د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د نفتو او ګازو د سراسري اتحادیې د مرستیال، ښاغلي فیض احمد خافي په شتون کې، د خصوصي سکتور د ملاتړ ناستې په ترڅ کې د ترکیې له استازي ښاغلي حسین بوتسالي، په قطر کې د جرمني له سفیر ښاغلي رول او د انګلستان له استازي ښاغلي جاني سره وکتل.
په دې لیدنه کې د افغان سوداګرو لپاره د ویزو د ستونزو او له یادو هېوادونو سره د سوداګرۍ د پراختیا په اړه مفصل بحث او نظریات تبادله شول.
ښاغلي مهمند له ترکیې، انګلستان او جرمني سره د افغانستان د سوداګرۍ په پراختیا ټینګار وکړ او د یادو هېوادونو د سوداګرۍ اتاقونو ترمنځ یې همکاري مهمه وبلله. نوموړي څرګنده کړه چې افغان سوداګر د جرمني جوړو چپ لاسو موټرو ته لیوالتیا لري، خو د جرمني ویزې نه شتون د دوی لپاره ستونزې جوړې کړي دي.
همدارنګه، نوموړي د صادراتي مالونو د ترانزیت په برخه کې د ترکیې رول مهم وباله او د لا زیاتو سوداګریزو او ترانزیتي اسانتیاوو غوښتنه یې وکړه.
پنجشنبه، د ۱۴۰۴ لمریز کال د وري ۲۱مه