ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، د ښاغلي میرزمان پوپل، د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال په حضور کې، له ښاغلي جَنگ اونال، په افغانستان کې د ترکیې له سفیر سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراخوالي په اړه یې بحث او نظرونه تبادله کړل.
 
ښاغلي مهمند، د افغانستان له خصوصي سکتور سره د ترکیې د دولت او سفارت له تلپاتې ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ، ترکیه یې یو نېک دوست او له افغانستان سره دیني او کلتوري مشترکات لرونکی هېواد وباله. هغه، د سوداګریزو تبادلو زیاتوالی د دواړو هېوادونو د اقتصاد د ودې لپاره مهم وباله.
د اتاق لومړي مرستیال، د افغان سوداګرو لویې ستونزې یادې کړې او ویې ویل چې د افغانستان د صادراتي مالونو لپاره د ترانزیتي اسانتیاوو نشتون یو جدي خنډ دی. هغه د صادراتي توکو د لېږد، د افغان سوداګرو لپاره د ویزې د ورکړې، د سوداګریزو – اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو، د لېږد او ترانسپورت د لګښتونو او وخت د کمولو او د دواړو هېوادونو د بنسټیزې پراختیا لپاره د اسانتیاوو برابرول مهم وبلل. هغه د ترکیې له سفیر څخه وغوښتل چې د یادو ستونزو د حل لپاره جدي پاملرنه وکړي.
ښاغلي جَنگ اونال، د اتاق لومړي مرستیال هرکلی یې وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د ښه والي او افغان سوداګرو ته د ویزې د ورکړې په برخه کې به همکاري وکړي.
 
 
 
 
پنجشنبه، د ۱۴۰۳ د سلواغې ۱۸مه
 
 

ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، د ښاغلي عزیزالله گردیزي، د پکتیا د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس، او د یاد ولایت د یو شمېر سوداګرو په حضور کې، د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو له معین، ښاغلي عبدالمتین سعید، سره وکتل.
 
ښاغلي مهمند، د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو معینیت د خصوصي سکتور سره د تلپاتې همکارۍ له امله مننه وکړه او د پکتیا د سوداګرو مالي ستونزې یې له ښاغلي معین صاحب سره شریکې کړې، او له هغه څخه یې وغوښتل چې د یادو ستونزو په حل کې جدي پاملرنه وکړي.
د پکتیا د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس او د دغه ولایت سوداګرو، د مستوفیت له لوري د مالیاتو د اټکلې ارزونې ستونزو ته اشاره وکړه او د عوایدو او ګمرکاتو له معین څخه یې د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.
ښاغلي عبدالمتین سعید، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د لومړي مرستیال او د پکتیا ولایت د سوداګرو تود هرکلی وکړ، د هغوی ستونزې یې واورېدې، او ژمنه یې وکړه چې د هغوی د ستونزو د حل لپاره به لازمې همکارۍ وکړي.
 
 
 
 
چهارشنبه، د سلواغې ١٧مه، ١٤٠٣
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي، ښاغلی توکل احمدیار د اتاق عمومي رئیس، ښاغلی محمد یونس مهمند د اتاق لومړی مرستیال، ښاغلی خان جان الکوزی د افغان-پاک اتاق رئیس او د اتاق د مشرتابه پلاوي غړی، ښاغلی بهادر خیرخواه او ښاغلی داوود یوسفزی د اتاق د مشرتابه پلاوي غړي، د ښاغلیو: احمد شاه حکیمي د کابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، میرزمان پوپل د اتاق د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال سرپرست، میراجان سلیمان خېل د افغانستان-ایران اتاق رئیس، سید کریم آغا د نفتو ټولنې رئیس او یو شمېر د نفتو واردونکو په شتون کې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو له معین ښاغلي عبدالمتین سعید او د مالیې وزارت د نورم او ستندرد له رئیس ښاغلي قاري ابراهیم سره آنلاین ناسته ترسره کړه.
 
