د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال په افغانستان کې د روسیې له سفیر سره وکتل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په کابل کې د روسیې فدراسیون له سفیر ښاغلي دیمیتري ژیرنوف سره وکتل.
 
په دې ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د نړیوالو اړیکو مسوول ښاغلي عبدالمتین غالب او د روسیې سفارت سوداګریز آتشه ډاکټر نیکولای هم حضور درلود.
په پیل کې، ښاغلي مهمند د افغانستان له خصوصي سکټور سره د روسیې د سفارت د همکاریو قدرداني وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ. هغه په ځانګړې توګه د روسیې بازارونو ته د افغانستان د صادراتي محصولاتو لکه تازه مېوې، وچې مېوې او زعفرانو ارزښت ته اشاره وکړه.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، د امام ابوحنیفه (رح) ملي او نړیوال نندارتون په اړه چې هر کال په کابل کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له خوا جوړیږي، هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د روسیې له سفیر څخه یې وغوښتل چې د روسیې سوداګر وهڅوي چې د ۱۴۰۴ کال په دغه مهم نندارتون کې ګډون وکړي.
هغه زياته کړه، په افغانستان کې د پخوا په پرتله د پانګونې زمينه لا پیاوړي شوې، ځکه بشپړ امنيت تامين شوى، د کوکنارو کښت صفر ته رسېدلى او فساد له منځه تللى دى.
روسیې سفیر، د روسیې کازان ښار ته د افغانستان د خصوصي سکتور د یوه پلاوي سفر په اړه معلومات وړاندې کړل او په دغه سفر کې یې د افغان سوداګرو پر حضور ټینګار وکړ. نوموړی، همداراز ژمنه یې وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د حجم د زیاتولو لپاره به لا زیاتې هڅې وکړي.
 
 
 
چهارشنبه، د کب ۲۹ مه ۱۴۰۳