ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال، د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سرپرست اسدالله اسدي، د اتاق د مشرتابه پلاوي غړي محمد ابراهیم غضنفر او محمود یوسفزی، د بلخ د اتاق لوړپوړي مشاورین اجمل قادري او قلندر رحیمي، د نفتي موادو اتحادیې رئیس عبدالمؤمن ضیایي، د اوړو اتحادیې رئیس محمد یاسین وهاب ‌زاده او د بلخ ولایت د خصوصي سکتور د نورو غړو په شتون کې د بلخ له والي او د علماوو د شورا له رئیس سره وکتل او د حکومت د مشرتابه د لارښوونې په رڼا کې یې د دې ولایت لپاره د یوې سترې سهامي شرکت د تاسیس په اړه خبرې وکړې.
 
ښاغلي مایل، د حکومت وروستی اقدام چې د بلخ ولایت د خصوصي سکتور له خوا د سهامي شرکت د تاسیس طرحه ده، وستایله او د دغسې شرکتونو رول یې د اقتصاد په وده، د کار په رامنځته کولو او د وارداتو په کمولو کې خورا مهم وباله. هغه ډاډ ورکړ چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به په دې برخه کې هر اړخیزه همکاري کوي.
د بلخ والي او د علماوو شورا رئیس، د بېړنیو حالاتو پر مهال د خصوصي سکتور د بشردوستانه مرستو ستاینه وکړه. دوی د سهامي شرکت تاسیس د هیواد د عوایدو د زیاتوالي او د اقتصاد د ودې لپاره خورا مهم وباله او ډاډ یې ورکړ چې دوی به د سوداګرو لپاره د کار فضا په برابرولو کې همکاري کوي. دوی، له ټولو سوداګرو وغوښتل چې له اوسنیو فرصتونو ګټه پورته کړي او د بلخ په بېلابېلو سکتورونو کې ډېرې پانګونې وکړي.
ګډونوالو سوداګرو، د سهامي شرکت د تاسیس په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل او د بلخ ولایت له لوړپوړو چارواکو څخه یې وغوښتل چې د شته ستونزو په حل او د سوداګرۍ د لا ډېرو اسانتیاوو په برابرولو کې جدي پام وکړي.
 
 
 
 
 
 
سه ‌شنبه، د مرغومي ۲۵مه، ۱۴۰۳
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال ښاغلی خیرالدین مایل احمدي او د بشیر نوید ګروپ مشر د بلخ ولایت د حکومتي چارواکو، د بلخ د سوداګرۍ اتاق د مشرتابه پلاوي، په بلخ کې د ترکیې قونسل ښاغلي قاسم کابان، د افغان-ترک ښوونځیو مدیرانو او د یاد ولایت د قومي مشرانو په شتون کې د افغان- ترک له بنسټ سره تعلیمي هوکړه لیک لاسلیک کړ.
 
دغه هوکړه لیک د افغان محصلینو د زده کړو د سطحې د لوړولو او هغوی ته د ماسټرۍ او دوکتورا د ترلاسه کولو لپاره د سیمې په هېوادونو په ځانګړي ډول ترکیې ته د زده کړو زمینه برابرولو په موخه لاسلیک شو.
ښاغلي مایل د افغان-ترک معارف بنسټ د ښوونیزو میتودونو د ملاتړ او د افغان اولادونو د زده کړو د سطحې لوړولو په برخه کې د قدردانۍ ترڅنګ د بشیر نوید ګروپ د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل. هغه د دې هوکړه لیک اساسي هدف د ګډې همکارۍ پراخول وباله، څو د تعلیم زمینه د حکومت د پوهنې وزارت د سیستم سره سمه برابره شي او افغان محصلین د سیمې هېوادونو ته، په ځانګړې توګه ترکیې ته، د لوړو زده کړو لپاره ولېږل شي.
ښاغلي کابان د دې ډول هوکړه لیکونو لاسلیک د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښوونې او فرهنګي همکاریو د پراختیا لپاره مثبت ګام وباله او د افغان اولادونو د زده کړو او تعلیم په برخه کې د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړ.
دغه تعلیمي هوکړه لیک د افغان-ترک معارف د مرکز رئیس دوکتور شاه نظر کویک او د بشیر نوید ګروپ عمومي مدیر انجینیر مصطفی غوثي لاسلیک کړ.
 
 
 
شنبه، د مرغومی ۲۲مه ۱۴۰۳
 
 

ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، د «خصوصي سکتور او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې تر منځ د ستراتیژیکې همغږۍ او همکارۍ د پیاوړتیا» په اړه دوهم کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه. دغه کنفرانس د حکومتي مقاماتو، د خصوصي سکتور غړو، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارو مسوولینو او استادانو په ګډون د کابل په انټرکانټیننټل هوټل کې ترسره شو.
 
