګرانو سره لازمې مرستې وکړي. هغه د حکومت لخوا د وارداتي وچو شیدو ګمرکي تعرفې زیاتوالی د افغانستان په داخلي تولیداتو کې د ځانبساینې په برخه کې یوه ښه کړنه وبلله.
ښاغلي مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له لوري د هیواد د تولیدي محصولاتو لپاره د بهرنیو بازارونو د موندلو په برخه کې همکاري یاده کړه او له بنګله‌دېش، سریلانکا، هند او هغو هیوادونو سره چې له افغانستان سره اقلیمي توپیر لري، د ګډو نندارتونونو د جوړولو غوښتنه وکړه.
ښاغلي مهمند، په هیواد کې د کمپل تولیدي فابریکې د کار له پیل څخه یادونه وکړه او له ټولو لوړپوړو حکومتي چارواکو یې وغوښتل چې د دغې فابریکې په پرانیستلو کې ګډون وکړي. هغه له ټولو سوداګرو او پانګه‌والو څخه وغوښتل چې د لومړنیو توکو، سون موادو او نورو مالونو د بیو په راکمولو کې جدي پاملرنه وکړي.
 
 
 
 
 
چارشنبه، د تلې ۲۵مه، ۱۴۰۳
 
 

ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، چې یو شمېر د لومړنیو موادو سوداګر او پانګه وال هم ورسره ملګري وو، د حکومت د ریاست الوزرا د عالي مقام د دفتر له رییس، ښاغلي ډاکټر عبدالواسع، سره ملاقات وکړ او د اتحادیې او د لومړنیو موادو سوداګرو ستونزې یې ورسره شریکې کړې.
 
ښاغلي مهمند، د حکومت له دایمي ملاتړ څخه مننه وکړه او له ډاکټر عبدالواسع څخه یې وغوښتل چې د مالیې وزارت له قوانینو او مقرراتو سره سم د ګمرکي تعرفو په راټیټولو کې همکاري وکړي.
ښاغلي ډاکټر عبدالواسع، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه او ورسره سوداګرو هرکلي وکړ او د لومړنیو موادو د سوداګرو لویې ستونزې یې واورېدلې، ژمنه یې وکړه چې د ګمرکي تعرفو د لوړوالي موضوع به وڅېړي او د راټیټولو لپاره به اړینه همکاري وکړي.
 
 
 
 
 
سه شنبه، تلې۲۴مه، ۱۴۰۳
 
 

ښاغلي جلالتمآب الحاج مولوی عبدالکبیر د ریاست الوزراء عالی مقام سیاسي مرستیال او ښاغلیو: محمد یونس مهمند، د اتاق لومړی مرستیال، خیرالدین مایل احمدي، د اتاق سوداګریز مرستیال، خان جان الکوزی، د اتاق د مشرتابه پلاوي غړي، ښاغلي میرزمان پوپل د عامل پلاوي مالی او اداري مرستیال سرپرست، په داسې حال کې د بهرنیو چارو او کرنې وزارتونو مرستیالانو، د کرنې اتاق مرستیال، د مختلفو ټولنو رئیسانو او د هېواد سوداګر او پانګوال هم حضور درلود، د وچې میوې ټولنې نوی رئیس او مرستیال معرفي کړل.
 
