ښاغلي الحاج خان محمد سرفراز باز د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي دارالانشاء رئیس، د ښاغلي شیرشاه احمدزی او ښاغلي استاد شاه محمود شریفي، د کابل د اتاق د مدیره پلاوو غړو او ښاغلي عطاالله عمر ملي سوداګر په شتون کې له ښاغلي مولوي بدرالدین حقاني، په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفیرسره لیدنه ترسره کړه او د افغان سوداګرو ستونزو او ننګونو او په دې هېواد کې د افغانستان د سفارت د برنامو په اړه خبرې اترې وکړې.


ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د افغان سوداګرو او خلکو لپاره د قونسلي خدماتو په تسهیل کې د افغانستان سفارت مشرتابه څخه مننه وکړه او د هېواد د سوداګرو لویې ستونزې یې له ښاغلي حقاني سره شریکې کړې. نوموړي، له ښاغلي سفیر څخه وغوښتل چې د خصوصي سکتور د اهمیت په نظر کې نیولو سره د دې ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه واخلي. همدارنګه، نوموړي، په متحده عربي اماراتو کې افغان سوداګرو ته د ویزې په صدور کې د اسانتیاوو د نشتوالي یادونه وکړه او د سفارت له مشرتابه څخه یې وغوښتل چې دا موضوع حل کړي.

همدارنګه، ښاغلي شیرشاه احمدزي او ښاغلي استاد شاه محمود شریفی په خپل وار سره د افغان سوداګرو ستونزو په اړه خبرې وکړې او د حل په موخه یې د ښاغلي سفیر د جدي پاملرنې غوښتنه یې وکړه.

ښاغلي مولوي بدرالدین حقاني، د اتاق دارالانشاء رئیس او مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رول یې د هېواد په اقتصادي وده او پرمختګ کې مهم وباله. هغه د افغان سوداګرو د ستونزو او خبرو اورېدو ترڅنګ ژمنه وکړه چې د دې ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه واخلي.

 

 

سه شنبه، تلې ۱۰مه ۱۴۰۳

ښاغلي محمد یونس مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، په کابل کې د چین ولسي جمهوریت د ۷۵ مې کلیزې د لمانځنې په مراسمو کې چې د چین سفارت په مقر کې جوړ شوې وو، ګډون وکړ.

په دې مراسمو کې مهمو شخصیتونو لکه د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نورالدین عزیزی، په کابل کې د مېشتو هېوادونو سفیران، د بهرنیو ادارو لکه یوناما، UNDP، UNICEF، او د اسلامي هېوادونو سازمان استازي په افغانستان کې هم شتون درلود.

په پیل کې د چین ولسي جمهوریت سفیر د خپل هېواد د اقتصادي لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې چې په تېرو ۷۵ کلونو کې ترلاسه شوي او په تېرو درېو کلونو کې یې د چین او افغانستان ترمنځ د همکارۍ وروستي پرمختګونه یاد کړل. ورپسې، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نورالدین عزیزی د افغانستان او چین ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا اهمیت په ګوته کړ او له چین څخه یې غوښتنه وکړه چې د واخان د ځمکني دهلیز د کار په چټکتیا کې لا ډېره همکاري وکړي.

ښاغلي محمد یونس مهمند، هم په دې مراسمو کې د چین د ولسي جمهوریت سفیر ته د دې هېواد د بنسټ اېښودنې کلیزه مبارکي وویله او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو په پیاوړتیا ټینګار وکړ. هغه، همدارنګه د چین سفیر ته بلنه ورکړه چې د خپل ټیم سره په دریم ملي او نړیوال نندارتون امام ابوحنیفه (رح) کې چې په نږدې راتلونکي کې جوړېږي، ګډون وکړي.

سربېره پر دې، ښاغلي مهمند، په دې مراسمو کې د جاپان له سفیر، د قطر د سفارت له اقتصادي سلاکار، او د روسیې، ازبیکستان، قزاقستان، ایران سوداګریز کونسلانو او نورو ګډونوالو سره لنډې خبرې وکړې.

 

 

 

