یاده غونډه چې د منابع بشري آمریت له خوا ترتیب شوې وه، د مالی او اداري مرستیال سرپرست ښاغلي میرزمان پوپل، د پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي، د اتاق حقوقي مشاور عبدالسلام کوهي، مالي مفتش امانت ذمهوار، د مختلفو څانګو آمرینو او کارکوونکو په ګډون د اتاق په کنفرانسونو تالار کې جوړه شوه.
ښاغلي پوپل د اتاق له ټولو کارکوونکو مننه وکړه چې د خصوصي سکتور غړو ته یې شپه او ورځ خدمت کړی او وویل چې دا ډول سیستمونه د اسانتیا، شفافیت او معلوماتو ته د چټک لاسرسي لپاره خورا مهم دي. نوموړي د سیستم د عملي کولو ټینګار وکړ او اړوند رهنمودونه یې وړاندې کړل.
په پای کې د منابع بشري آمریت له خوا د سیستم د استفادې څرنګوالی او ګټې کارکوونکو ته تفصیل سره وړاندې شوې.
یکشنبه د وري ٢٤مه، کال ١٤٠٤