ښاغلي عبدالقاسم امرخیل، د یادې ټولنې نوی رئیس، په دې کنفرانس کې د مېلمنو د راتګ هرکلی وکړ او د ټولنې لویې ستونزې یې په لاندې برخو کې یادې کړې: د ګاونډي هېواد له خوا د لارو تړل، د پاکستان لخوا د ګمرکي محصولاتو دوه سلنه زیاتوالی، د مالیې وزارت له خوا د سوداګریزو اسنادو په ارزونه کې د اسانتیاوو نشتوالی، او د دولت له خوا د دې ټولنې سوداګرو ته د ځمکې نه ورکړه. هغه د حکومت او اتاق له مشرتابه وغوښتل چې د دې ستونزو په حل کې عملي ګامونه واخلي.
ښاغلي محمد یونس مهمند، د دې ټولنې رئیس او مرستیال ته د مبارکۍ ترڅنګ، د افغانستان او اروپایي هېوادونو ترمنځ د مستقیمو الوتنو پر اهمیت ټینګار وکړ او د بهرنیو چارو او کرنې وزارتونو له مرستیالانو څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې له اتاق سره مرسته وکړي.
د اتاق لومړي مرستیال، په افغانستان کې د ویزې د مرکز جوړول د اقتصاد د ودې، د صادراتو د زیاتوالي، او د سوداګرو لپاره د ویزې د اسانتیاوو د زیاتوالي لپاره اړین وګاڼه او له حکومتي چارواکو یې وغوښتل چې دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.
ښاغلي جلالتمآب مولوي عبدالکبیر، د دې ټولنې رئیس او مرستیال ته د مبارکۍ ترڅنګ، د ستونزو په حل او سوداګرو ته د اسانتیاوو په برابرولو کې د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ.
ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د وچې میوې ټولنې د نوي رئیس او مرستیال ټاکنې ته مبارکي وویله او د صادراتو په زیاتوالي او د هېواد د اقتصاد په وده کې یې د وچې میوې رول مهم وباله. هغه، له ټولو سوداګرو وغوښتل چې د وچې میوې په معیاري پروسس او بسته بندۍ کې جدي پاملرنه وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، د هېواد د موجوده فرصتونو په اړه خبرې وکړې او له ټولو افغان سوداګرو او پانګوالو چې په بهر کې مېشت دي وغوښتل چې هېواد ته راشي او په مختلفو سکتورونو کې پانګونه وکړي.
د کرنې وزارت مرستیال، په هېواد کې د زراعتي محصولاتو د صادرونکو سوداګرو د ستونزو په حل او ورته د اسانتیاوو په برابرولو کې د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ.
محترم الکوزي، د دې ټولنې د اهمیت په اړه معلومات وړاندې کړل او له د تازه او وچې میوې سوداګرو څخه یې وغوښتل چې نړیوالو معیارونو سره سم محصولات صادر کړي.
همدارنګه ښاغلي محمد یونس مهمند او ښاغلي خانجان الکوزي د حکومت د لوړپوړو چارواکو، د هېواد سوداګرو او پانګوالو په حضور کې د کابل ښار د دهن باغ څلور لارې په سیمه کې د عظیم ټاور د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
ښاغلي مهمند، د مبارکۍ ویلو ترڅنګ د داسې لوړپوړو ودانیو اهمیت ته په اشاره سره، چې د خلکو اړتیاوې پوره کوي، له دغې ودانۍ مسؤولینو څخه وغوښتل چې د اوبو تصفیه خانه او د تودوخې سیستم د نړیوالو معیارونو او د ودانیزو سکټور له مخې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپاري. هغه، له ټولو ښار میشتو څخه غوښتنه وکړه چې د ښار په پاکۍ، آبادۍ او د ودانیو په جوړولو کې له کابل ښاروالۍ سره همکاري وکړي.
 
 
 
یکشنبه، تلې ۲۲مه، ۱۴۰۳
 
 

ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، د ښاغلي حمیدالله قاسمي د هېواد مخکښ سوداګر په شتون کې د چقرک مارکیټ له رئیس ښاغلي فخرالله احمدي او د واردونکو سوداګرو سره ولیدل او د وریژو او نورو خامو موادو په برخه کې د دوی ستونزې یې واورېدلې.
 