ښاغلي پوپل، د دې ناستې اساسي موخه د مالیې وزارت د ګمرکونو له لوري په بندرونو کې د درول شویو واګونونو لپاره د مناسب حل لارو موندل وبلل او له ټولو ګډونوالو یې وغوښتل چې نوبت سره سم خپلې ستونزې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو له معین سره شریکې کړي.
ښاغلي احمدیار، د نفتو واردونکو له ستونزو یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د ورته ستونزو دایمي حل ته باید مناسبه لاره وموندل شي. نوموړي، د نورم او ستندرد ریاست له لوري د واګونونو بیا چک کول او د افغاني شرکتونو تړونونه له بهرنیو تولیدي شرکتونو سره بیا ارزونه د تیلو د شفافیت او د بې‌کیفیته تیلو د پېژندنې لپاره مهم وباله. هغه ډاډ ورکړ چې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به د بې‌کیفیته تیلو د وارداتو د مخنیوي په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
ښاغلي مهمند، د نفتو واردونکو سوداګرو رول د هېواد د اقتصادي ثبات لپاره مهم وباله او ټینګار یې وکړ چې د بې‌کیفیته تیلو واردات د هوا د ککړتیا، د سون توکو د زیات مصرف، د کورنیو تولیداتو د کمښت او د ماشینونو د تخریب لامل کېږي. هغه ډاډ ورکړ چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به د بې‌کیفیته تیلو د وارداتو د مخنیوي په برخه کې هر اړخیز ملاتړ وکړي او د مالیې وزارت د ګمرکونو معینیت څخه یې وغوښتل چې د وارداتي تیلو د ستندرد په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
ښاغلي سید کریم آغا د نفتو ټولنې رئیس او یو شمېر د نفتو واردونکو سوداګرو، د خپلو واګونونو د بندېدو ستونزې مطرح کړې او د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو له معین څخه یې وغوښتل چې د لابراتوارونو د معیاري کولو، د نورم او ستندرد ریاست له لوري د پالیسیو د بدلونونو په اړه سوداګرو ته د ژر خبر ورکولو او د نفتو د پانګوالو او کمیشنکارانو د مشخص کولو په برخه کې جدي توجه وکړي، ترڅو د قاچاق او د بې‌کیفیته تیلو د وارداتو مخه ونیول شي.
ښاغلي سعید، د نفتو واردونکو سوداګرو ستونزې واورېدلې او ټینګار یې وکړ چې د وارداتي تیلو د لابراتواري ازموینو پروسه به بیا ترسره کېږي. نوموړي له ټولو ګډونوالو وغوښتل چې خپل وړاندیزونه د دغو ستونزو دایمي حل لپاره د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو له معینیت سره شریک کړي.
ښاغلي سعید، په ګمرکونو کې د فساد د له‌ منځه وړلو لپاره د خپلې مبارزې یادونه وکړه او د مالیې وزارت د نورم او ستندرد ریاست رئیس ته یې لارښوونه وکړه چې په بندرونو کې د بندو واګونونو د خلاصون په برخه کې له سوداګرو سره همکاري وکړي. هغه، له ټولو نفتو واردونکو وغوښتل چې له دې وروسته خپل قراردادونه د افغانستان د نورم او ستندرد ریاست د پالیسۍ مطابق امضا کړي.
ښاغلي الکوزي، د یوې تخنیکي ناستې د جوړېدو وړاندیز وکړ چې په هغې کې د نورم او ستندرد ریاست ټوله پالیسي او د نفتو واردونکو سوداګرو موجوده ستونزې وڅېړل شي.
 
 
 
 
 
سه‌شنبه، د ۱۴۰۳ د سلواغې ۱۶مه
 
 

ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، د یوناما د اقتصادي چارو له استازي ښاغلي کارول پاول زینتک سره په کابل کې وکتل.
 
په دې ناسته کې، ښاغلي میرزمان پوپل، د اتاق د عامل پلاوي د مالي او اداري معاونیت سرپرست، عبدالمتین غالب، د اتاق د نړیوالو اړیکو د دیپارتمنت مسوول او مجیب الرحمن عثماني د یوناما د دفتر همکار، هم حضور درلود.
ښاغلي مهمند، ښاغلي کارول ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو او لاسته راوړنو، او د هېواد د سوداګریزو حالاتو په اړه معلومات وړاندې کړل. هغه، زیاته کړه چې اتاق د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې اقتصادي کنفرانسونه د سوداګریزو ننګونو او فرصتونو د پیژندلو لپاره جوړ کړي، او دا بهیر به دوام ولري.
د اتاق لومړي مرستیال، په ټول هېواد کې د امنیت ټینګښت، د اداري فساد له منځه تلل، د کوکنارو د کرکیلې بندیدل، او د افغانیو د ارزښت ثبات د بهرنیو پانګونو لپاره ښه فرصتونه وبلل او د پانګوالو لپاره یې د لا زیاتو سوداګریزو اسانتیاوو د برابرولو یادونه وکړه. هغه، د افغانستان د خصوصي سکتور د استازو په نړیوالو پروګرامونو کې د حضور پر اهمیت ټینګار وکړ او غوښتنه یې وکړه چې د اتاق مشرتابه دې نړیوالو پروګرامونو ته وبلل شي.
ښاغلي مهمند، د خصوصي سکتور لویې ستونزې، په ځانګړي ډول د بانکدارۍ مشکلات، په بهرنیو بانکونو کې د سوداګرو د شتمنیو کنګل کېدل، د معیاري سړو خونو نشتوالی او د افغان سوداګرو لپاره د اروپایي هېوادونو د ویزو د ترلاسه کولو د اسانتیاوو نشتون یادونه وکړه او له یوناما څخه یې د سوداګرو د ستونزو په حل او د قطر هېواد کې د افغانستان د خصوصي سکتور د کاري ډلې د ناستې لپاره د اتاق د مشرتابه د ګډون په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي کارول پاول زینتک، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه څخه د یوناما له دفتر سره د همکارۍ له امله مننه وکړه او اتاق یې د یوناما کاري شریک وباله. هغه د اتاق د لومړي مرستیال لخوا د مطرح شوو موضوعاتو په اړه د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.
 
