د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال سرپرست د برقي سامان آلاتو د تخصصي کمیټې له رئیس او غړو سره ولیدل

ښاغلي میرزمان پوپل، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال سرپرست، له ښاغلي محمد ابراهیم رسولی، د برقي سامان آلاتو د تخصصي کمیټې له رئیس او د هغه له مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او د هغوی ستونزې یې واورېدې.
 
ښاغلي رسولی د اتاق له مشرتابه څخه د خصوصي سکتور ستونزو ته په وخت رسېدنې کې د دایمي همکارۍ مننه وکړه او خپله لویه ستونزه یې د خیرخواه مارکېټ دوکاندارانو ته د دوکانونو د ناعادلانه وېش موضوع یاده کړه. نوموړي له اتاق څخه وغوښتل چې د دوکانونو د نیمګړتیاوو د تشخیص او بیا کتنې لپاره د اړوندو حکومتي ادارو په همکارۍ له دوی سره همکاري وکړي.
ښاغلي پوپل، د ښاغلي رسولی او د هغه د مل پلاوي راتګ ته د ښه راغلاست ترڅنګ د سوداګرو رول د هیوادونو د اقتصاد په وده کې مهم وباله، او له دوی څخه یې وغوښتل چې خپلې ټولې ستونزې او وړاندیزونه په لیکلي ډول اتاق ته وسپاري، ترڅو اتاق وکولی شي د اړوندو حکومتي ادارو سره په همغږۍ د هغوی د ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات وکړي.
 
 
 
دوشنبه، ۱۸ حمل ۱۴۰۴