ښاغلي مهمند، د دې مهم کنفرانس د جوړیدو له امله خپله خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې افغانستان له څلور لسیزو جګړو وروسته درې کاله کیږي چې نوی فصل پیل کړی او اوس اړتیا ده چې د رامنځته شوو فرصتونو څخه په ګټې اخیستو د هېواد په ابادۍ کې هڅې وکړو.
نوموړي، د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارو سره د نړیوالو ادارو د مرستو ستاینه وکړه او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د یوه ملي بنسټ په توګه د دې ادارو سره د همکارۍ ډاډ ورکړ. هغه، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارو رول د کرنې او صنعت په ودې او پرمختګ کې ډېر مهم وباله.
ښاغلي مهمند، زیاته کړه چې په وروستیو کلونو کې افغانستان د ترانزیټ په برخه کې ښه پرمختګ کړی او اړتیا ده چې مسلکي روزل شوي موټرچلوونکي ولرو ترڅو د دې برخې اړتیاوې پوره کړي. نوموړي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارو تر منځ د موټرچلوونکو د مسلکي او معیاري روزنې لپاره د یوې ګډې اکاډمۍ جوړول یې ضروري وګاڼه.
همدارنګه، نوموړي په هېواد کې د تخنیکي ښوونځیو او مسلکي ادارو جوړیدل د کرنې، تولیدي فابریکو، روغتونونو کې د تخنیکي وسایلو کارونې او نورو برخو لپاره د مسلکي کادرونو روزنې په موخه مهم وبلل او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.
 
 
 
 
 
 
 
دوشنبه، د ۱۴۰۳ کال د مرغومي ۱۷مه
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه د بېلابېلو سوداګریزو ټولنو استازو او ولایتي اتاقونو مشرتابه سره له پاکستان سره د شته سوداګریزو او ترانزیټي ستونزو، د حل لارې او بدیلو لارو موندلو په اړه د اتاق په کنفرانسونو تالار کې مشورتي غونډه وکړه.
 
یاده غونډه د ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس، په مشرۍ ترسره شوه، چې په کې ښاغلیو: شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي مالي رئیس، انجنیر سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس، سلطان محمد صافي، محمد گردیزي، ذکریا بریالي او ضیاءالدین اچکزي، د مدیره پلاوي غړو، عبدالمتین قلندري د څارنې پلاوي منشي، او ناصر صمیم، د څارنې پلاوي غړي، میرزمان پوپل، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال سرپرست، محمد انور عارفي، د عامل پلاوي د پالیسي او تخنیکي مرستیال، همایون خواجه زاده، د کابل اتاق سوداګریز مرستیال، د بېلابېلو سوداګریزو ټولنو مشران، د ولایتي اتاقونو مشرتابه او د مرکز او ولایاتو سوداګرو ګډون کړی و.
ښاغلي میرزمان پوپل، د غونډې د موخې په اړه او د پاکستان سره د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې د شته ستونزو په اړه خبرې وکړې، په ځانګړي ډول د صادراتو او وارداتو، د مالیاتو او تعرفو زیاتوالي، د مالونو بارولو او تخلیې اړوند، او په واګه بندر کې پر سوداګریزو وسایطو وروستیو نویو خنډونو ته اشاره وکړه. نوموړي د مرکز او ولایاتو له سوداګرو وغوښتل چې خپلې ځانګړې نظریې او وړاندیزونه وړاندې کړي.
ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د ښاغلي پوپل خبرې تایید کړې او د هغو بحثونو په اړه یې معلومات وړاندې کړل چې پرون د سوداګرو او د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشرتابه ترمنځ د ترانزیتي ستونزو، د (اپټا) تړون نه تطبیق، او بدیلو لارو د موندلو په اړه شوي وو. نوموړي، له افغان حکومت څخه وغوښتل چې شته ستونزې د ډیپلوماتیکو لارو حل کړي.
ښاغلي سید جاوید برهان، د پاکستان د کراچۍ بندر اهمیت ته په اشاره وویل چې بدیله لارې شته، او له سوداګرو یې وغوښتل چې مشخص وړاندیزونه وړاندې کړي.
ښاغلي ضیاءالدین اچکزي په خپلو خبرو کې وویل، که بدیله لارې نه وي، نو شته لارې باید خرابې نه کړو او له شرایطو سره سم باید پرېکړې وکړو.
ښاغلي نقیب‌الله صافي، د افغان-پاک ګډې اتاق اجرائیوي رئیس، د پاکستان سره د وروستیو سوداګریزو او ترانزیتي ستونزو، د (اپټا) تړون نقض، د ۲۱۰ سوداګریزو توکو په ممنوعه ترانزیتی ليست شاملول، او د ۱۰ سلنه تعرفې په ترانزیتی توکو زیاتېدو، د سکن، مالونو بارولو او تخلیې او د هند سره ترانزیت اړوند خنډونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
په غونډه کې د کندهار، بلخ، کابل، ننګرهار، هرات، غزني، خوست، پکتیا او سپین بولدک د اتاقونو مشران او مرستیالان، د بېلابېلو اتحادیو مشران او سوداګرو خپلې نظریې او وړاندیزونه د وړاندې شویو موضوعاتو په اړه شریک کړل. هغوی د ستونزو د حل، بدیلو لارو موندلو، د لویو او معیاري سړې خونې جوړولو، صادرونکو ته سبسایډۍ ورکولو، د هوایي دهلیزونو خلاصېدو، او د پاکستان وارداتو او ترانزیت سره د متقابل چلند وړاندیزونه وکړل.
ښاغلي شیرین آغا سخي، د غونډې په پای کې وویل چې د سوداګرو د نظریو او وړاندیزونو له مخې ښکاري چې د پاکستان سره ستونزې شته او د (اپټا) تړون په دوامداره توګه نقض شوی. د ډېریو وړاندیزونو تمرکز په بدیلو لارو، د کراچۍ بندر کارولو دوام، او د چابهار بندر د امکاناتو پراختیا دی.
 
