د حکومتي ادارو او خصوصي سکتور ترمنځ ګفتمان د هرات-خواف او حیرتان-چین د اورګاډي پټلۍ له لارې د لویو سوداګریزو او ترانزیټي محمولو د انتقال د اسانتیاوو او ګټو په اړه د صنعت او سوداګرۍ وزارت په کنفرانسونو تالار کې ترسره شو.
 
په دې ناسته کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزی، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه، ښاغلی محمد یونس مهمند، د اتاق لومړی مرستیال، ښاغلي شیرین آغا سخي، د اتاق مالي رئیس، محترم خان جان الکوزی، د افغان-پاک ګډ اتاق رئیس او د اتاق د مدیره پلاوي غړی، محترم احمدالله زاهد، د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي حامد، د مالیې وزارت د ګمرکاتو عمومي رئیس، محترم احمد شاه حکیمي، د کابل اتاق لومړی مرستیال، او یو شمېر سوداګرو حضوري او آنلاین ګډون کړی و.
ښاغلي نورالدین عزیزی د افغانستان د سوداګرۍ د بیلانس د متوازن کولو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې زموږ سوداګري به د ګاونډیو او نړیوالو هېوادونو سره د مناسب کرایې په اساس دوام وکړي، چې له امله به یې د هېواد د اسعارو ارزښت هم ثابت پاتې شي.
ښاغلي مهمند، د حکومت له ادارو څخه د دې ډول کنفرانس د ترسره کولو له امله مننه وکړه، د ترانزیټ رول یې د سوداګریزو محمولو په انتقال کې مهم وباله او زیاته یې کړه چې افغانستان د تېرو درېیو کلونو په اوږدو کې د اورګاډي ترانزیټ له خدماتو ګټه اخیستې.
هغه د اورګاډي د خدماتو ښه والي ته په اشارې وویل چې دا به د محمولو د انتقال لګښتونه راکم کړي، د افغانستان د مرمرو ډبرو صادرات به چین ته زیات کړي، او د چین وارداتي توکي به افغانستان ته را انتقال کړي. نوموړي له اړوندو دولتي ادارو څخه وغوښتل چې د ترانزیټ د اسانتیاوو برابرولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
ښاغلي مهمند، د ترانسپورت او ټولګټو وزارتونو د مسئولینو هڅې وستایلې او له سوداګرو یې وغوښتل چې د ترانزیټي زیربناوو په پراخولو کې خپله ونډه واخلي.
هغه د ترانسپورت سکتور رول د کارموندنې، د بازار د بیو کنټرول، او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو نړیوالو بازارونو ته د لېږد په برخه کې مهم وباله.
همداراز، ښاغلي مهمند د اورګاډي د تګ راتګ او د دې خدماتو پراخېدل د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي لپاره مهم وبلل او له حکومتي ادارو یې وغوښتل چې د دې برخې تنظیم ته جدي پاملرنه وکړي.
نوموړي د سوداګرۍ او پانګونې د اتاق هڅې د سالنګ لویې لارې د بیارغونې او د کابل-جلال آباد د نوې لویې لارې د جوړولو په برخه کې یادې کړې او له اړوندو ادارو سره یې د اتاق د دوامداره ملاتړ ډاډ ورکړ.
د غونډې په پای کې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ترانزیټ چارو ریاست، د ټولګټو وزارت د اورګاډي ریاست، او د ترانسپورت او هوانوردۍ وزارت مسئولینو د هرات-خواف او حیرتان-چین د اورګاډي کرښې د اسانتیاوو او ګټو په اړه معلوماتي پریزنتیشنونه وړاندې کړل.
 
 
 
 
پنجشنبه، د حوت ۹، ۱۴۰۳
 

ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، د محترم بختیار بابا قلوف، د ازبیکستان د صنعت او ساختماني موادو د اتحادیې رئیس او د هغه د ملګرو، او محترم محمد اسماعیل غضنفر، د غضنفر ګروپ رئیس سره یو ځای، د کانونو او پټرولیم وزارت له معین سره ولیدل او د افغان-ازبیک سوداګرو ترمنځ د ګډو پانګونو په اړه یې خبرې وکړې.
 
ښاغلي مهمند، د دواړو هیوادونو د سوداګرو د چمتووالي یادونه وکړه او له معین څخه یې وغوښتل چې د ګډو پانګونو د اسانتیاوو په برابرولو کې همکاري وکړي. هغه د افغانستان او ازبیکستان د سوداګریز هیات لپاره د ګډې کمېټې پر جوړولو ټینګار وکړ او د دې کمېټې رول یې د پانګونې فرصتونو په پیژندلو او د سوداګرو ستونزو ته په چټک غبرګون کې مهم وباله.
ښاغلي بختیار د خپل سفر اساسي موخه د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د ګډ سوداګریز مرکز جوړول، په ځانګړې توګه په کابل او مزار شریف، او د کانونو په سکتور، په ځانګړې توګه د سمنټو په برخه کې پانګونه وبلله.
د کانونو او پټرولیم محترم معین، د ښاغلي بختیار بابا قلوف، د هغه د ټیم او ښاغلي مهمند تود هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د افغانستان د کانونو په سکتور کې د پانګوالو لپاره به د قانون په چوکاټ کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
 
 
 
 
 
 
پنجشنبه، د کب ۹مه، ۱۴۰۳
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې له رئیسې، اغلې ویرونیکا بوسکویک پوهار، سره د دې اتحادیې په دفتر کې وکتل.
 
