د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د هرات د زعفرانو د ټولنې له استازو سره وکتل

ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د حاجي محمد ابراهیم، د زعفرانو ټولنې له رئيس او د یادې ټولنې
له مشرتابه سره وکتل او د دوی ستونزې یې واورېدلې.
ښاغلي مهمند، د متحده عربي اماراتو د سوداګرۍ اتاق له رئیس سره د شوې ناستې، د بهرنیو چارو د محترم وزیر او د یاد هیواد د سوداګرۍ وزیر ترمنځ د لیدنې، او همدارنګه د هند هیواد ته د سوداګریزو اړیکو د ښه والي او د افغانستان د صادراتي توکو لپاره د معیاري بازارونو د موندلو په موخه د سفر په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل.
هغه زیاته کړه چې د افغان سوداګرو ګډون په پراګتي میدان نندارتون کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په تنظیم او مدیریت، د سوداګرۍ وزارت او نورو ادارو په همکارۍ ترسره کېږي.
همدارنګه، نوموړي ډاډ ورکړ چې اتاق به د اړوندو حکومتي ادارو په همغږۍ د خصوصي سکتور د ستونزو د حل په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
ښاغلي محمد ابراهیم، د زعفرانو اتحادیې د فعالیتونو، تاریخچې، غړو، د زعفرانو د کر ساحې او د کلونو په اوږدو کې د هغوی د حاصلاتو په اړه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له لومړي مرستیال سره معلومات شریک کړل. نوموړي وویل، چې د تېرو کلونو په پرتله د زعفرانو حاصلات مخ پر زیاتېدو دي. هغه، خپلې سترې ستونزې د زعفرانو د معاینو د اسانتیاوو نشتوالی، د دې محصول د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د انتقال لپاره د سبسایډي نه شتون، د هېواد په هوایي ډګرونو کې د زعفرانو د سکن او معیاري ارزونې نشتوالی او د سیمې له هېوادونو څخه د دې برخې سوداګرو ته د ویزې د ورکړې د اسانتیاوو نشتوالی یاد کړل. نوموړي له د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له لومړي مرستیال څخه وغوښتل، چې د اړوندو دولتي ادارو سره په همغږۍ د دوی د ستونزو د حل لپاره هڅې وکړي.
ښاغلي مهمند، زعفران د افغانستان له مهمو صادراتي محصولاتو څخه یاد کړل، چې لوړ اقتصادي ارزښت لري او د هېواد د اقتصاد د ودې او د هېوادوالو لپاره د کارموندنې په برخه کې مهم رول لري. هغه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له لوري د زعفرانو لپاره د بازار موندنې او د دې سکتور د سوداګرو د ستونزو د حل په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
 
 
 
 
دوشنبه، د کب ۶مه، ۱۴۰۳