د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د رئیسې سره لیدنه وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې له رئیسې، اغلې ویرونیکا بوسکویک پوهار، سره د دې اتحادیې په دفتر کې وکتل.
 
ښاغلي مهمند د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له رئیسې څخه د لیدنې لپاره د وخت ځانګړي کولو مننه وکړه، او همدارنګه یې د اروپایي هېوادونو له مرستو، چې د هېواد له بې‌وزلو خلکو سره په سختو شرایطو کې کړي او همدارنګه د خصوصی سکتور له ملاتړ څخه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان او اروپایي هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې پراخې شي. هغه وویل چې د هېواد د کرنیزو محصولاتو، په ځانګړي ډول وچه او تازه مېوه او زعفران، صادرات اروپایي هېوادونو ته زیات شوي دي.
د اتاق لومړي مرستیال، په ټول هېواد کې د امنیت ټینګښت، د کوکنارو د کرکیلې منع کېدل، او د اداري فساد له منځه وړل د حکومت مهمې لاسته راوړنې وبللې. هغه د اروپایي اتحادیې له استازې څخه وغوښتل چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د اروپایي هېوادونو د سوداګرۍ اتاقونو ترمنځ د اړیکو پراختیا، او همدارنګه د افغانستان د زعفران نړیوالو بازارونو ته د معرفي کولو په برخه کې مرسته وکړي.
اغلې ویرونیکا بوسکویک پوهار، د افغانستان او اروپایي هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو له پراخېدو هرکلی وکړ، او زیاته یې کړه چې د افغانستان سوداګرۍ پر هیڅ بندیز نه ده مخ شوې، او اروپایي اتحادیه غواړي چې د افغانستان صادرات دې براعظم ته زیات شي. هغې ټینګار وکړ چې د کرنیزو محصولاتو د وارداتو لپاره ځانګړي گمرکي قوانین او مقررات شتون لري، او افغان صادرونکي باید د دغو مقرراتو سره سم عمل وکړي.
په پای کې، اغلې پوهار د افغانستان او اروپا ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د صادراتو د اسانولو لپاره د اروپایي اتحادیې پر هر اړخیزې همکارۍ ټینګار وکړ.
 
 
 
چهارشنبه، ۸ حوت ۱۴۰۳