ښاغلي مهمند د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له رئیسې څخه د لیدنې لپاره د وخت ځانګړي کولو مننه وکړه، او همدارنګه یې د اروپایي هېوادونو له مرستو، چې د هېواد له بې‌وزلو خلکو سره په سختو شرایطو کې کړي او همدارنګه د خصوصی سکتور له ملاتړ څخه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان او اروپایي هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې پراخې شي. هغه وویل چې د هېواد د کرنیزو محصولاتو، په ځانګړي ډول وچه او تازه مېوه او زعفران، صادرات اروپایي هېوادونو ته زیات شوي دي.
د اتاق لومړي مرستیال، په ټول هېواد کې د امنیت ټینګښت، د کوکنارو د کرکیلې منع کېدل، او د اداري فساد له منځه وړل د حکومت مهمې لاسته راوړنې وبللې. هغه د اروپایي اتحادیې له استازې څخه وغوښتل چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د اروپایي هېوادونو د سوداګرۍ اتاقونو ترمنځ د اړیکو پراختیا، او همدارنګه د افغانستان د زعفران نړیوالو بازارونو ته د معرفي کولو په برخه کې مرسته وکړي.
اغلې ویرونیکا بوسکویک پوهار، د افغانستان او اروپایي هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو له پراخېدو هرکلی وکړ، او زیاته یې کړه چې د افغانستان سوداګرۍ پر هیڅ بندیز نه ده مخ شوې، او اروپایي اتحادیه غواړي چې د افغانستان صادرات دې براعظم ته زیات شي. هغې ټینګار وکړ چې د کرنیزو محصولاتو د وارداتو لپاره ځانګړي گمرکي قوانین او مقررات شتون لري، او افغان صادرونکي باید د دغو مقرراتو سره سم عمل وکړي.
په پای کې، اغلې پوهار د افغانستان او اروپا ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د صادراتو د اسانولو لپاره د اروپایي اتحادیې پر هر اړخیزې همکارۍ ټینګار وکړ.
 
 
 
چهارشنبه، ۸ حوت ۱۴۰۳
 
 
 

ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، د حکومت د یو شمېر وزیرانو او معینانو په حضور کې، د "د اسلامي نظام اقتصادي مسئولیتونه" تر عنوان لاندې څیړنیز سیمینار کې چې د حکومت د علومو اکاډمۍ له لوري جوړ شوی و، ګډون وکړ.
 
ښاغلي مهمند، په خپله وینا کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لاسته راوړنې او هڅې د بهرنیو اقتصادي بنسټونو سره د اړیکو په ټینګښت کې ارزښتناکې وبللې او د حکومت له اقتصادي پروګرامونو څخه یې د خصوصي سکتور ملاتړ اعلان کړ.
محترم مهمند، د اسلامي بانکدارۍ له فعالیتونو څخه د ملاتړ ترڅنګ، د اسلامي بانکدارۍ ګټې د دودیزې بانکدارۍ په پرتله بیان کړې. هغه د افغانیو د ارزښت ساتنې، د صنعت، کرنې، او کانونو د سکتورونو په پراخولو او پانګونې ټینګار وکړ. نوموړي ډاډ ورکړ چې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به له سکتوري ادارو سره د اقتصادي ودې په برخه کې د رغنده طرحو په وړاندې کولو کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
 
 
 
 
چهارشنبه، د ۱۴۰۳ کال د کب ۸مه
 
 

ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق تجارتي مرستیال، د خپل ازبیکستان سفر پر مهال، چې ښاغلي میرزمان پوپل، د اتاق عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال او د هېواد یو شمېر سوداګر او پانګوال یې ملګري وو، د ازبیک بیلد نندارتون د پرانیستې مراسمو کې چې په تاشکند ښار کې جوړ شوی و، ګډون وکړ.
 
ښاغلي احمدي، د قزاقستان، روسیې، چین، ازبیکستان، افغانستان او د آسیا د نورو هېوادونو د تولیدي محصولاتو غرفې وکتلې او د افغانستان اوسني فرصتونه یې د پانګونې لپاره مناسب وبلل. نوموړي د ګډونوالو هېوادونو له سوداګرو وغوښتل چې د افغانستان له فرصتونو ګټه پورته کړي او له افغان سوداګرو سره په مختلفو برخو کې ګډې پانګونې وکړي.
د یادولو وړ ده چې د ازبیک بیلد نندارتون کې د افغان او آسیايي سوداګرو ترمنځ ګڼ سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي، او ۳۰۰ ساختماني شرکتونو خپل محصولات د درې ورځو لپاره نندارې ته وړاندې کړي دي.
 
