د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه د پاکستان د ځانګړي استازي سره وکتل

ښاغلی محمد یونس مهمند، د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، او ښاغلی خانجان الکوزی، د مشرتابه پلاوي غړی او د افغان ـ پاک ګډ اتاق رئیس، د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي ښاغلي صادق خان او په کابل کې د پاکستان له سفیر عبیدالرحمان نظاماني سره وکتل.
 
په دې ناسته کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراخولو او د شته ستونزو د حل په اړه خبرې وشوې.
ښاغلي مهمند، د ښاغلي صادق خان راتګ ته ښه راغلاست ووايه او د سوداګرۍ، ترانزیت، د شته ستونزو د حل، او د خصوصي سکتور لپاره د اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ. نوموړي د پاکستان له ځانګړي استازي وغوښتل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري له سیاست څخه جلا وساتي، ترڅو د خصوصي سکتور غړي وکولی شي خپلې سوداګریزې تبادلې په خوندي توګه ترسره کړي.
همداراز، ښاغلي مهمند د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي لارو اقتصادي اهمیت ته اشاره وکړه او وویل، چې دا لارې د مرکزي آسیا، جنوبي آسیا، او منځني ختیځ د لوی ترانزیتي دهلیز یوه مهمه برخه ده. هغه زیاته کړه، چې د دغو لارو تړل کولی شي د دواړو هېوادونو خصوصي سکتور ته ستر اقتصادي زیان ورسوي.
ښاغلي مهمند له پاکستاني استازي څخه وغوښتل، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي لارو د تلپاتې خلاصون لپاره جدي هلې ځلې وکړي.
همداراز، ښاغلي الکوزي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو مالونو د تبادلې لپاره د سرحدونو خلاصون خورا مهم وباله او له پاکستاني لوري یې وغوښتل، چې له هغو اقداماتو ډډه وکړي، چې د دواړو هېوادونو خصوصي سکتور ته زیان رسوي.
ښاغلي صادق خان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د سوداګریزو لارو د پرانیستو لپاره د سوداګرۍ هڅې وستایلې. هغه ژمنه وکړه، چې د افغانستان د خصوصي سکتور ستونزې او وړاندیزونه به د پاکستان حکومت ته ورسوي.
 
 
 
 
یکشنبه، د ۱۴۰۴ کال د وري ۳ مه