د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي د پالیسۍ او تخنیکي مرستیال د قزاقستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق له لوړپوړي سلاکار سره لیدنه ترسره کړه

ښاغلي محمد انور عارفي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي د پالیسۍ او تخنیکي چارو مرستیال، د ښاغلي عبدالمتین غالب، د اتاق د نړیوالو اړیکو د څانګې مسؤل په حضور کې، له ښاغلي لي میخایل، د قزاقستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق له لوړپوړي سلاکار سره، آنلاین لیدنه وکړه او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د ګډو پانګونو په اړه یې بحث او نظریات تبادله کړل.
 
ښاغلي عارفي، قزاقستان د آسیا یو له سترو خوړو تولیدوونکو او صادروونکو هېوادونو څخه وباله او له نوموړي یې وغوښتل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې پراخوالي ته پاملرنه وکړي او د قزاق سوداګر وهڅوي، چې په افغانستان کې ګډو پانګونو ته زړه ښه کړي. نوموړي، د افغان سوداګرو د پیسو د انتقال ستونزه قزاق سوداګرو ته او همدارنګه د قزاق سوداګرو له خوا د توکو نه لېږد افغان سوداګرو ته، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ له عمده خنډونو څخه وبلله او زیاته یې کړه، چې د قزاق سوداګرو دا ډول کړنې کولای شي د دواړو لورو ترمنځ پر سوداګرۍ او باور منفي اغېز وکړي.
د پالیسۍ مرستیال وویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراخوالی د قزاقستاني بانکونو له خوا د پیسو د انتقال اسانتیاوو رامنځته کولو پورې اړه لري. هغه له د قزاقستان د سوداګرۍ اتاق له لوړپوړي سلاکار څخه وغوښتل چې د افغان سوداګرو د پیسو انتقال، د قزاقستان په نندارتونونو کې د افغان سوداګرو لپاره د غرفو د کرایو کمښت، د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د تجارتي ناستو جوړېدل، او د افغانستان او قزاقستان د اتاقونو ترمنځ د اړیکو د لا ښه والي په برخه کې پراخې همکارۍ وکړي، تر څو د دواړو لورو مشرتابه وکولای شي د سوداګرۍ د ستونزو د حل لپاره لازم تصمیمونه په ګډه ونیسي.
ښاغلي میخایل، په افغانستان کې په بېلابېلو سکتورونو کې د قزاق سوداګرو د پانګونې د چمتووالي یادونه وکړه او د افغان سوداګرو ستونزو د شریکولو او د دواړو اتاقونو ترمنځ د تجارتي ستونزو د حل په موخه د ګډو ناستو د جوړولو په برخه کې د خپلې هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
 
 
 
 
 
شنبه، د ۱۴۰۴ کال د وري ۲۰مه