 
 
 
چهارشنبه، د سلواغې ۱۷مه، ۱۴۰۳
 
 

د زراعتي او صنعتي ماشین آلاتو کمیټې، د هېواد د زراعت ودې او د دې سکتور د ستونزو د حل په موخه، غونډه جوړه کړه چې پکې ښاغلیو: محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، خان جان الکوزی، د افغان-پاک ګډ اتاق رئیس او د اتاق د مشرتابه پلاوي غړی، محمد داوود یوسفزی، د اتاق مشرتابه پلاوي غړی، میرزمان پوپل، د اتاق عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال سرپرست، سردار ولي پښتون، د اتاق ارشد سلاکار، عبدالسلام کوهی، د اتاق حقوقي سلاکار او د یادی کمیټې ګڼ شمېر غړو ګډون درلود چې د یادې غونډې په پایله کې، د کمیټې نوی رئیس او مرستیالان وټاکل شول.
 
ښاغلي پوپل، د زراعتي او صنعتي ماشین آلاتو کمیټې د مشرتابه غړو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د اتاق سره د بېلابېلو کمیټو د غړیتوب په اړه معلومات ورکړل. هغه له دوی وغوښتل چې له دې وروسته د ماشین آلاتو سکتور ټولې ستونزې د دې کمټې له لارې له اتاق سره شریکې کړي.
ښاغلي مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د خصوصي سکتور د ګټو مدافع او له حکومت سره یې د اړیکو پل وباله او له یادې کمیتې یې وغوښتل چې خپل ټول فعالیتونه د اتاق د اساسنامې له مخې ترسره کړي.
ښاغلي الکوزي، د کمیټو د دندو په اړه خبرې وکړې او له ګډونوالو یې وغوښتل چې د بې‌کیفیته توکو له وارداتو څخه مخنیوی وکړي. هغه ډاډ ورکړ چې اتاق به د یاد سکتور د ستونزو د حل لپاره هر اړخیزه همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې، ښاغلی حاجي عبدالله د زراعتي او صنعتي ماشین آلاتو کمیتې د رئیس، او ښاغلي هر یو: عبدالغفار قاسمي، قاري محمد حسن سلامزی، توریالي رحماني او حاجي داوود نیکبین د مرستیالانو په توګه وټاکل شول.
 
 
 
سه شنبه، د سلواغې ۱۶مه، ۱۴۰۳
 
 

ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، د ښاغلي میرزمان پوپل، د اتاق د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال سرپرست، او ښاغلي صمیم هاشمي، د حکومت سره د اړیکو د دیپارتمنت مسوول، په حضور کې له ښاغلي عزیزالله گردیزی، د پکتیا د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له رئیس، او د یاد ولایت له سوداګرو سره د اتاق په مرکزي دفتر کې وکتل او د دوی ستونزې یې واورېدلې.
 
ښاغلي گردیزي د پکتیا مستوفیت له لوري د مالیاتو تخمینې ارزونه د یاد ولایت د سوداګرو اساسي ستونزه وبلله او د اتاق له لومړي مرستیال څخه یې وغوښتل چې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو له معینیت سره د همغږۍ له لارې د دوی ستونزو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
ښاغلي مهمند، ښاغلي عزیزالله گردیزي او ورسره مل ټیم راتګ ته ښه راغلاست ووايه، د هېواد د اقتصاد په وده او بیا رغونه کې یې د سوداګرو رول مهم وباله، او د پکتیا د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له رئیس څخه یې وغوښتل چې د سوداګرو ټولې ستونزې په رسمي توګه اتاق ته وسپاري، ترڅو د اتاق مشرتابه یې له اړوندو دولتي ادارو سره شریکې کړي. نوموړي مالیه د اقتصاد د دوران یو اصل وباله او په ګمرکونو کې د مالیاتو د واحد اخېستنې سیستم یې د سوداګرو د سوداګریزو اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره مهم وباله.
 
 
 
 
چهارشنبه، د سلواغې ۱۷مه، ۱۴۰۳
 
 

مقالات دیگر...