یکشنبه، تلې ۸مه، ۱۴۰۳

 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي ښاغلیو: محمد یونس مهمند د اتاق لومړی مرستیال، خیرالدین مایل احمدي د اتاق سوداګریز مرستیال، سید جاوید برهان د اتاق نړیوالو اړیکو رئیس، خانجان الکوزی د افغان-پاک ګډ اتاق رئیس، سلطان محمد صافی او ضیاالدین اچکزۍ، د اتاق مشرتابه پلاوي غړي، حاجي شرف الدین د اتاق ارشد مشاور، حاجي عبیدالله د رخت ټولنې رئیس، حاجي نجابت حیدري، د میوو ټولنې رئیس او د هېواد له بیلابیلو سکتورونو څخه یو شمېر سوداګرو له ښاغلي روبرت دیکسن د انګلستان د سفارت له شارژدافیر او له مل پلاوي سره د اتاق په مرکزي دفتر کې ولیدل او د سیمې هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د موجوده ستونزو او د مناسب حل لارو موندلو په اړه یې خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند، ښاغلي دیکسن او د هغه مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه، د افغانستان او انګلستان اړیکې یې تاریخي وبللې او د افغانستان خلګو ته د انګلستان د بشري مرستو یادونه او مننه یې وکړه. هغه، د هېواد د امنیت ټینګښت، د کوکنارو د کر کیلو منع او د اداري فساد له منځه وړل او د حکومت له خوا په سوداګرۍ او پانګونه کې د اسانتیاوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې، او د منطقې هېوادونو سره په سوداګرۍ او ترانزیت کې پر موجوده ستونزو یې خبرې وکړې. هغه زیاته کړه: له بېلابېلو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان سره د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې مهمې ستونزې لکه: د افغانستان پر ځینو صادراتي توکو لوړې ګمرکي تعرفې، د اروپايي هېوادونو، هندوستان او مرکزي آسیا هیوادونو لخوا د ویزې په ورکولو کې د سهولتونو نشتوالی، د پاکستان له لوري په پولو کې ستونزې، د نړیوالو سوداګریزو اصولو او میکانیزمونو نه رعایتول، د سوداګریزو همکاریو د تفاهم لیک نه پلي کول او د کراچۍ بندر له لارې د یو شمېر وارداتي توکو د راتګ مخنیوی پکې شامل دي چې دا ټول د افغانستان او پاکستان خصوصي سکتور ته زیانونه اړولي دي.
د اتاق لومړي مرستیال، د افغانستان د حکومت له خوا د خصوصي سکتور د هر اړخیز ملاتړ یادونه وکړه او له ټولو هېوادونو سره د خصوصي سکتور د هر اړخیزو همکاریو او د نړیوالو اړیکو د ښه والي لپاره د عملي ګامونو د پورته کولو ډاډ ورکړ. هغه، د انګلستان له شارژدافیر څخه وغوښتل چې د افغانستان د کنګل شويو شتمنیو د ازادولو او د مالي انتقالاتو د خنډونو په لرې کولو کې چې د خصوصي سکتور لپاره یې بې شمېره ستونزې رامنځته کړي دي، مرسته وکړي.
د اتاق لومړي مرستیال، د بدیلو سوداګریزو لارو د موندلو یادونه وکړه او افغانستان یې د جنوبي آسیا او مرکزي آسیا وصل کونکی هېواد وباله او د افغانستان له لارې د ترانزیتي انتقالاتو د عادي جریان خبر یې ورکړ.
هغه، ۸۰ سلنه د سوداګرو او پانګه والو داخلي ستونزې حل شوې وبللې او ټینګار یې وکړ چې د نړۍ او سیمې له ټولو هېوادونو سره باید په متقابل درناوي، د متقابلې همکارۍ سیاست او د نړیوالو سوداګریزو او ترانزیتي اصولو په رعایتولو سره سوداګریزې اړیکې وساتل شي. هغه، د انګلستان له شارژدافیر څخه وغوښتل چې د نړیوالو اصولو او میکانیزمونو په پام کې نیولو سره د افغان سوداګرو د موجودو ستونزو په حل کې له سیمه ییزو هېوادونو سره مرسته وکړي.
ښاغلي مایل احمدي، د هېواد په اقتصادي وده کې د خصوصي سکتور رول مهم وباله او له ښاغلي دیکسن څخه یې وغوښتل چې د خصوصي سکتور د اقتصادي ودې او هوساینې د اهمیت په پام کې نیولو سره د افغان سوداګرو او پانګه والو د ستونزو د حل لپاره مناسبې لارې چارې او عملي ګامونه پورته کړي.
ښاغلي سلطان محمد صافي، د پاکستان حکومت له خوا په سوداګرۍ او ترانزیت کې رامنځته شوې ستونزې په ځانګړي ډول د افغان باغدارانو لپاره زیانمنې وګڼلې او د دغو ستونزو په حل یې ټینګار وکړ. هغه، یادونه وکړه چې د دونرانو غونډه (ACG) د سپتمبر په ۲۹مه په دوبۍ کې جوړیږي او اتاق باید د هېواد د خصوصي سکتور د غږ په توګه په دې غونډه کې ګډون وکړي. هغه، د انګلستان له شارژدافیر څخه وغوښتل چې د دې غونډې جزئیات له مشرتابه پلاوي سره شریک کړي.
ښاغلي خانجان الکوزي، د انګلستان له هېواد څخه د خصوصي سکتور په اړه د هغوی د هر اړخیز ملاتړ مننه وکړه او د افغانستان-پاکستان د ګډې خونې په جوړولو کې د دې هېواد رول ارزښتمن وګاڼه. هغه د انګلستان هېواد څخه د تېر په څېر د خصوصي سکتور د لا زیات ملاتړ غوښتنه وکړه.
سوداګرو او پانګوالو هر یو په نوبت سره خپلې ستونزې په بېلابېلو سوداګریزو برخو کې او د صادراتي توکو په انتقال کې څرګندې کړې او له ښاغلي دیکسن څخه یې وغوښتل چې د همغږۍ له لارې یې د حل لپاره هڅې وکړي.
ښاغلي روبرت دیکسن، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه له خوا د داسې ناستې د جوړولو څخه مننه وکړه، د خصوصي سکتور د مشرتابه خبرې او ستونزې یې واورېدې او په هېواد کې یې د خصوصي سکتور رول په اقتصادي وده او هوساینې کې ارزښتمن وباله. هغه، د خصوصي سکتور په ځانګړي ډول د مالي انتقالاتو او بانکي برخو ستونزې د پام وړ وبللې او ژمنه یې وکړه چې په راتلونکي کې به د ناستو له لارې د خصوصي سکتور پر ستونزو غور او د حل لپاره به هڅې وکړي.
 