ښاغلي فخرالله احمدي، او د خامو موادو واردونکو د اتاق د لومړي مرستیال حضور ته ښه راغلاست ووایه او د ګمرکي مالیې د زیاتوالي په اړه د لوبیا، نخود، وریژو او همدارنګه د دوکاندارانو مالیې په اړه خپلې لویې ستونزې له ښاغلي مهمند سره شریکې کړې او د هغه نه یې غوښتنه وکړه چې د دوی ستونزې اړوندو حکومتي ادارو ته ورسوي.
ښاغلي مهمند د سوداګرو ونډه په اقتصاد او د کار زمینې برابرولو کې خورا مهمه وبلله او له ټولو خامو موادو او د سون موادو سوداګرو یې غوښتنه وکړه چې د ژمي له راتګ سره بیې راکمې کړي. هغه له ټولو سوداګرو وغوښتل چې خپل مالیات په ټاکلي وخت کې ورکړي.
ښاغلي مهمند، زراعتي محصولات د هېواد ستر تولیدات وبلل او د پاکستان له لوري د بندرونو تړل یې د نړیوال ترانزیت له کنوانسیون سره په ټکر کې یاد کړل. هغه له ټولو هېوادوالو وغوښتل چې په خپلو مراسمو کې د کورنیو تولیداتو څخه ګټه واخلي تر څو د هېواد تولیدات ملاتړ وشي.
د اتاق لومړي مرستیال، اوسني فرصتونه د پانګونې لپاره ښه زمینه وبلله او له ټولو ګډون کوونکو سوداګرو یې وغوښتل چې په ګډه په مالدارۍ فارمونو کې پانګونه وکړي.
ښاغلي مهمند، اتاق د دولت او خصوصي سکتور ترمنځ مستقیم پل وباله او له سوداګرو یې وغوښتل چې خپلې ستونزې په لیکلي ډول اتاق ته وسپاري، ترڅو اتاق په همغږۍ سره له حکومتي ادارو سره د دوی ستونزې حل کړي.
ښاغلي مهمند، ټاپي د هېواد یو لوی زیربنایي پروژه وبلله او دغه شان پروژې یې په هېواد کې د کارموندنې او ځان بساینې لپاره مؤثرې وګڼلې او په هېواد کې د ټولو سوداګرو پر یووالي او اتفاق یې ټینګار وکړ.
د اتاق لومړي مرستیال د حکومت د مشرتابه عالی مقام د بیان په اړه چې سوداګرو ته د پانګونې لپاره د ځمکې د ورکولو او اسانتیاوو په اړه یې کړی وه، یادونه وکړه، وویل چې امنیت، د کوکنارو کښت بندېدل او د اداري فساد ختمېدل د حکومت په تېرو درې کلونو کې لویې لاسته راوړنې دي او زیاته یې کړه: "دا لاسته راوړنې کولای شي په هېواد کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره کړي.
 
 
 
دوشنبه، تلې ۲۳مه، ۱۴۰۳
 
 

ښاغلي خیرالدین مایل احمدی، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال، کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، چې ښاغلی محمد داود یوسفزی، د مرکزي اتاق غړی او یو شمېر مهم سوداګر یې ملګري وو، د سوداګریزو موضوعاتو او د ولایتي اتاقونو تر منځ د همکارۍ د پیاوړتیا په موخه، د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې له اتاق څخه لیدنه وکړه او له ښاغلي محمد صدیق مهمند، د کندهار د اتاق له رئیس سره یې خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي محمد صدیق مهمند او د اتاق نورو غړو د ښاغلي خیرالدین مایل احمدي راتګ هرکلی وکړ او د سوداګرۍ او پانګونې اړوند کلیدي موضوعاتو او د خصوصي سکتور په رول یې خبرې وکړې.
ښاغلي مایل احمدي، د کندهار د اتاق د مشرتابه د مېلمه پالنې څخه د مننې ترڅنګ، په دې ولایت کې سوداګریزې ستونزې او فرصتونه واورېدل او کندهار یې له اقتصادي پلوه یو له ستراتېژیکو ولایتونو څخه یاد کړ او په تولیدي او بنسټیزو برخو کې یې د ګډو پانګونو پر تطبیق کولو ټینګار وکړ.
 
 
شنبه، تلې ۲۱مه، ۱۴۰۳
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د افغانستان لپاره د یوناما له رئیسې، مېرمن "روزوا اوتنبایو"، سره په کابل کې د دې سازمان په مرکزي دفتر کې ولیدل. په دې ناسته کې، د اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د مشرتابه پلاوي غړي ښاغلي سلطان محمد صافي او ښاغلي خانجان الکوزي، د سوېل ختیځو ولایتونو د مېوې او سبزیجاتو اتحادیې رئیس ښاغلي ګل مراد عرب، د جلغوزې اتحادیې رئیس ښاغلي سردار ولي پښتون، او د اتاق د نړیوالو اړیکو مسئول ښاغلي عبدالمتین غالب ګډون درلود. د یوناما له لوري، د اقتصادي سلاکارې مېرمن دینای بوګس، د یوناما د دفتر مسئول ښاغلي دیمتري، او د یوناما د تخنیکي دفتر مسئول ښاغلي ابوبکر هم شتون درلود.
 