 
 
 
چهارشنبه، د مرغومی ١٩مه، ۱۴۰۳
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ نړیوال سازمان (WTO) غړیتوب په اړه د خصوصي سکتور د سوداګرو او پانګوالو د پوهاوي برنامه، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سوداګرۍ نړیوال سازمان د چارو ریاست له لوري او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په همکارۍ، د اتاق په کنفرانسونو تالار کې جوړه شوه. په دې غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مالي او اداري مرستیالۍ سرپرست ښاغلي میرزمان پوپل، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سوداګرۍ نړیوال سازمان د چارو رئیس ښاغلي عبدالوکیل مسلم، د بېلابېلو سوداګریزو اتحادیو مشران او استازي، د اتاق د ځینو څانګو مسوولین، سوداګرو او پانګوالو ګډون درلود.
 
ښاغلي میرزمان پوپل، د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري د افغانستان د سوداګرۍ نړیوال سازمان غړیتوب په برخه کې د هڅو په اړه خبرې وکړې. نوموړي د دې پوهاوي برنامه اهمیت، د دې سازمان د غړیتوب ګټې او اړتیاوې روښانه کړې او له ګډونوالو څخه یې وغوښتل چې د خپلو نظریاتو او رغنده وړاندیزونو په وړاندې کولو سره په دې پروسه کې ونډه واخلي.
ښاغلي عبدالوکیل مسلم، د دې غونډې په جوړولو کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له همکارۍ مننه وکړه. نوموړي د دې برنامې موخه د خصوصي سکتور د غړو پوهاوی وباله او د سوداګرۍ نړیوال سازمان غړیتوب ګټې یې په ګوته کړې. نوموړي د دې ګټو له جملې څخه د سوداګرۍ د ستونزو مخنیوی، د صنعت وده، نړیوالو بازارونو ته لاسرسی، پانګونې جذب، د سوداګریزو شخړو حل، د صادراتو زیاتوالی، د ښځینه سوداګرو لپاره د صنعتي شبکو پراختیا او نور موارد یاد کړل.
همدارنګه، د سوداګرۍ نړیوال سازمان کارپوه ښاغلي عبدالوهاب نظري له خوا ترتیب شوې معلوماتي پریزنټیشن ګډونوالو ته وړاندې شو. په دې غونډه کې ګډونوالو د یادو موضوعاتو په اړه پوښتنې وکړې او خپل نظریات او وړاندیزونه یې هم وړاندې کړل.
 
 
 
 
 
دوشنبه، مرغومی ١٧مه، ۱۴۰۳
 
 

ښاغلي محمد انور عارفي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي د پالیسي او تخنیکي مرستیال، د ښاغلي عبدالمتین غالب، د اتاق د نړیوالو اړیکو امر په حضور کې، د قزاقستان د سفارت له قونسل ښاغلي موخان سره په مرکزي دفتر کې وکتل او د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا او ګډو همکاریو په اړه یې خبرې وکړې.
ښاغلي عارفي، په دې لیدنه کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې شته ستونزې په تفصیل سره بیان کړې او د افغان سوداګرو لپاره د تجارتي ویزو په اسانولو، د سوداګرۍ پر وړاندې د خنډونو په له منځه وړلو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو تبادلو په زیاتوالي ټینګار وکړ. هغه همدارنګه وړاندیز وکړ چې د دواړو لورو د سوداګریزو پلاوو ترمنځ ګډې ناستې ترسره شي ترڅو د سوداګرو لپاره اقتصادي فرصتونه زیات شي.
د قزاقستان د سفارت قونسل، ښاغلي موخان، د دې وړاندیزونو هرکلی وکړ او د افغان سوداګرو لپاره د ویزو په اسانولو کې د قزاقستان د سفارت د ژمنتیا په اړه ډاډ ورکړ. هغه وویل چې د قزاقستان سفارت چمتو دی چې د سوداګرۍ د پراختیا او اقتصادي همکاریو په برخه کې د افغانستان له خصوصي سکتور څخه ملاتړ وکړي.
سربېره پر دې، دواړو لورو د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د ګډ سوداګریزې شورا پر جوړولو ټینګار وکړ. دا شورا به د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د اړیکو د یوه پله په توګه کار وکړي او د سوداګریزو اړیکو د ودې او پراختیا لپاره به زمینه برابره کړي.
 
 
 
 
 
چهارشنبه، د مرغومی ۱۹مه، ۱۴۰۳
 

مقالات دیگر...