 
 
 
 
سه‌شنبه، د ۱۴۰۳ د کب ۷
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د سوداګریزو-اقتصادي اړیکو د پراختیا، د پانګونې فرصتونو د پېژندنې او د پانګوالو د هڅولو په موخه، د ازبیکستان د صنعت او ساختماني موادو د اتحادیې له رئیس ښاغلي بختیار بابا قلوف او د هغه له پلاوي سره، د اتاق په کنفرانس هال کې ناسته ترسره کړه.
 
په دې ناسته کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي سید جاوید برهان، د اتاق غړي او د افغان-پاک اتاق رئیس خانجان الکوزی، د مدیره پلاوي غړي محمد داود یوسفزی او سید پرویز سادات هوفیانی، د غضنفر ګروپ رئیس اسماعیل غضنفر، د اتاق د عامل پلاوي د پالیسي او تخنیکي چارو مرستیال محمد انور عارفي، او د ساختماني، بریښنایي وسایلو، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو او وچو مېوو د اتحادیو رئیسانو ګډون درلود.
ښاغلي مهمند، د ازبیکستاني سوداګریز پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، ازبیکستان د افغانستان ښه دوست وباله او د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډ دیني، کلتوري، اقتصادي او ترانزیټي اړیکې یې مهمې وبللې. نوموړي، د سوداګریزو نندارتونونو او ګډو سوداګریزو ناستو ترسره کول، د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي او د سیاسي اړیکو د ښه کېدو لپاره ارزښتناک وبلل.
ښاغلي مهمند، اوسنی افغانستان د پانګونې لپاره مناسب فرصت وباله او د ازبییکستان له سوداګرو یې وغوښتل، چې د افغانستان له سوداګرو سره په ګډه، په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د کانونو او صنعت په سکتورونو کې پانګونه وکړي.
همداراز، نوموړي د ازبیکستان د ولسمشر او د هغه هېواد د سفارت د چارواکو د ملاتړ، د افغان صادراتي مالونو لپاره د ګمرکي اسانتیاوو برابرولو، او د افغان سوداګرو لپاره د ویزو د صادرولو د اسانتیاوو له امله، قدرداني وکړه.
ښاغلي مهمند، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو په اړه ازبیکستاني سوداګریز پلاوي ته معلومات ورکړل او ویې ویل، چې اتاق د خصوصي سکتور او حکومت ترمنځ د پله حیثیت لري او تل هڅه کوي، چې د افغانستان د پانګونې فرصتونه او ننګونې وپېژني، ترڅو پانګوال په خوندي ډول، د مختلفو سکتورونو په پېژندل شویو برخو کې پانګونه وکړي.
نوموړي، افغانستان د مرکزي او سویلي آسیا ترمنځ د اتصال نقطه وبلله، او ازبیکستان یې له چین او روسیې سره د نښلولو مهم مرکز وباله. همداراز، نوموړي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د ازبیکستان د سوداګرۍ اتاق ترمنځ د یوې ګډې تخصصي سوداګریزې کمیټې د جوړېدو پر اړتیا ټینګار وکړ، چې د دواړو هېوادونو سوداګریز فرصتونه وپېژني او د سوداګرو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
ښاغلي برهان، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په اړه خبرې وکړې، د سوداګریزو توکو د تبادلې د پراخوالي او د ویزو د اسانتیاوو پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
د ازبیکستان د صنعت او ساختماني موادو د اتحادیې رئیس، ښاغلي بختیار بابا قلوف، د دې ناستې له جوړېدو خوښي څرګنده کړه او د خپل سفر اساسي هدف یې د "افغان-ازبک سوداګریز ګډ کور" د جوړولو اعلان وکړ، چې د کابل او مزارشریف په ښارونو کې به موقعیت ولري. نوموړي، د سمنټو په برخه کې د پانګونې هوډ څرګند کړ او د قوش تپه کانال یې د افغانستان د اقتصاد د ودې او د کرنې د میکانیزه کېدو لپاره مهم وباله.
ښاغلي الکوزي، د افغانستان او ازبیکستان سوداګریزې اړیکې بې سارې وبللې او د ازبیکستان له حکومتي چارواکو یې د سوداګرو لپاره د اوږدمهاله اسانتیاوو برابرولو له امله مننه وکړه.
همداراز، نوموړي د پاکستان له لوري د افغان صادراتي مالونو د بندرونو بندول، د نړیوالو سوداګریزو اصولو خلاف وبلل او د ازبیکستان له سوداګریز پلاوي یې وغوښتل، چې د پاکستان له اړخه د ترانزیټي ستونزو د حل لپاره، له افغانستان سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره اوږدمهاله همکاري وکړي.
 
 
 
 
 
چهارشنبه، کب ۸مه ۱۴۰۳
 
 

مقالات دیگر...