د دې ناستې په پیل کې، مېرمن اوتنبایو د اتاق مشرتابه پلاوي ته ښه راغلاست وویل او د امام ابوحنیفه (رح) ملي او نړیوال نندارتون د درېیم پړاو له بریا څخه یې ستاینه وکړه. هغې وویل، دا نندارتون د افغانستان د خصوصي سکتور لپاره لویه لاسته راوړنه وه او د خلکو او متشبثینو، په ځانګړې توګه ښځو او نارینه وو، له فعاله ګډون څخه یې خوښي څرګنده کړه. همدارنګه، هغې د ښوونځیو د زده‌کوونکو حضور په دې نندارتون کې د پام وړ وباله او د نړیوال انعکاس په اړه یې یادونه وکړه. هغې زیاته کړه، ډېرو بهرنیو بنسټونو چې په دې نندارتون کې ګډون کړی و، دا یې خپلو هېوادونو ته انعکاس کړه.
مېرمن اوتنبایو، ټینګار وکړ چې د خصوصي سکتور ونډه د افغانستان په اقتصادي وده کې د بشري مرستو څخه ډېره مهمه ده او خبر یې ورکړ چې په دوحه کې د افغانستان د خصوصي سکتور د ملاتړ لپاره د یو کاري ګروپ جوړول پلان شوی دی. هغې، وویل چې یوناما به د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په همکاری سره هڅه وکړي تر څو د بانکدارۍ ستونزې او نور د خصوصي سکتور ننګونې دې ګروپ ته وړاندې کړي. هغې زیاته کړه، ډېرو هېوادونو هم د دې ګروپ سره د همکارۍ چمتووالی څرګند کړی دی.
په مقابل کې، ښاغلي محمد یونس مهمند، له مېرمن اوتنبایو څخه د دې لپاره مننه وکړه چې د خصوصي سکتور د ستونزو په اړه د خبرو فرصت یې برابر کړ. هغه، زیاته کړه چې نړۍ باید له افغانستان سره تعامل وکړي او افغانستان هم غواړي چې د متقابل درناوي پر بنسټ همکاري وکړي. هغه، یادونه وکړه چې د هېواد رئیس الوزرا په یاد شوي نندارتون کې د اختتامیه مراسمو په ترڅ کې د خصوصي سکتور او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ملاتړ ژمنه کړې ده.
ښاغلي مهمند، همدارنګه د افغانستان د بانکدارۍ ستونزو ته اشاره وکړه او وویل چې دغو ستونزو سپینې پیسې تورې کړې دي چې دا حالت د هېواد د خصوصي سکتور لپاره جدي زیانونه رامنځته کړي دي. هغه د دوحې د کاري ګروپ د جوړېدو هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق باید په دې ګروپ کې د پام وړ ونډه ولري. د اتاق لومړي مرستیال یادونه وکړه چې د کوکنارو د کرکيلې له منځه وړل، د ټول هېواد امنیت او د فساد کموالی هغه مسایل دي چې له امله یې ملګري ملتونه باید د افغان بزګرانو لپاره د کوکنارو د کرکيلې بدیل پیدا کړي.
ښاغلي مهمند، په نړیواله کچه د افغانستان د خصوصي سکتور د غږ پر اهمیت ټینګار وکړ او له مېرمن اوتنبایو یې غوښتنه وکړه چې د افغانستان څوکۍ په ملګرو ملتونو کې افغانانو ته ځانګړې شي. هغه زیاته کړه چې د افغانستان د خصوصي سکتور ستونزې باید نړیوالې ټولنې ته په سمه توګه ورسول شي ترڅو افغانستان له نړۍ سره اغېزمن او ګټور تعاملات ولري.
له دې وروسته، ښاغلي خانجان الکوزي هم د یوناما له هڅو مننه وکړه او څرګنده یې کړه چې ملګري ملتونه د نړۍ د ټولو خلکو ګډ کور دی او افغانستان هم د دې کور برخه ده. هغه زیاته کړه چې ملګري ملتونه تل د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دي او د دې سازمان دنده دخصوصي سکتور له موخو سره همغږي لري. هغه، ټینګار وکړ چې خصوصي سکتور تل هڅه کړې ده ترڅو د خوراکي توکو او نورو اړینو موادو قیمتونه کنټرول کړي.
