د بې‌کیفیته تېلو د وارداتو د مخنیوي لپاره د اغېزمنو لارو چارو د ارزونې په ناسته کې د اتاق مشرتابه پلاوي ګډون وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي، ښاغلي محمد یونس مهمند د اتاق لومړی مرستیال او ښاغلو: خان جان الکوزی د افغان-پاک اتاق رئیس او د اتاق د مشرتابه پلاوي غړی، بهادر خیرخواه او داوود یوسفزی د اتاق د مشرتابه پلاوي غړي، د سوداګرۍ محترم وزارت په مقر کې په هغه ناسته کې ګډون وکړ چې موخه یې هېواد ته د بې‌کیفیته تېلو د وارداتو د مخنیوي لپاره د اغېزمنو لارو چارو ارزونه وه.
 
دغه ناسته د لوی څارنوال په مشرۍ او د حکومت د لوړپوړو چارواکو، د تېلو د اتحادیې د رئیس محترم سید کریم آغا، د خوافي ګروپ د رئیس محترم فیض محمد خوافي او یو شمېر تېل واردونکو سوداګرو په ګډون ترسره شوه.
ښاغلي مهمند، د بازارونو د انحصار پر مخنیوي ټینګار وکړ او له ټولو تېل واردونکو شرکتونو او اړوندو دولتي مسؤلینو څخه یې وغوښتل چې د بې‌کیفیته تېلو له وارداتو څخه مخنیوی وکړي. هغه، د حکومت له لوري د تېلو د معیار ټاکل مهم وبلل او ټینګار یې وکړ چې په دې برخه کې د ټولو واردونکو شرکتونو ستونزې او نظریات باید په پام کې ونیول شي.
ښاغلي مهمند، د سوداګرۍ وزارت د معین او د مالیې وزارت څخه د هغو جوازونو له بندېدو مننه وکړه چې د تېلو د وارداتو لپاره نه وو، او د تېلو د سوداګرو او حکومتي ادارو ترمنځ د دوامداره ناستو پر اړتیا یې ټینګار وکړ. هغه، د تېل واردونکو سوداګرو د کلونو راهیسې د دوی له هڅو څخه قدرداني وکړه او له لوی څارنوال څخه یې وغوښتل چې د خصوصي سکتور ټول نظریات او وړاندیزونه په هغه طرحه کې شامل کړي چې هدف یې د بې‌کیفیته تېلو د وارداتو مخنیوی دی.
 
 
 
 
 
دوشنبه، کب ۶مه، ۱۴۰۳