 
 
 
 
شنبه، د میزان 7مه ۱۴۰۳
 
 

ښاغلي محمد یونس مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، په داسې حال کې چې انجنیر سید جاوید برهان، د اتاق د نړیوالو اړیکو رئیس، ښاغلی خانجان الکوزی، د مشرتابه پلاوي غړی، او ښاغلی صمیم هاشمي، د اتاق د دولت سره د اړیکو د دیپارتمنت مسوول یې ملتیا کوله، د هیواد د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له سرپرست ښاغلي عطاالله عمري سره وکتل او د مېوې د سوداګرو ستونزو او د حل لارو په اړه یې خبرې وکړې.

ښاغلي مهمند، د کرنې وزارت د مشرتابه تل‌پاتې هڅو څخه د مننې ترڅنګ، د مېوې د سوداګرو اوسني مشکلات په ځانګړي ډول، د افغانستان د صادراتي توکو په وړاندې په سرحدي لارو کې خنډونه، د معياري سړو خونو نشتون او د زراعتي محصولاتو لپاره په بهرنیو بازارونو کې مناسب مارکیټ نشتوالی یاد کړل او له وزارت یې غوښتنه وکړه چې د مېوې د سوداګرو د ستونزو د حل په برخه کې همکاري وکړي.

ښاغلي مهمند، د امام ابوحنیفه (رح) نندارتون چې په نږدې راتلونکي کې به جوړ شي، په اړه معلومات ورکړل او د وزارت مشرتابه ته یې بلنه وکړه چې په دې نندارتون کې ګډون او خبرې وکړي.

ښاغلي خانجان الکوزي، د حکومت وروستۍ پرېکړې څخه د کورنیو مېوې په ټولو مراسمو کې د کارونې په اړه مننه وکړه او د سوداګرو ستونزې یې په کورني او بهرني سطحه په ځانګړې توګه په بندرونو کې په تفصیل سره تشریح کړې، او د کرنې وزارت څخه یې غوښتنه وکړه چې د صادراتو په برخه کې د اړوندو ادارو سره په همغږۍ عملي ګامونه پورته کړي.

ښاغلي عمري د اتاق د مشرتابه خبرې واورېدې او یادې ستونزې یې مهمې وبللې او ژمنه یې وکړه چې په جدي ډول به ورته رسیدنه وکړي.

 

 

 

یکشنبه، تلې ۸مه، ۱۴۰۳

 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د جلغوزیو صادراتو د زیاتولو او چین هېواد ته د انتقال په موخه ګډه غونډه ترسره کړه، چې پکې ښاغلي محمد یونس مهمند د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، ښاغلي خیرالدین مایل احمدي د اتاق سوداګریز مرستیال، ښاغلي سید جاوید برهان د اتاق نړیوالو اړیکو رئیس، ښاغلي ضیاءالدین اچکزی د اتاق مشرتابه پلاوي غړی، محمد انور عارفي، د عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي مرستیال، او میرزمان پوپل د عامل پلاوي مالي او اداري سرپرست مرستیال همدا راز، د کام ایر، آریانا او ترکیش هوايي شرکتونو استازو، د جلغوزیو صادرونکو او د مفید ګروپ استازي هم ګډون درلود.
 
