د سیمهییزو اقتصادي همکاریو نړیوال کنفرانس د ترکمنستان په عشق آباد ښار کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار، د ترکمنستان د ملي رهبر، د افغانستان د برښنا شرکت رئیس، د نفتو اتحادیې رئیس ښاغلي سید کریم آغا، د سیمې د دولتي او خصوصي سکتور استازو په ګډون د یوې ورځې لپاره ترسره شو.
دا کنفرانس د اقتصادي تعاملاتو د پراختیا، سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا، د ګډو پانګونو د جذب، سیمهییز اتصال او د (تاپي) په څېر د لویو پروژو د تطبیق په موخه د ترکمنستان له لوري تنظیم شوی وو.
د ترکمنستان ملي مشر (تاپي) د سیمې له سترو پروژو وبلله او د افغانستان جغرافیوي موقعیت یې د دې پروژې د تطبیق لپاره مهم یاد کړ. هغه له نړیوال بانک، د آسیایي پرمختیایي بانک او نورو بنسټونو وغوښتل چې د دې پروژې د مالي ملاتړ په برخه کې مرسته وکړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس د دې کنفرانس هرکلی وکړ او دا یې د افغانستان او ترکمنستان د خصوصي سکتور ترمنځ د اعتماد جوړولو، سوداګریزو اړیکو پراخولو او اقتصادي ودې لپاره ارزښتناک وباله. هغه له بېلابېلو هېوادونو د عامه او خصوصي سکتور له استازو سره د پانګونې پر فرصتونو خبرې وکړې او د راتلونکي لپاره یې د دې ډول کنفرانسونو د تنظیم وړاندیز وکړ.
چهارشنبه، د ۱۴۰۳ د کب ۲۹مه