ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق تجارتي مرستیال، د خپل ازبیکستان سفر پر مهال، چې ښاغلي میرزمان پوپل، د اتاق عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال او د هېواد یو شمېر سوداګر او پانګوال یې ملګري وو، د ازبیک بیلد نندارتون د پرانیستې مراسمو کې چې په تاشکند ښار کې جوړ شوی و، ګډون وکړ.
ښاغلي احمدي، د قزاقستان، روسیې، چین، ازبیکستان، افغانستان او د آسیا د نورو هېوادونو د تولیدي محصولاتو غرفې وکتلې او د افغانستان اوسني فرصتونه یې د پانګونې لپاره مناسب وبلل. نوموړي د ګډونوالو هېوادونو له سوداګرو وغوښتل چې د افغانستان له فرصتونو ګټه پورته کړي او له افغان سوداګرو سره په مختلفو برخو کې ګډې پانګونې وکړي.
د یادولو وړ ده چې د ازبیک بیلد نندارتون کې د افغان او آسیايي سوداګرو ترمنځ ګڼ سوداګریز هوکړهلیکونه لاسلیک شوي، او ۳۰۰ ساختماني شرکتونو خپل محصولات د درې ورځو لپاره نندارې ته وړاندې کړي دي.