ښاغلي محمد یونس مهمند، د جلغوزیو صادرونکو او د هوايي شرکتونو استازو ته هرکلی ووایه، جلغوزي یې د هېواد له سترو صادراتي توکو څخه وبلل او د هوايي شرکتونو له استازو یې وغوښتل چې د جلغوزیو په خوندي انتقال کې جدي پاملرنه وکړي.
ښاغلي مهمند، همدارنګه په دې غونډه کې د انارو صادراتو په زیاتوالي ټینګار وکړ، چې روسیې، متحده عربي اماراتو، قطر او نورو سیمیزو هېوادونو ته به صادر شي. هغه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له لوري د سوداګرو لپاره د تسهیلاتو په برخه کې د پوره ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ.
ښاغلي خیرالدین مایل، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د خصوصي سکتور لپاره پل او ملاتړ کوونکی وباله او د هوايي شرکتونو له مسوولینو یې وغوښتل چې د جلغوزیو په انتقال کې د تېر کال په پرتله زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.
ښاغلي سید جاوید برهان، د جلغوزيو صادرات یې د هېواد په اقتصادي وده کې مهم وبلل او سوداګرو ته یې د نورو سوداګریزو اسانتیاوو د رامنځته کولو ډاډ ورکړ، چې د اتاق په هڅو او د اړوندو حکومتي ادارو په همکارۍ به ترسره شي.
 
 
چهارشنبه، تلې ۴مه، ۱۴۰۳
 
 

ښاغلي محمد یونس مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، پداسې حال کې چې ښاغلي خانجان الکوزی د اتاق د مشرتابه پلاوي غړي، حاجي میرویس حاجي زاده د کرنې او مالدارۍ اتاق مرستیال، حاجي نجابت حیدري د مېوو ټولنې رئیس، حاجي اختر او د یو شمېر تازه مېوو سوداګر یې ملتیا کوله، د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي معین، ښاغلي شیرمحمد عباس ستانکزي سره وکتل او د مېوو سوداګرو د صادراتو او وارداتو په برخه کې پر ستونزو او په حل لارو خبرې او نظریات تبادله کړل.

ښاغلي مهمند، د حکومت د مشرتابه د تلپاتې هڅو په ځانګړې توګه د بهرنیو چارو وزارت د مقام د هڅو قدرداني وکړه چې د نړۍ په ځانګړي توګه له ګاونډیو هېوادونو سره یې اړیکې ښې کړي. هغه د مېوو سوداګرو ستونزې لکه: په پاکستان کې د افغانستان ټولو صادراتي توکو ته خنډونه، د هند هېواد له لوري د ویزې نه ورکول، د کورنیو توکو د ترانزیټ په برخه کې د اسانتیاوو نشتون او له سیمه‌ییزو هېوادونو سره د سوداګرۍ په چټکتیا کې د همغږۍ نشتون د سوداګرو لویې ستونزې یادې کړې او د بهرنیو چارو وزارت له مقام څخه یې وغوښتل چې د خصوصي سکتور د اهمیت په پام کې نیولو سره د دې ستونزو حل ته له ډیپلوماټیکو لارو رسیدنه وکړي.

د اتاق لومړي مرستیال، د خپل سفر په اړه چې روسیې ته تللې وو خبرې وکړې او د ولادي واستوک بندري ښار اهمیت یې روښانه کړ، دغه ښار یې له ختیځې آسیا په ځانګړې توګه له جاپان، چین او کوریا سره د افغانستان د هوایي او بحري ترانزیټ د وصل نقطه وبلله او د بهرنیو چارو وزارت همکاري یې د دې مهم امر د تحقق په برخه کې اړین وباله.

ښاغلي مهمند، د امام ابوحنیفه (رح) د نندارتون په اړه چې په نږدې راتلونکي کې به ترسره شي معلومات ورکړل او د بهرنیو چارو وزارت او د دې وزارت له سیاسي معین څخه یې غوښتنه وکړه چې په دې نندارتون کې ګډون او خبرې وکړي.

ښاغلي خانجان الکوزي، د حکومت د وروستۍ پرېکړې چې په ټولو مراسمو کې د کورنیو مېوو د کارونې په اړه شوی قدرداني وکړه او د سوداګرو ستونزې یې په داخلي او بهرني سطحه په تفصیل سره تشریح کړې. هغه له سیاسی معینیت څخه وغوښتل چې د اړوندو ادارو په همغږۍ د ګډو غونډو په ترسره کولو سره دې ستونزو ته د حل لاره پیدا کړي.

د تازه مېوو سوداګرو هر یو په وار سره د مېوو او سړو خونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې د سرحدونو د ستونزو د حل لپاره یې د پراخو همکاریو غوښتنه وکړه.

ښاغلي شیرمحمد عباس ستانکزي، د اتاق مشرتابه او مېوو سوداګرو خبرې واورېدې او ژمنه یې وکړه چې یاد شوي موضوعات به له حکومتي مشرتابه سره شریکوي تر څو یې حل ته لارې چارې پیدا شي.

 

 

یکشنبه، تلې ۸مه ۱۴۰۳

 

مقالات دیگر...