ښاغلي الکوزي، د افغان شرکتونو له نړیوالو بنسټونو سره د قراردادونو پر ستونزو هم خبرې وکړې او وویل چې د پروژو د بشپړولو سره سره، د پیسو ورکړه د بهرنیو شریکانو له خوا نه ده شوې. هغه د دې ستونزې یو لامل د افغانستان د شتمنیو د کنګل کېدو یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې د دغو پیسو سرنوشت لا تراوسه ندی معلوم. همدارنګه، هغه د ځینو هېوادونو لخوا د افغان خصوصي سکتور سره د ناعادلانه چلند په اړه هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې افغان سوداګرو ته ویزې نه ورکول کیږي او دغه مسئله لامل شوې چې میلیونونه ډالر د افغان شرکتونو له خوا د بهرنیو شرکتونو سره پاتې شي. هغه زیاته کړه چې سوداګر د ویزې د نه ورکولو له امله د دغو ستونزو د حل لپاره سفر نشي کولی.
هغه همدارنګه د افغانستان د صادراتو پر جدي ستونزو خبرې وکړې او څرګنده یې کړه چې له پاکستان سره د هېواد د لارې بندېدل د افغانستان د مېوو او سبزیجاتو د صادراتو لپاره یوه لویه ستونزه ده. هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان د صادراتو لوی بازارونه په پاکستان کې دي، خو د پاکستان له خوا پر ۱۱ قلمه د افغانستان د صادراتي توکو د ګمرکي تعرفو زیاتوالی یوه لویه مانع ګرځېدلې ده. هرڅو که دا ستونزه د افغانستان حکومت او د پاکستان دولت لخوا څو ځلې ارزول شوې، خو تل سیاسي مسایل د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو پر وړاندې خنډ جوړوي.
له دې وروسته، ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د اتاق د پانګونې مرستیال، ټینګار وکړ چې خصوصي سکتور سره له دې چې له ستونزو سره مخ دی، لا هم خپلې چارې پر مخ وړي او د یوناما څخه یې د خصوصي سکتور د ستونزو په حل کې د زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه. هغه د افغانستان د وچې مېوې د فصل په اړه هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې هند د افغانستان د خصوصي سکتور لپاره یو مهم او ارزښتناک بازار دی. هغه له مېرمن اوتنبایو غوښتنه وکړه چې د افغان سوداګرو لپاره د ویزې په اسانولو کې مرسته وکړي. هغه، زیاته کړه چې ستاسو له خوا دا کوچنۍ مرسته کولی شي د دریو ډلو بزګرانو لپاره، په ځانګړې توګه د انارو، هینګ او وچې مېوې د تولیدونکو لپاره، یوه لویه اغېزه ولري او د هغوی حالت ښه کړي.
ورپسې، ښاغلي سلطان محمد صافي، څرګنده کړه چې افغانستان له ډېرو سختیو او ننګونو څخه تېر شوی دی او په دې حساس پړاو کې، د نړیوالو بنسټونو همکاري او ملاتړ تر بل هر وخت ډېر اړین دی. هغه په دې همکارۍ ټینګار وکړ او له مېرمن اوتنبایو یې د ملاتړ غوښتنه وکړه ترڅو خصوصي سکتور وکولی شي د دې سازمان په ملاتړ سره د هېواد د شرایطو د ښه والي او ستونزو د حل لپاره کار وکړي.
همدارنګه، د یوناما تخنیکي مسئول، ښاغلي ابوبکر، د دوحې د کاري ګروپ د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او څرګنده یې کړه چې دا ګروپ به په څلورو اصلي برخو کې فعالیت کوي: د خصوصي سکتور لخوا د کارموندنې ایجاد، متشبثینو ته د مالي مرستو برابرول، د خصوصي سکتور د نړیوالو مارکیتونو سره د اړیکو ټینګول، او د سوداګرۍ د پراختیا لپاره له سیمه ییزو چارواکو سره همکاري.
په پای کې، مېرمن روزوا اوتنبایو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي له خوا د وړاندیزونو څخه بشپړ ملاتړ اعلان کړ او وویل چې د هند مقاماتو سره به د ویزې د اسانولو په اړه لازمې خبرې وکړي. همدارنګه، هغې خصوصي سکتور ته وړاندیز وکړ چې د سوداګریزو ستونزو د حل او خنډونو د لرې کولو لپاره دې د سارک، ایکو، د اسلامي هېوادونو او نړیوالو اتاقونو په څېر نړیوالو سازمانونو کې د اتاق غړیتوب څخه ګټه واخلي.
 
 
دوشنبه، تلې۲۳مه، ۱۴۰۳
 
 

مقالات دیگر...